د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

خبرونه

په افغانستان كې د امريكا په مشرى د متحدينو پوځ وائي ; له پيښو څخه د خبرتيا له پاره دوه سوه زره راډيو گانې په خلكو وويشي دايران د پارلمان يو غړۍ وائي ; د ماشومانو د ساتنې په دوسيو كې ښځو ته حق وركول شوى د تركيى پوليس وائي; په استانبول كې په يو يهودى عبادت ځاى باندى د ځان وژونكى بريد كې شك من طراح ئى نيولى

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي

ارشیف
ارشیف

د سمنګان ولایت د روبات کوتل په سیمه کې پرون جمعه په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي دي.

په مړو شویو کې دوې ښځې، درې نارینه او یو ماشوم شامل دي چې ټول د بلخ ولایت اوسېدونکي دي.

ځايي طالب چارواکو رسنیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له يوې لارۍ سره ټکر شو.

په وروستیو نژدې لسو ورځو کې شاوخوا ۴۰ تنه په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

د اکثرو ترافیکي پېښو علت د لارو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي په ګوته کېږي.

پاريس کې د المپيک د لوبو په درشل کې د فرانسې د ريل‌ګاډي شبکه ګډوډه شوې

فرانسه کې ريل‌ګاډی
فرانسه کې ريل‌ګاډی

په پاریس کې د المپیک لوبو د پرانیستلو په درشل کې د فرانسې د ریل‌ګاډي شبکه د چارواکو په وینا قصدا ګډوډه شوې ده.

د فرانسې د ریل دولتي شرکت نن وویل، د چټ ریل شبکه د فرانسې په شمال او جنوب کې تخریب شوې ده او هلته اور اچول شوی دی.

ټاکل شوې ده چې نن د پاریس د المپیک لوبې د نړۍ د شاوخوا لس زره پنځه سوه لوبغاړو په ګډون پیل شي.
د دې لوبو لپاره د فرانسې امنیتي ځواکونو سخت تدابیر نیولې دي.

افغانستان له نیوزیلنیډ سره ټېسټ سیالي لوبوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان او نیوزیلنیډ د کرکټ ملي لوبډلې به په لومړي ځل ټېسټ سیالي ولوبوي.

د کرکټ معتبر وېبسایټ کرېک اینفو په یوه راپور کې لیکلي دي، دا سیالي به د روان کال په سپټمبر میاشت کې د هندوستان د ګریټرنوېډا په لوبغالي کې ترسره شي.

په راپور کې لیکل شوي دي چې په احتمالي توګه به دغه ټېسټ سیالي د سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه پیل او تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

تر دې دمه د نیوزیلنډ په ګډون، اسټرالیا، پاکستان، انګلستان او سویلي افریقا هغه هېوادونه دي چې له افغانستان سره یې ټېسټ سیالي نه ده ترسره کړې.

تر دې دمه د افغانستان او نیوزیلینډ د کرکټ بورډ ادارو د یادې ټېسټ سیالي په تړاو خپل رسمي دریځ نه دی په ډاګه کړی، خو روانه اوونۍ افغان کرکټ بورډ په یوه خبر کې لیکلي وو چې د نیوزیلنډ کرکټ بورډ له مسولینو سره یې تر چمپینز ټراپۍ وړاندې د لوبلړۍ د لوبولو خبرې کړې دي.

د پاریس په المپیک کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړو برخه اخیستې

افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي
افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي

د پاریس په المپیک کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده.

دا لوبې نن د نړۍ له بېلابېلو برخو د څه باندې لس زره او پنځه سوه لوبغاړو په ګډون پیلېږي.

طالبانو ویلي چې دا درې ښځینه افغان لوبغاړې دوی په رسمیت نه پېژني، خو د المپيک نړیوالې کمېټې بیا ویلي چې دوی د طالبانو پلاوی نه دی وربللی.

د المپیک په لوبو کې افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون له لارې غواړي د هغو ۲۰ میلیونه افغان مېرمنو استازیتوب وکړي چې د دې په وینا په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

هغې زیاته کړه چې دا غواړي نړۍ ته وښيي چې افغان مېرمنې په هر حالت کې ستر هدف ترلاسه کولای شي.

یولدوز هاشمي له خپلې خور فریبا هاشمي سره د پاریس المپیک د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کوي.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو د ترڅنګ د نجونو او ښځو پر ورزش هم بندیز لګول شوی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې د ښوونکو تر ټولو سترې ټولنې ته وینا کړې

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیالې ۵۹ کلنې کاملا هاریس د ولسمشرۍ لپاره د خپل انتخاباتي کمپاین په پيل کې پرون د امریکا د ښوونکو تر ټولو سترې ټولنې ته وینا وکړه.

په هوسټن کې د امریکا د ښوونکو د فدراسیون شاوخوا درې زره پنځه سوه ډلې ته د وینا پر مهال اغلې هاریس وویل: "د راتلونکې لپاره مبارزه وکړئ."

نوموړې په اقتصادي تګلارې او د کارګرانو د حقونو پر مسئلې تمرکز وکړ، همداراز یې د ارزانه روغتیایي خدماتو او د ماشومانو د پالنې پلانونو ته اشاره وکړه.

بایډن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د انتخاباتو له کاندیدۍ لاس اخلي او ده د کاملا هاریس ملاتړ وکړ چې د ده په ځای سیالي ته ودرېږي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به د نومبر په پنځمه ترسره شي.

د اوکراین هوایي ځواکونو د ۲۰ روسي بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی

په خرسون کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید یو انځور
په خرسون کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید یو انځور

د اوکراین هوایي ځواکونو په فېسبوک کې په یوه پيغام کې لیکلي چې نن یې ۲۰ روسۍ بې پیلوټه الوتکې یا ډرون ویشتلي دي.

په دې پيغام کې وړاندې راغلې چې نن سهار وختي ۲۲ روسۍ بې پيلوټه الوتکو د اوکراین پر خرسون، سومي، ژیتومیر او چیرنییف سیمو برید وکړ چې شل یې اکرایني ځواکونو نسکورې کړې.

په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی هوایي مدافع شپږ اوکرایني بې پيلوټه الوتکې ویشتلې چې څلور یې د روستوف په سیمه کې او دوه یې د کرسک په سیمه کې لوېدلې دي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او سرغړونو ته اندېښنه وښوده

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

په ویانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپایي ټولنې استازولي په یوه بیان کې وویل، دغه ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او د ښځو او نجونو په برخو کې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو ته ډېره زیاته اندېښمنه ده.

په دې بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، همداراز راغلي چې نجونې او ښځې په افغانستان کې له خپلو بنیادي حقونو څخه چې په دې کې زده‌کړې، کار او ازاد سفر شامل دی، منع شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدویه پلاوي، یوناما او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ناهیلي په زیاتېدو ده.

په دې ترڅ کې تمه ده چې د امریکا د استازیو جرګې د بشري حقونو کمېسیون راتلونکې سې شنبه د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

هاریس په غزه کې له نتنیاهو د ژر اوربند غوښتنه وکړه

د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د اسراییل له صدراعظم څخه وغوښتل چې ژر تر ژره په غزه کې له حماس سره پر اوربند سلا وکړي چې په غزه کې په لسګونو برمته خوشې شي.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

هاریس چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې له بنیامین نتنیاهو سره وکتل، دا هم وویل چې له هغه سره یې خبرې ښکاره او ګټورې وې.

هاریس په دې کتنه کې د اسراییل د ځان د دفاع د حق ننګه وکړه، خو په غزه کې یې د تېرو نهو میاشتو جګړې په ترڅ کې د خراب بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

راپور: پنټاګون اوکراین ته د پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې

د پنټاګون ودانۍ
د پنټاګون ودانۍ

د امریکا د حکومت په یو راپور کې راغلي چې پنټاګون، اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت د وسلو، توغندیو او نورو پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې ده.

د امریکا د حکومت د حساب ورکولو دفتر راپور چې پرون پنجشنبې د جولای ۲۵مه خپور شوی٬ ښيي چې د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د استول شویو دفاعي مهماتو په ارزونه کې تېروتنه کړې ده.

په ۲۰۲۳م کال کې پنټاګون ویلي وو، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د استولو شویو مهماتو په جدول کې د "بدلولو ارزښت" پرځای د "استهلاک ارزښت" استفاده شوی دی.

اوس پنټاګون وايي، د دې تېروتنې په سمونې سره کولی شي اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت نورې اضافي وسلې او مهمات واستوي څو د بایډن ادارې له خوا ټوله تصویب شوې مرسته اوکراین ته ورسېږي.

بایډن یوځل بیا له حماس سره د اسراییلو اوربند وغوښت

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبې د جولای ۲۵مه په سپینې ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره کتلي او په غزه کې يې د احتمالي اوربند په اړه ورسره خبري کړي دي.

بایډن په دې کتنه کې یوځل د اسراییلو له صدراعظمه غوښتي چې د حماس وسله والې ډلې سره چې امریکا او اروپايي ټولنه يې ترهګریز سازمان بولي، اوربند وکړي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي پرون وویل، خبرې اترې په وروستي پړاو کې دي، خو ځینې ستونزې شته چې باید حل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG