د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۱

ولې افغان پیلوټ اته تنه امریکايان ووژل؟


محمد بهادر رییس خیل وایي، حمله کوونکي د هوایي ځواک په ادارې ریاست کې کارکاوه.
محمد بهادر رییس خیل وایي، حمله کوونکي د هوایي ځواک په ادارې ریاست کې کارکاوه.
د چهارشنبې د ورځې حمله چې د افغان هوایي ځواک یوه ۴۵ کلن پخواني پیلوټ وکړه، د افغانستان په لس کلنې جګړې کې تر ټولو ناوړه حمله بلل شوېده.

ناټو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي، څېړنې جریان لري او په حملې کی د طالبانو د دخالت احتمال هم بیخې نه ردوي.

په حملې کې د امریکایي روزونکو په وژنې سره د ناټو د هغو هلو ځلو په اړه نوې پوښتنې پيدا شوي، چې غواړي افغان پوځ او پولیس وروزي تر څو له ۲۰۱۴ کال وورسته د امنیتي چارو مسولیتونه په غاړه واخلي.

طالبان او نور مخالفان زیار باسي، چې د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو لیکو ته ننوځي او له داخل څخه په نړیوالو ځواکونو حملې وکړې. دې مسالې له ناټو او افغان پوځيانو سره اندیښنې پیدا کړې دې.

فرانسپرس لیکي، په څو مواردو کې د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو غړیو په بهرنیانو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.

د چهارشنبې د ورځې حمله کونکي په متقابلو ډزو کې وژل شوی او د حملې انګېزه یې نه ده معلومه شوې.

د افغانستان د هوایي ځواک د مطبوعاتي دفتر مسول ډګروال محمد بهادر رییس خیل وایي، حمله کوونکي د هوایي ځواک په ادارې ریاست کې کارکاوه.

یوه افغان چارواکی چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې، فرانسپرس اژانس ته ویلي، حمله کوونکی د کابل د یوې درنې او محترمې کورنۍ غړی و او دا عمل یې د یوه مخالفت له وجې کړی او تروریستي عمل نه و.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا یو لک او دېرش زره نړیوال عسکر په افغانستان کې دېره دي، چې اکثریت یې امریکایان دي او افغان ځواکونه د کابل امنیت ساتي.
XS
SM
MD
LG