یو شمېر دیني عالمانو چې په کابل کې په یوه کنفرانس کې راټول شوي وو، د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره په جګړه کې له ښکیلو خواوو وغوښتل شول چې جګړه بنده کړي او سولې ته مخه کړي.
(د اسلام له نظره سوله) په نوم په دغه کنفرانس کې چې د افغانستان علمي او اسلامي تحقیقاتو د مرکز له خوا جوړ شوی و، په لسګونو دیني عالمانو او پوهانو ګډون کړی و او د سولې په اړه په کې بحث وشو.
د کنفرانس د ګډونوالو له خوا په یوه یوولس ماده یي پریکړه لیک کې همداراز په دې ټینګار شوی و، چې د سیمې او نړۍ استخبارات دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي. پریکړه لیک د علمي او اسلامي تحقیقاتو د مرکز د یوه مسوول شمس الرحمن فروتن له خوا ولوستل شو، چې په یوې برخه کې یې راغلي وو:
لاسوهنې
″له دولت، مخالفینو، له دوستو او همکارو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غواړو، چې د جګړې د دواړ خواو ترمنځ مستقیمو غونډو ته زمینه مساعده کړي.
سولې ته درسیدو لپاره باید د دولت او مخالفینو ترمنځ سملاسي اوربند وشي. د سیمې او نړۍ استخبارات او مداخله کوونکي هیوادونه باید د افغانستان په چارو په ځانګړې توګه د سولې په پروسې کې له لاسوهنې لاس واخلي.″
په کنفرانس کې د تاجکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز یوه غړي عبدالله رهنما هم خبرې وکړې. ښاغلی رهنماپه دې وغږیده، چې د پخواني شوروي له سقوط وروسته یې څرنګه په هیواد کې د دولت او د مخالفینو ترمنځ شخړه په سوله واوښتله.
د هغه په نظر په ۱۹۹۰ کلونو کې د تاجکستان جمهور رییس او د دې هیواد د اسلامي نهضت مشر عبدالله نوري دواړو وروسته له هغې سولې ته غاړه کیښودله چې پوه شول، په جګړې کې د دوی او د هیواد موجودیت یې په خطر کې دی.
رهنما وویل، تر څو چې په افغانستان کې هم د جګړې مخکښان دې نتیجې ته نه وي رسیدلي چې په جګړې کې یې زیان دی، د سولې راتګ ستونزمن دی:
″تر څو پورې چې خپله رهبران، هغه رهبران چې د چارو واګې په لاس کې لري، دې نتیجې ته ونه رسیږي، چې په سوله کې یې ګټې دي او په سوله کې یې پروګرامونه تامین کیدای شي، هغوی به سولې ته مایل نه شي. کله چې دوی خپلې ګټې په ناارامي کې وویني هغوی به له سولې سره لیوالتیا ونه ښيي.″
په افغانستان کې یو شمېر نور کارپوهان هم په دې ټنیګار کوي، چې په دې هیواد کې د سولې راوستلو لپاره په جګړې کې د ښکیلو خواو ترمنځ مخامخ خبرې مهمې دي.
که څه هم په دې وروستیو کې یو شمیر افغان چارواکو او د سولې د عالي شورا غړو ادعا وکړه، چې د وسلوالو مخالفینو له یو شمېر مشرانو سره د خبرو اترو لپاره اړیکې ټینګې شوي دي، خو تراوسه پورې د وسلوالو مخالفینو په ځانګړې توګه طالبانو له خوا د خبرو اترو لپاره په ښکاره توګه کوم عملي اقدام نه دی لیدل شوی.

په دې هیواد کې د سولې راوستلو لپاره په جګړې کې د ښکیلو خواو ترمنځ مخامخ خبرې مهمې دي.
کارپوهان