د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۵۵

خبرونه

افغاني پوليسو وروسته له پرونى حملې څخه د کندهار د يوه کلي کورونه ولټول٠ په عراق کې د ځان وژنى د يوي حملې په نتيجه کې لس تنه ووژل شول٠ د عدالت نړيوالي محکمي د اسرائيلو د امنيتي ديوال په هکله خپله څيړنه پيل کړه٠

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جوزجان: طالبان سبا یو کس په عام محضر کې قصاص کوي

د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت
د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت

د افغانستان ځینو رسنیو د سرچینو په وینا راپور ورکړی چې طالبان غواړي سبا دوشنبه په جوزجان ولایت کې یو تن په عام محضر کې قصاص کړي.

دغو سرچینو ویلي چې دغه کس د خپلې کورنۍ د یوه غړي په وژنه تورن دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره پنج شنبه په غزني ولایت کې دوه کسان د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړل چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.

دا لا څرګنده نه ده چې د تورنو کسانو د محاکمې بهیر څومره عادلانه و او ایا دوی مدافع وکیل درلود که نه.

مصر: روانه اوونۍ به د حماس او اسراییل د اوربند د موافقې منځګړیتوب وکړو

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

د مصر امنیتي سرچینې وايي قطر به روانه اوونۍ د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د موافقې پر نهايي کولو د خبرو منځګړیتوب وکړي.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دواړو لوریو استازي به وروسته قاهرې ته سفر وکړي چې هدف یې د یرغمل شویو د خوشې کولو په ګډون د یوې موافقې پر مهالوېش او میکانیزم سلا کېدل دي.

د اسراییل یو هیئت چې د یرغمل شویو د خلاصون پر سر د نویو مذاکرو لپاره پاریس ته تللی و، بېرته اسراییل ته ستون شوی او د اسرائیل جنګي کابینې ته یې تېره شپه د دغو خبرو په باب معلومات ورکړل.

دا چې د اسراییل په جنګي کابینه کې په دې باب څه پرېکړې وشوې، رسماً څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د اسراییل رسنیو نن یکشنبه راپور ورکړی چې د اوربند پر سر د موافقې لپاره منځګړو پرمختګونه کړي چې په مرسته یې له غزې په لسګونو یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شي.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول؛ خو تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

روسیې ۳۲ تنه د ناوالني د ملاتړ او پر اوکراین د برید د مخالفت په تور نیولي

د روسیې پولیس د یوې معترضې د نیولو پر مهال
د روسیې پولیس د یوې معترضې د نیولو پر مهال

په روسیه کې پرون لږ تر لږه ۳۲ کسان چې د کرملین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني پر مړینه د ویر او پر اوکراین د روسیې د یرغل د دویمې کلیزې په مناسبت راغونډ شوي وو، نیول شوي دي.

د OVD-Info په نوم د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړی چې دغه ۳۲ کسان د روسیې په نهو ښارونو کې نیول شوي دي.

له دې ډلې ۲۷ یې د ناوالني لپاره په یادګاري ساحه کې د ګلو ګېډۍ ایښودلې چې نیول شوې دي.

د کرملین دغه ۴۷ کلن منتقد الکسي ناوالني د فبروري میاشتې پر ۱۶مه د روسیې په یوه زندان کې تر نامعلومو شرایطو لاندې مړ شو.

د روسي سرتېرو دوې مېرمنې چې د یوې ډلې له خوا له سرتېرو سره د عادلانه چلند د غوښتنې لپاره په تنظیم شوي لاریون کې برخه اخیستې وه له درېیو نورو کسانو سره چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې خلاف راوتلي وو، نیول شوي دي.

د اوکراین لوی درستیز او دفاع وزیر د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه سفر وکړ

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف

د اوکراین د پوځ لوی درستیز اولیکساندر سرسکي او دفاع وزیر رستم عمروف د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه د قوماندې مرکزونه وکتل.

سرسکي نن یکشنبه ویلي، دوی د جګړې د ډګر د ارزونې او د دفاع د پیاوړتیا لپاره دغه ځایونه کتلي دي.

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پرون دوه کاله پوره شول، د کییف پوځ هڅه کوي د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې د روسي ځواکونو د مخکې تګ مخه تر ډېره ونیسي.

اولیکساندر سرسکی په ټلګرام کې لیکلي، روان وضعیت یې په تفصیل وارزاوه او پر نورو اقداماتو یې بحث وکړ.

ده ویلي چې له بې پېلوټه الوتکو او هوايي بمباریو د پوځیانو د خوندیتوب، دغه راز د جګړې د لومړۍ کرښې د مشخصو ساحو د استحکام ارزونه وشوه.

د اوکراین ولسمشر د سویډن د دفاع له وزیر سره وکتل

د اوکراین ولسمشر او د سویډن د دفاع وزیر
د اوکراین ولسمشر او د سویډن د دفاع وزیر

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د سویډن له دفاع وزیر پاول یوهنسن سره پرون په کییف کې وکتل.

دا کتنه پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت وشوه او دواړه مشرانو کییف ته د سویډن د پوځي مرستو د بلې بستې پر ورکړه او د وسلو د ګډ تولید پر امکاناتو بحث وکړ.

زلینسکي پرون چې د روسیې د یرغل دوه کاله پوره شول، ویلي: دا هغه ورځ ده چې غمیزه پیل شوه او دا ډېره مهمه ده چې زموږ ملګري دلته زموږ تر څنګ دي.

د اوکراین ولسمشر، اوکراین ته د سویډن د دفاع وزیر سفر له اوکراین سره د پیوستون مهمه نښه وبلله.

سویډن تېره سې شنبه اعلان وکړ چې اوکراین ته به د ۶۸۲ ملیون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته ورکړي.

دا له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د سویډن د مرستو پنځلسمه بسته ده.

د اوو صنعتي هېوادونو مشران: د روسیې د جګړې پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو

د اوکراین یو شمېر سرتېري
د اوکراین یو شمېر سرتېري

د جي اووه یا د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو رهبرانو پرون د اړتیا تر وخته، د روسیې په وړاندې په جګړه کې د اوکراین د ملاتړ ژمنه وکړه.

دغو هېوادونو ویلي چې دوی به داسې لارې چارې ولټوي چې مسکو پر اوکراین د خپل یرغل له کبله د اړولو زیانونو بیه پرې کړي.

د جي اووه ډلې رهبرانو پرون د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلینسکي سره پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د دې یرغل له کبله د اوکراین په لسګونو زره کسان وژل شوي، د دغه هېواد د قلمرو زیاته برخه ویجاړه شوې او اقتصاد یې زیانمن شوی دی.

د اوو لویو صنعتي هېوادونو رهبرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې چې په اوکراین کې روانه جګړه درېیم کال ته داخله شوه، د اوکراین وګړي او حکومت د اړتیا تر وخته پر موږ حساب کولی شي.

د اسراییل کابینې حماس سره د مذاکرې پر اقداماتو بحث وکړ

د اسراییل د کابینې غونډه
د اسراییل د کابینې غونډه

د اسراییل جنګي کابینې تېره شپه د یرغمل شویو د خلاصون او له حماس سره د اوربند لپاره د مذاکرو پر نورو اقداماتو بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په جګړه ځپلې غزې تړانګه کې پرون شنبه د پراخېدونکي بشري بحران په باب اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.

د فرانسې خبري اژانس د یوه چارواکي د یوې محلي رسنۍ د راپور پر اساس لیکلي چې د اسراییل یو هیئت د یرغمل شویو د خلاصون پر سر د نویو مذاکرو لپاره پاریس ته تللی و چې بېرته ستون شو او د اسراییل جنګي کابینې ته یې د دغو خبرو په باب معلومات ورکړل.

د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییل جنګي کابینې موافقه وکړه چې د مذاکرو د دوام لپاره په راروانو ورځو کې یو هیئت قطر ته ولېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

اسراییل د حماس تر حملې وروسته د حماس ډلې د وسلوالو خلاف په غزې تړانګه کې هوايي او ځمکني پوځي عملیات پیل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل د دغو حملو له کبله تر اوسه نېږدې ۳۰زره کسان وژل شوي او شا و خوا ۷۰ زره کسان ټپیان شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې ۲ ملیونه او ۲ لکه اوسېدونکي له قحطۍ سره مخامخ دي.

مولوي کبیر: کورني او بهرني بنسټونه دې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو بنسټونو او مرستندویو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي.

ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مولوي عبدالکبیر دا خبره د لغمان ولایت له کوچیانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې کړې ده.

وړاندې لیکل شوي چې مولوي عبدالکبیر ویلي، وچکالۍ په افغانستان کې د ملیونونو وګړو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

که څه هم نن او سبا د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو، دغه راز په ځینو سیندي حوزو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی، خو بزګران وايي چې لا هم د تېرو کلونو د وچکالیو اغېزې ختمې شوې نه دي.

سبا د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پرضد د واکسین کمپاین پيلیږي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې ملاتړ کوي، په خپله وېبپاڼه کې نن لیکلي چې دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته لاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي د یوه هیئت په مشرۍ نن ترکمنستان ته لاړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ښاغلی متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په بلنه پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره هغه هېواد ته لاړ.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو د هیئت په ترکیب کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د وسپنې پټلۍ او برېښنا شرکت چارواکي شامل دي.

تر اوسه د ترکمنستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ترکمنستان له ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG