د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د طالب او پاکستاني ځواکونو جګړه؛ دواړو لوریو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


ارشیف: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې سرحدي سیمې انځور
ارشیف: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې سرحدي سیمې انځور

د طالبانو حکومت د پکتیا ولایت په امنیه قومندانۍ کې یوه سرچینه وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې له پاکستاني پوځیانو سره د طالبانو په پرونۍ جګړه کې د دوی یو کس وژل شوی او اووه نور تپیان دي.

نوموړي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، مرګ‌ژوبله د ځاځي اریوب په جګړه کې اوښتې او د ډنډ پټان جګړه مرګ‌ژوبله نه لري.

دا سرچینه وايي، جګړه پرون پیل شوې وه او تر نن سهاره روانه وه.

دغه سرچیني پاکستاني اړخ ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو په پاکستان کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه د پاکستاني سرچینو په حواله په یو بیان کې لیکلي چې د طالبانو د توپ یوه مرمۍ په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو په سرحدي پوسته لګېدلې چې له امله یې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

نوموړي بیا لیکلي چې دا جګړه له تېرو درېیو ورځو راهیسي په وقفي ډول روانه ده.

طاهر خان دا هم لیکلي چې د جګړې له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د خرلاچي دروازه هم تړل شوې او د خلاصولو لپاره یې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې هم بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د خرلاچي دروازې یوه څنډه
د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د خرلاچي دروازې یوه څنډه

طاهر خان زیاته کړې چې طالب لوري د خرلاچي دروازې د خلاصېدو او پاکستاني اړخ د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم تاييدوي چې د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته روانه ده چې سپکې او درنې وسلې هم په کې کارول کېږي.

د سیمې یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان له لوري ړانده توپونه د خلکو په کورونو ویشتل کېږي، خو دغه سرچینې د ولسي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "کرښې ته نږدې کورونه نورو سیمو ته کډه شوي دي. په سیمه کې سخته وېره خپره ده، حالات اضطراري دي، سرتېري ځای پرځای شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي او جګړه بس شي."

د پکتیا د ډنډ پټان یو اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "جګړه روانه ده، د پاکستان هاوانونه او توپونه په کلیو او د خلکو په کورونو لګېږي، جګړه د درنو وسلو ده، توپونه او لویې وسلې کارول کېږي. لسګونه کورنۍ د جګړې له سیمې نورو سیمو ته کډه شوي دي او جګړه لا هم روانه ده."

که څه هم په رسمي ډول د دغو نښتو د پیلیدو لامل نه دی معلوم، خو د پکتیا په امنیه قومندانۍ کې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې جګړه وروسته له پیل شوه چې د عمر په نوم د دوی په یوې امنیتي پوستې پاکستاني پوځیانو ډزې وکړې.

خو پاکستاني خبریال طاهرخان بیا د پاکستاني سرچینو په حواله طالب ځواکونه د دې نښتې په پیلېدو تورن کړي دي.

تر دې نښتې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ هوايي حمله هم کړې وه.

که څه هم د دغه هوايي برید په اړه طالبانو او پاکستان په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو یو شمېر پاکستاني سرچینو وړاندې تر دې ویلي وو چې په دې هوايي حمله کې یې د "ټي‌ټي‌پي" یا پاکستاني طالبانو غړي په نښه کړي وو.

پاکستان چاارواکي په دې وروستیو کې په خورا تُنده لهجه تور لګوي چې د افغانستان خاوره د "ټي‌ټي‌پي" وسله‌والو له‌خوا د بریدونو لپاره کارول کېږي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت یې ردوي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله وال غړي

د تېر میلادي کال په وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ دا ادعا هم وکړه چې د طالبانو په حکومت کې یو شمېر قوماندانان د تحریک طالبان پاکستان له غړو ملاتړ کوي او هغوی ته یې د وسلو په ګډون خوندي ځایونه هم ورکړي دي.

خو د طالبانو حکومت یې دا ادعا رد کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG