رپوټونه وايي، چې د ځمکې په مخ د استوګنو انسانانو شمېر به ډير ژر ۷ میلیاردو ته ورسیږي. اوس پوښتنه دا ده چې د انسانانو او د ځمکې پرمخ د نورو موجوداتو د شمېر تناسب څنګه دی؟
البته پوهان له دې نظریې سره مخالفت لري، چې وايي د انسانانو شمېر د ځمکې پرمخ د میږیانو تر شمېر زیات شوی دی.
د امریکا د هاروارد پوهنتون ښوونکی او ساینس پوه ادوارد . او . ویلسن اوس مهال د میږیانو د ژوند په اړه تحقیق کوي او وايي، چې ښايي د ځمکې پرمخ د میږیانو شمېر د لس زره تریلیونه په شاوخوا کې وي .
په دې ډول سړي سر، یو میلیون میږیان په ځمکه ژوند کوي، اوس تاسې فکر وکړي چې، ستاسې د کورنۍ د هر غړې په تناسب موجود میږیان ستاسې په اشپزخانه کې راغونډ شي نو څه حال به وي .
تر اوسه داسې نه دي شوي چې میږیانو به داسې ستره حمله کړې وي خو انسانانو په وار وار داسې کړي دي چې د میږیانو پر کورونو یې حملې کړې او خپلو اشپزخانو ته یې راوړي دي.
د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې خلک له میږیانو خوندور خواړه پخیږي او خلک یې خوښوي .
ایا تاسې ته کله هم دا سوال پيدا شوې، چې انسانان به په یوه کال کې څومره څاروي وژني او خوري؟
رپوټونه وايي، چې یوازې په ۲۰۰۹ کال کې انسانانو لږ تر لږه یومیلیون او ۷۰۰ زره اوښان ، ۲۴ میلیونه میښې ، ۲۹۳ میلیونه غواوې ، ۵۱۸ میلیونه پسونه ، ۶۳۳ میلیونه پیل مرغان او میلیونونه هیلۍ ، چرګان او داسې نور ژويي وژلي او خوړلي دي.
اوس تاسې خپله دې ته پام وکړي او فکر وکړئ، چې څومرې میوې ، ترکاري ، کبان او خزنده ګان به په یوه کال کې په اشپزخانو کې پاخه شوي او خوړل شوي وي .