خبرونه
د ژورناليستانو ډلو دافغانستان دحكومت له مشره غوښتي دي چې ددوو خبريالانو په خوشې كولو كې دې مرسته وكړي داروپايي اتحاديې سر مشريزه نن په يونان كې د غونډې په ترڅ كې داساسي قانون دمسودې ايران او منځني ختيځ په هكله خبرې كوي دامريكاد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير کولين پاول به نن داسرائيلو او فلسطيني ادارى صدراعظمانو سره جلا جلا خبرې و کړي او هغوى به دى ته وهڅوي چې دمنځني ختيځ دسولې وروستى نړيوال پلان دپلي کولو په لاره وغورځوي
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نیوز ورځپاڼې ادعا: سراجالدین حقاني په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټ اخیستی

پاکستانۍ ورځپاڼه، نیوز ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د اوسني سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په شمول لسګونه زره افغانانو په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټونه اخیستي دي.
نیوز نن په یوه راپور کې کښلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي چې له ۳۰ زره تر ۴۰ زره افغانانو د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې پاکستاني پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.
ورځپاڼې، بې له دې چې د کوم چارواکي نوم وښيي، لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي سراج الدین حقاني هم په هغو افغانانو کې شامل دی چې تر وروستیو کلونو پورې یې په پاکستاني پاسپورټ سفرونه کول.
ورځپاڼه وايي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره سراج الدین حقاني ته د ۵ کلونو لپاره د پاکستان پاسپورټ صادر شوی و او دوه پاکستاني مامورین، چې حقاني ته یې پاسپورټ ورکړی و، نیول شوي دي.
د اسټرالیا د نارینو د بیګ بیش لیګ پيل شو

د اسټرالیا د کرکټ شل اوریزې سوداګریزې سیالۍ نن پیل شوې.
دا ځل په دې لیګ یوازې دوه افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د میلبرن رینېګیډز او اظهارالحق نوید د سیډني سیکسرز لوبډلو لپاره لوبه کوي.
په بیګ بیش لیګ کې ۸ لوبډلې ګډون لري چې لومړۍ لوبه یې د برسبن هیټ او میلبرن سټارز لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده.
دا د بیګ بیش لیګ سیالیو دیارلسم پړاو دی او د تېر کال اتلولي یې پرت سکارچرز لوبډلې ګټلې وه.
په پلان کې وه چې راشدخان به هم د ایډلیډسټرایکرز لوبډلې لپاره یو وار بیا ولوبيږ، خو هغه د ملا د عملیاتو له امله سږ کال په دې سیالیو کې ګډون ونکړای شو.
تېر کال په دې لیګ کې ۵ افغان لوبغاړو ګډون کړی و، چې د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو خرابیدو له امله ځینو افغان لوبغاړو په یاد لیګ کې له ګډون کولو انکار وکړ.
راشدخان لومړی مقام له لاسه ورکړ

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) نن د لوبغاړو درجه بندي اعلان کړه چې راشدخان په کې خپل لومړی مقام له لاسه ورکړی دی.
د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په ډله کې د هندوستان روي بیشنوی په لومړي ځل اول مقام ته رسېدلی دی.
هغه د اسټرالیا پر وړاندې په ترسره شوې لوبلړۍ کې ۹ لوبغاړي سوځولي و چې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
افغان لوبغاړی راشدخان چې اوس مهال د ملا عملیاتو له امله په لندن کې دی، د شل اوریزو توپ اچونکو په درجه بندۍ کې دویم مقام ته لوېدلی دی.
د شل اوریزو توپ اچونکو د درجه بندۍ په لسو غوره توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي په ۷م او مجیب الرحمن په ۸م مقام کې ځای لري.
اسیاجام؛ افغانستان سبا له هند سره سیالي کوي

د افغانستان تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله به د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه سبا له هندوستان سره ترسره کړي.
یاده سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې د دوبۍ په اوول لوبغالي کې پیل شي.
افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبډله یې د یادو سیالیو لپاره د ډسمبر میاشتې په ۶مه نېټه اماراتو ته رسېدلې او نن یې خپل تمرینات هم ترسره کړي دي.
د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان په الف ګروپ کې خپله دوه نورې سیالۍ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه له نیپال او د ډسمبر په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره ترسره کوي.
کرکټ؛ افغانستان له عربي متحده اماراتو سره سیالۍ کوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي دي چې د روانې ډسمبر میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې به له عربي متحده اماراتو سره سیالۍ ترسره کړي.
په دې لوبلړۍ کې دوه نا رسمي یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ شاملې دي.
دا سیالۍ به د ډسمبر په ۲۵مه نېټه پيل شي او د نوي زیږدیز کال تر ۲یمې نیټې پورې به دوام وکړي.
افغان لوبډله به د ډسمبر په ۲۵مه او ۲۷مه نېټه لومړۍ له اماراتو سره دوه تمریناتي یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او بیا به د ډسمبر په ۲۹مه، ۳۱مه او د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د جنورۍ په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالي ولوبوي.
کرکټ بورډ وايي، دغه سیالۍ د هغه هوکړه لیک له مخې ترسره کېږي چې تېر کال د افغانستان کرکټ بورډ او متحده عربي اماراتو د کرکټ ادارې ترمنځ لاسلیک شوی و.
د ویلو ده چې روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لومړنۍ لوبلړۍ افغانستان دوه د یو پر وړاندې ګټلې وه.
علي یف له ټاکلې نېټې مخکې د اذربایجان د ولسمشرۍ ټاکنو فرمان ورکړ

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف نن یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس به یې د دغه هیواد د ولسمشرۍ انتخابات تر خپلې ټاکلې نېټې وړاندې ترسره شي.
په دې فرمان کې د اذربایجان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون ته امر شوی چې د راتلونکي کال د فبرورۍ په شپږمه انتخاباتو ته تیاری ونیسي.
الهام علي یف له ۲۰۰۳ م کال راهیسي، چې د خپل پلار ځای یې ونیوه، واک په لاس کې لري.
د ازادۍ راډیو د خبر د مرکز پر اساس، د الهام علي یف په استبدادي حکومت کې د اذربایجان د خلکو سیاسي فعالیتونه او بشري حقونه ځپل شوي دي.
د امریکا په نوادا پوهنتون کې ۳ تنه په ډزو وژل شوي

د امریکا په لاس ویګاس ښار کې چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د دغه ښار د نوادا پوهنتون په انګړ کې د ډزو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.
د لاس ویګاس د پولیسو په وینا، مشکوک حمله کوونکی هم وژل شوی دی.
په دې پېښه کې یو تن سخت ټپي شوی دی.
د نوادا ایالت چارواکو تراوسه پورې د وژل شویو کسانو نومونه نه دي ښوولی او دا هم لا څرګنده نه ده چې مشکوک حمله کوونکی د پولیسو په ډزو وژل شوی او که یې ځان په خپله وژلی دی.
پوتین له محمد بن سلمان سره ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبې) په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره ولیدل.
ښاغلي پوتین منځني ختیځ ته د یو ورځیني سفر په لړ کې لومړی ابوظبي ته لاړ او د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره یې ولیدل.
محمد بن سلمان له ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره د سعودي او روسیې پر هڅو او همکارۍ ټینګار وکړ.
آیسلنډ افغانستان سره ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د تنظیم د چارو ادارې، اوچا نن وویل، آیسلنډ د افغانستان لپاره د بشري مرستې له بسپنې سره د ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړې ده.
اوچا همداراز وویل چې آیسلنډ د دې پیسو ترڅنګ له ۲۰۲۰ څخه تراوسه پورې د افغانستان د بشري مرستو بسپنې ته ۱۷۵ میلیون کرونا مرسته کړې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې اروپايي اتحادیې د افغانانو په خاطر د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف ته د ۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر ویلي چې ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.
آصف درانی: نیږدې ۴ نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د اکتوبر له پیله تراوسه پورې نژدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ پورې له دغه هېواده ووځي، ګنې په زور به یې وباسي.
اصف دراني پرون (چهارشنبې) په اسلام اباد کې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل، هغو کسانو ته ویل شوي چې له پاکستانه ووځي چې په پاکستان کې«غیرقانوني» اوسیدل او د مهاجرو حیثیت یې نه درلود.
ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اسناد لرونکي افغانان اوسي چې یو میلیون او ۴۰۰ زره یې کډوال دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په شمول ځینو چارواکو ویلي چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم له خپلې خاورې وباسي.