خبرونه
دافغانستان دانتقالي دولت مشر حامد کرزي په کابل کي دمظاهره کوونکو له خوا دپاکستان په سفارت بريد غندلئ ٠ دمتحده ايالاتو جمهور رئيس افريقا ته دخپل سفر په ترځ کی دجنوبي افريقا هيواد ته رسيدلئ دئ ٠ داتومي انرژۍ نړيوال آژانس مشر په ايران کي هلی ځلی کوي چی ددغه هيواد چارواکي ديته وهڅوي چي خپلی اتومي پروژی ددغه آژانس له خوا پراخی پلټنی ته پرانيزي ٠
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان بیا له طالبانو د تروریستانو د پټنځایونو پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له طالبانو د تروریستانو د پناه ځایونو پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په خپل اوونیز کنفرانس کې ویلي: "دا مهمه ده، چې افغانستان په خپله خاوره کې دننه، د تروریستانو د پناه ځایونو په وړاندې چې پاکستان ته خطر پېښوي، کوټلي او اغېزناک اقدام وکړي."
پاکستان وخت ناوخت په دغه هېواد کې د ناامنیو په پېښو کې هغه وسلهوال دخیل بولي چې د دوی د ادعا له مخې په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري.
د دغو ادعاوو په ځواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د لړم یا عقرب میاشتې پر ۱۷مه ویلي وو، په پاکستان کې د امن ټینګول د طالبانو مسوولیت نه دی.
تر دې مخکې د پاکستان سرپرست صدراعظم، انوارالحق کاکړ ادعا کړې وه، له پاکستانه په سلګونو زره افغان کډوال ځکه ایستل کېږي چې افغانستان د هغو پاکستاني افراطي وسلهوالو په مخنیوي کې پاتې راغلي چې د خاورې په کارولو سره یې په پاکستان کې عملیات مخ ته وړي.
په ایډز د اخته افغانانو درملنې لپاره د ګمارل شویو کسانو شمېر ډېر شوی

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، په افغانستان کې یې د هغو کسانو شمېر زیات کړی چې په 'ایچ آی وي' یا ایډز د اخته کسانو په درملنه کې مرسته کوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله اکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ګلوبل فنډ ادارې په مرسته په ایډز اخته کسانو په درملنه، وقایه او د ژوند د کیفیت په بهترۍ کې همکاري کوي.
د دې ادارې په وینا د درملنې لپاره د ګمارل شویو کسانو شمېر یې په ۲۰۲۲م کال کې ۱۱۶۲ ته رسولی، حال دا چې په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمېر یوازې ۳۴۰ و.
تېره جمعه د ډسمبر لومړۍ نېټه د ایچ آی وي یا ایډز نړيواله ورځ وه.
په ۲۰۱۹ کال کې د ترسره شوې سروې له مخې په افغانستان کې تر ۱۹زره ډېر کسان په 'ایچ آی وي' ایډز اخته دي.
یونان او ترکیې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی

یونان او ترکیې پرون په خپلو اړیکو کې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي وار لپاره آتن ته سفر وکړ.
اردوغان د یونان له صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دواړو لوریو ترمنځ داسې ستونزه نه شته، چې د حل وړ نه وي.
د ترکیې ولسمشر ویلي، دوی په خپلو اړیکو کې نوره پرمختیا او مثبت خوځښت غواړي.
د کډوالۍ، په اژه سمندرګي کې د انرژۍ د اکتشافاتو او ځمکنۍ بشپړتیا پر سر د دواړو لوریو ترمنځ له اوږدې مودې لانجې وې او اردوغان له ۲۰۱۷م کال راوروسته په لومړي ځل اتن ته په رسمي سفر ځي.
اردوغان وړاندې د اژه سمندرګي د حاکمیت د حق په باب د څه باندې سلو کلونو مخکې تړونونو په اړه شک څرګند کړی و.
د ترکیې او یونان جنګي الوتکو وخت ناوخت د دې سمندرګي پر لانجمن هوايي حریم په خپلو کې ځینې لانجې کولې.
امریکا په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالتونو په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول.
د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل، دغه کسان او بنسټونه په یمن کې حوثي یاغیانو ته د ایراني تولیداتو د خرڅلاو له لارې د میلیونونو ډالرو د مالي مرستو د برابرولو مسوولیت لري.
نوي بندیزونه د متحده ایالاتو په قضايي حوزه کې د دې اشخاصو او ادارو ټولې شتمنۍ کنګلوي او په امریکا کې خلک له دوی سره له کاروباره منع کوي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي سلاکار پرون وویل متحده ایالات په دې باور دي چې د ایران سپاه پاسداران اسلامي ځواکونه په یمن کې له حوثي یاغیانو سره د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پلانولو کې مرسته کوي.
ایران په دې کې لاس لرل رد کړي دي.
پوتین له رییسي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ستاینه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پرون په مسکو کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په کتنه کې له تهران سره د مسکو د اړیکو ستاینه وکړه.
پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له پیل راهیسې، مسکو له تهران سره د خپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو هڅه کړې ده.
پوتین رییسي ته وویل، د دواړو هېوادونو اړیکې چې د لوېدیځ له خوا پرې سخت بندیزونه لګول شوي، په ښه توګه وده کوي.
له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ژورولو لپاره د روسیې د هڅو د یوې برخې په توګه، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۶مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په یو ورځني سفر هم تللی و.
هغه لومړی په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره وکتل.
وروسته یې په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
د اسلام اباد محکمې 'منظور پشتین' پولیسو ته سپارلی

د اسلام اباد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي ټي ایم' مشر منظور پشتین پرون د اوو ورځو په مخه پولیسو ته سپارلی دی.
پولیس به په دې موده کې له پشتین پلټنې کوي.
د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې نوموړی احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان و.
پر منظور پشتین تور پورې شوی چې د حکومت خلاف خبرې یې کړي او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په اصل کې پولیسو د پشتین په موټر څو ډزې وکړې او څو ځایه یې د هغه د نیولو هڅې کولې.
اوکراین سره د جاپان یو میلیارد ډالره مرسته؛ زیلینسکي ترې مننه کړې او دا مرسته یې اغېزمنه بللې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له جاپانه مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د یو میلیارد ډالرو اضافي مرستو ژمنه کړې ده.
زیلینسکي وویل چې د جاپان مرسته به د دوی لپاره د 'پام وړ اغېزمنه' تمامه شي.
دا یواځې څو ساعته وروسته له هغه پېښ شول چې د امریکا سنا جرګې له اوکراین سره د شاوخوا ۶۰میلیارد ډالرو د مرستې په پار د سپينې ماڼۍ غوښتنه رد کړه.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن له سنا جرګې غوښتي وو چې ژر له اوکراین سره د پوځي مرستو په هدف د سپينې ماڼۍ غوښتنه تصویب کړي ځکه د ده په خبره که د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین برلاسی شي نو د اوکراین ډېرې ځمکې به ونیسي.
اوکراین له روسیې سره د جګړې یو بل اوږد ژمی په مخ کې لري.
د ژمي پر مهال اندېښنه ده چې د اوکراین اکثر تاسیسات له هغې ډلې د تودوخې او برښنا رسولو مرکزونو هدف ګرځي چې له امله یې میلیونونه اوکراینیان له تودوخې او برښنا محرومیږي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین غیر موجه یرغل پیل کړ چې تر دې دمه روان دی.
د بخنښې نړیوال سازمان په افغانستان کې د معترضو ښځو د مجازاتو بندېدا غوښتې

د بخښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د هغه څه د بندېدو غوښتنه کړې چې د معترضو ښځو مجازات ښودل شوي دي.
دغه بنسټ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته، معترضې ښځې د طالبانو د ظالمانه تګلارو له کبله په زوره ترۍ تم شوي، شکنجه شوي او بد چلند ورسره شوی دی.
په دوام کې ویل شويچې په دغو ښځو کې د بشري حقونو څلور مدافعانې پریسا ازاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي شاملې دي چې د سپټمبر او نومبر میاشتو ترمنځ د طالبانو له خوا نیول شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، دغه څلور مېرمنې د توقیف پر مهال مدافع وکیل نه لري، په منظم ډول له خپلو کورنیو سره نه شي کتلی او شکنجه شوي، یا هم بد چلند ورسره شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې د بشري حقونو دغه مدافعانې سمدلاسه او له قید یا شرط پرته خوشې شي.
طالبانو د دغو څلورو فعالانو د نیولو خبر تایید یا رد کړی نه دی.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پرون وویل چې د خپلسرو نیونو د عواقبو په اړه سخته اندېښنه لري.
په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی

په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو له تېرې شپې د ۲۴ ساعتونو لپاره کاري اعتصاب پیل کړی دی.
له دې سره په دغه هېواد کې اوږده سفرونه او د سیمو ترمنځ تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.
دا تر یوې میاشتې لږه موده کېږي چې په جرمني کې د معاشونو پر سر د جنجال له کبله د رېګاډو چلوونکي کاري اعتصاب کوي.
تازه اعتصاب پر ځايي وخت تېره شپه لس بجې نافذ شو چې د نن جمعې ورځې د شپې تر لسو بجو به دوام کوي او اټکل کېږي چې د رېلګاډو په زرګونو سفرونه به لغوه شي.
د رېلګاډو چلوونکي، چې د نومبر میاشتې په نیمايي کې یې هم اعتصاب کړی و، غواړي چې کاري ساعتونو یې کم او امتیازونه یې زیات شي، خو تر اوسه په دې باب خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
پنټاګون: امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي دي.
د دې کار هدف د هغو یرغمل شویو کسانو لټول دي چې د افراطي ډلې حماس په توقیف کې دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د لنډمهاله اوربند پر مهال د دغو بې پیلوټه الوتکو الوتنې بندې شوې وې.
د پنټاګون یوې ویاندې لیزا لارنس پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د یرغمل شویو د لټولو لپاره امریکا د غزې پر فضا د دغو الوتکو الوتنې بیا پیل کړي دي.
هغې ویلي چې امریکا د یرغمل شویو د موندنې لپاره د خپل شریک اسراییل مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.
حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.
د لنډمهاله اوربند پر مهال ځینې یرغمل شوي کسان، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شول.