خبرونه
دبرتانيى صدر اعظم د هسپانيى صدر اعظم سره غونډه كې دعراق په اړه خبرې كوي۰ رپوټونه د عراق واكمن شورى د يوې وتلې غړى عقيله الهاشمى حالت نازك و ثابت ښئي۰ دلتويا اكثريت ولس دا منلي چې دغه جمهوريت له اروپائى اتحادئى سره يو ځاى شي۰
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نولس کلنو ځوانانو اسیاجام؛ افغانستان نیپال ته د ۲۶۲ منډو هدف ورکړ

د نولس کلنو ځوانانو د اسیاجام سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله دویمه سیالي له نیپال سره پیل کړې ده.
د دې لوبې پچه نیپال ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.
افغانستان د ۹ لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې.
جمشید ځدراڼ لومړنی افغان توپوهونکی شو چې په روانو سیالیو کې سلیزه وهي، هغه چې د پښې د خوږېدو له امله په اخره کې له لوبغالي ناسوځېدلی ووت په ۱۵۲ توپونو یې ۱۰۶ منډې وکړې.
دغه راز نعمان شاه بیا په ۳۸ توپونو چټکې ۶۰ منډې وکړې.
د نیپال لپاره په توپ اچونه کې سوباش او دامي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
نیپال به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د ویلو ده چې د اسیاجام په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه هندوستان ته بایللې وه.
د بشري حقونو څار یوه ډله: د سوریې د بمبارۍ له کبله پنځه ملکیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوریې پوځ پرون پر هغه ساحه چې د یاغیانو وروستی مرکز ګڼل کېږي، بمباري کړې او پنځه ملکیان یې وژلي دي.
په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د سوریې د رژیم ځواکونو په ادلب او سارمین کې د استوګنې سیمې او صنعتي ساحې په نښه کړي دي.
د دې ډلې په وینا، په دې پېښه کې ۲۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه څارونکې ډله وايي، په ادلب او سارمین کې وژل شوي او په نورو ساحو کې ټپي شوي کسان ملکیان دي.
د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي، چې په وژل شویو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.
د دغه اژانس په وینا هيئة تحرير الشام ډله چې په سوریه کې یې د القاعده شبکې پخوانۍ څانګه رهبري کوي، د ادلب ولایت پر زیاخو برخو او د حلب، حما او لاذقیه ولایتونو پر ځینو ساحو کنټرول لري.
د بشري حقونو یوه افغان مدافع د طالبانو د بشري سرغړونو د مستند کولو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو مدافع رحیم جامي غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا، له بشري حقونو د سرغړونې موارد باید مستند او وڅېړل شي.
د ښاغلي جامي څرګندونې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې پرون پر خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) خپرې کړې دي.
ښاغلي جامي په خپلو څرګندونو کې د دغو سرغړونو د مستند کولو لپاره د قوي حساب کتاب غوښتنه کړې ده.
د نومبر میاشتې ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه چې په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان له هغې راهیسې هره ورځ د ښځو د حقونو او د بشري چارو د مدافعانو څرګندونې خپروي.
کرکټ؛ تر ۱۹ کلنۍ کم عمره افغان لوبغاړي نن نیپال سره لوبیږي

د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د کابل پر وخت د سهار لس بجې، په خپله دویمه مسابقه کې له نیپال سره مخامخېږي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، تمه لري افغان لوبډله په ابوظبۍ کې کېدونکې نننۍ سیالي وګټي.
سادات زیاتوي:
" تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله نن د اسیا جام په لړ کې د نیپال په وړاندې خپله دویمه سیالي کوي. که څه هم د هند په وړاندې لومړۍ لوبه د افغان ټیم په بریا تمامه نه شوه، خو تمه ده چې افغان ټیم نننۍ سیالي وګټي."
د هند د کرکټ تر ۹ کلنو کم عمره لوبډلې تېره جمعه له افغان لوبډلې مسابقه په اوو ویکټو وګټله.
تر ۱۹ کلونو کم عمرې افغان لوبډلې بله مسابقه د راروانې سې شنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې ده.
که افغان لوبډله په خپل الف ګروپ کې دوې سیالۍ وګټي، د دغو مسابقو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.
د اسیايي جام په دغو سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې برخه لري چې په هغوی کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا دایمي غړي دي.
ایران له نړیوالو قدرتونو سره خپل لاسلیک کړی اټومي تړون« بې خاصیته» وباله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اټومي تړون چې تهران د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره لاسلیک کړی و «بې خاصیته» وباله.
حسین امیر عبداللهیان چې پرون شنبه په تهران پوهنتون کې خبرې کولې، هېواد یې غواړي پر اټومي تړون چې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ورڅخه په یواړخیز ډول وتلی و، بیاکتنه وکړي.
عبداللهیان ویلي: څومره چې مخ ته ځو، دغه تړون هغومره بې خاصیته کېږي او دوی به هېڅکله ځانونه د تړون په تنګ تونل کې راګیر نه کړي.
په ۲۰۱۵م کال کې د تړون له مخې، د نړیوالو بندیزونو کمېدو په بدل کې تهران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو پرېکړه وکړه.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له دغه تړونه چې د تهران، امریکا، چین، روسیې، برېتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ لاسلیک شو، په ۲۰۱۸م کال کې ووت.
پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیالګولو له کبله نړیوالو بانکونو او تجارتي بنسټونو، د امریکا د مقرراتو له ډاره له ایران سره له کارو باره فاصله اخیستې ده.
سوریه کې د اسراییلو ډرون برید؛ د حزب الله ډلې ۳ غړي وژل شوي

د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب اله ډلې درې غړي، د اسراییل د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.
دمشق ته نږدې دوو سرچینو پرون شنبه د لبنان د دې افراطي ډلې د غړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
د سرچینو په وینا، په دې حمله کې د سوریې هغه یو وګړی هم وژل شوی چې له دغو کسانو سره ملګری و.
د اسراییل پوځ د سوریې په ٱلْقُنَيطْرَة سیمه کې چې د اسراییل له خوا اشغال شویو ګولان غونډیو ته څېرمه پرته ده، د شوې حملې په باب تبصره ونه وکړه.
اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې پر هغو ځایونو چې دغه هېواد یې په ایران پورې تړلې اهداف ګڼي، حملې کوي.
له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې او ایران د ولسمشر بشالاراسد ملاتړ پیل کړی، په سوریه کې د تهران نفوذ زیات شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: ټول ګډونه حکومت جوړول افغانستان له پېچلي وضعیت څخه ویستلی شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او یوه عمده حل¬لار د ټولګډونه حکومت جوړول دي.
پرون شنبه (د ډسمبر میاشتې نهمه) په تهران پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، طالبان د افغانستان د ټولنې د واقعیت یوه برخه دي، خو ټول واقعیت نه دي. هغه د افغان کډوالو په باب وویل:
" تاسې د افغانستان وګړي ګورئ هر بحران چې یې په هېواد کې راشي، دوی زموږ پر لوري راځي. موږ په واقعیت کې پنځه ملیونه افغان کډوال په خپل هېواد کې لرو."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په وینا، طالبان نن د داعش ډلې په وړاندې جنګېږي، خو دا په دې معنی نه ده چې ټولګډونه حکومت دې نه جوړوي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ۱۳زره افغان پناه غوښتونکي د ایران له خراسان رضوي ولایت څخه ایستل شوي او افغانستان ته سپارل شوي دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د هوا د ککړتیا پر مخنیوي ټینګار وکړ

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې د طالبانو په کنټرول کې ده وايي، د ژمي له راتګ سره د ښارګوټو او د دنګو ودانیو مسوولان دنده لري چې خپل د تودولو سیسټمونه برقي یا ګازي جوړ کړي.
دغې ادارې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې په ګڼ مېشتو سیمو، دنګو ودانیو او ښارګوټو کې د خبرتیا لپاره څه باندې دوه زره اطلاعیې خپرې کړې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د دوی څارونکي شپه و ورځ د کابل ښار په ټولو برخو کې د هوا د ککړتیا سرچینې څاري او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.
دغې ادارې نه دي ویلي چې دوی د کوم قانون له مخې له سرغړوونکو سره چلند کوي.
څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته طالبانو ټول نافذ قوانین او اساسي قانون ملغی اعلان کړل.
په دې موده کې د چاپېریال ساتنې په اړه هم د طالبانو له خوا کوم نوی قانون نه دی جوړ شوی.
ایران له خپلې خاورې ۱۳۲۰۰ افغان کډوال ایستلي

ایراني رسنۍ د څه باندې دیارلس زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکوي.
د ایران ایرنا دولتي اژانس د خراسان رضوي د پولیسو د مشر مجید شجاع په وینا نن راپور ورکړ چې دا ټول بې اسنادو افغان کډوال د دوغارون او طیبات له سرحدونو د افغانستان لور ته وسپارل شول.
د پولیسو دې مشر د دې کډوالو دقیقه شمېره دیارلس زره دوه سوه څلور تنه یاده کړه.
تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایرنا د راپور له مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا درې لکه اته ویشت زره افغانان چې په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شوې وو، بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
امریکا د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه.
د امریکا متحدایالتونو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي او د طالبانو د علومو اکاډمي پر مشر فریدالدین محمود بندیزونه لګولي دي.
اغلې ډیکر په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې حنفي او محمود د افغانستان نیم ولس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دا بندیزونه غندلي دي.
ده په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د فشارونو اعمال د ستونزو حل لاره نه ده.
امریکا د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی او ویلي یې دي چې خالد حنفي له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو له زده کړو سره مخالفت کړی دی.
د طالبانو د علومواکاډمي پر مشر فرید الدین محمود هم له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو د تعلیمي مرکزونو د تړلو د پرېکړې د حمایت په خاطر بندیز لګېدلی دی.