د امریکا په متحدو ایالاتو د سپټمبر د یولسمې تروریستي حملې اسامه بن لادن د نړۍ په سطح د هر کور د بحث موضع کړ او د هغه افراطي اسلامي ډلې له خوا (مقدس جنګ ) یې د یویشتمې پيړۍ د بحثونو د اجنډا سر ته راوست .
په غرب کې یو شمېر اسامه بن لادن ته د یوې شیطانې څيرې په سترګه ګوري او په اسلامي نړۍ کې د القاعده په مشرۍ په سترو تروریستي حملو کې د لسګونو بې ګناه انسانانو په وژلو کې د لاس درلودو په خاطر غندل شوی دی.
یوشمېر مسلمانان اسامه بن لادن د دې لپاره چې د اسلام یي چې د سولې او امن دین دی د خپل سلفي جهاد د اجنډا ګانود پوره کولو لپاره یرغمل کړي دي غندي.
خو یو شمېر مسلمانانو یې ستاینه او هرکلۍ کاوه او هغه ته یې دا داسې چا په سترګه کتل چې د امریکا او هغو عربي دولتونو په ضد یې نه پای ته رسیدونکي جهاد پيل کړی وو، چې د ده له نظره د کفر او الحاد په لور په حرکت کې وو.
اسامه بن لادن په نونس سوه اوه پينځوس کال کې د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی وو.
دی د خپل پلار محمد بن لادن د لسمې ښځې حمیده الاعطاس یوازینۍ زوی وو او د ده تر زیږېدو وروسته یې مور او پلار سره جلا شول.
دی لس کلن وو، چې پلار یې په سعودي عربستان کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شو .
اسامه بن لادن د یوه متعهد وهابي په حیث را لوی شو او په نونس سوه اته شپیته کال کې د ریاض له معتبر ښونځي التګر څخه فارع شو، ده وروسته د ملک عبدالعزیز په پوهنتون کې د ادارې او تجارت په برخه کې زده کړې پيل کړې.
اسامه بن لادن په نونس سوه او نهه نوي کال کې له پوهنتون څخه ووت او په افغانستان کې د شوروي قواوو په وړاندې د جهاد لپاره د فلسطیني سني اسلامي رهبر عبدالله عزام تر قیادت لاندې په جهاد کې شامل شو .
د دې لپاره اسامه بن لادن ډيرکلونه په پيښور کې اوسیدلی دی او په نونس سوه څلور اتیا کال کې یې له عبدالله عزام سره یوځای د مکتب الخدمات په نوم یوه ډله جوړه کړه چې له ټولې نړۍ یې د افغانانو جهاد ته وسلې او پيسې را غونډولې.
څلور کاله وروسته له دې ډلې څخه ووت او د القاعده ګروپ یې تشکیل کړ، په دې ډول د القاعده شبکه په نونس سوه اته اتیا میلادي کال کې د اسامه بن لادن په مشرۍ رامنځ ته شوه .
کله چې د نویمې لسیزې په پای کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په مشرۍ ځواکونو کویټ اشغال کړ او د سعودي شاهي کورنۍ ته یې تهدیدونه پیل کړل اسامه بن لادن له سعودي څخه د دفاع لپاره د خپلو مجاهدینو د مخکې کولو وړاندیز وکړ خو د هغه دا وړاندیز رد شو .
کله چې د امریکا په مرسته د صدام عسکر له سیمې په شا شول اسامه بن لادن د امریکا پر پوځ د سعودي عربستان د اتکا او سعودي ته د امریکايي ځواکونو د ننوتلو غندنه وکړه .
په څو میاشتو کې اسامه بن لادن په غرب او عربي نړۍ حملو ته مخکه کړه او په دې ترڅ کې یې ګڼ شمېر پيژندل شوې، څيرې له منځه یوړې او حملې یې رهبري کړې.
د مثال په ډول په نونس سوه دوه نوي کال کې یې د یمن په ګولد میهورهوټل کې بمي چاودنه وکړه چې ګڼ شمېر تلفات یې درلود.
اسامه بن لادن په نونس سوه دوي نوي کال کې سودان ته تبعید شو او ګمان کیږي چې هلته یې د ملکي کسانو د وژلو لپاره د القاعده شبکې د استدلال د پخولو لپاره کار وکړ .
اسامه بن لادن په نونس سوه شپږ نویم کال کې د مصر، سعودي عربستان، امریکا او نورو هېوادونو د فشارونو په نتیجه کې څلور کاله وروسته له سودان څخه وشړل شو.
له دې سره سم اسامه بن لادن افغانستان ته ولاړ او هلته یې بیا له وسله والو طالبانو سره خپل روابط ټینګ کړل، داسې ګمان کيږي چې په افغانستان کې د استوګنې پرمهال ده د مصر په لوګزور ښار کې ستره حمله پلان کړې وه.
په لوګزورکې په دې حمله کې تر شپیته تنه زیات وژل شوي او ګڼ شمېرنور زخمیان وو .
دا اسامه وو، چې په افغانستان کې یې له وسله والو طالبانو سره د پیسو او نورو منابعو کمکونه کول څو هغوي د خپل افراطي حکومت د کړن لارې عملي کولو ته ادامه ورکړي.
د دې په بدل کې اسامه بن لادن ته دا اختیار ورکړ شوی وو، چې کندهار ته نږدې د ترنک په فارم کې د تروریستانو د روزنې کمپ پرانیزي.
د امریکا متحدو ایالاتو په نونس سوه اته نوي کال کې په کینیا او تنزانیا کې د امریکا په سفارتونو کې په بمي چاودنو کې د لاس درلودو تور ولګاوه.
په دې چاودنو کې لږ تر لږه دوه سوه دوڅلویښت تنه ووژل شول، چې ګڼ شمېر مسلمانان او امریکاییان په کې شامل وو .
په دوه زره څلورم کال کې اسامه بن لادن د سپټمبر د یولسمې د تروریستي حملې مسولیت واخیست چې لږ تر لږه درې زره تنه په کې ووژل شول.
له دې جملې سره د اسامه بن لادن دا هدف ترسره شو، چې غوښتل یې اسلامي وسله وال تحریک کړي او د مسلمانانو او غیر مسلمانانو ترمنځ د هغې لانجې اور سور شي چې یو شمېر خلک یې د تمدنونو ټکر بولي .