د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

"ټي‌ټي‌پي" سره د مذاکراتو ردول؛ بلوچ: طالبان دې د ترهګرو پر وړاندې بېړنی اقدام وکړي


د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد نه غواړي له پاکستاني طالبانو یا "ټي‌ټي‌پي" سره خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له ټینکار سره سره له پاکستاني طالبانو یا "ټي‌ټي‌پي" سره هر ډول مذاکرات رد کړل.

د دې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ د مارچ به څلورمه په خپله اوونیزه ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې رسنیو ته ویلي چې دغه هېواد به د "ټي‌ټي‌پي" په ګډون له ټولو وسله‌والو ډلو سره جګړه کوي او ماتې به ورکوي.

اغلې بلوچ وویل، پاکستان په افغانستان کې له واکمنو طالب چارواکو هیله لري چې په یاد هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرتابه پر وړاندې چې په پاکستان کې بریدونه کوي، عاجل اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره داسې مهال کوي چې دوه ورځې مخکې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، پاکستان دې له "ټي‌ټي‌پي" سره د جګړې پر ځای خبرې وکړي.

نوموړي ویلي: "جنګونه موږ لیدلي، جنګونه کوڼدې او یتمیان پیدا کوي، جنګونه نظامونه ړنګوي او جنګونه وطن ورانوي او اقتصاد یې له‌منځه وړي، په خپل منځ کې سره جوړ شئ او مذاکرات وکړئ."

د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد تر منځ په ۲۰۲۲م میلادي کال کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د سولې خبرې وشوې، خو له یو لنډ مهالي اوربند پرته دې خبرو ځانګړې پایله ورنه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو بریدونه زیات شوي، هغه وسله‌واله ډله چې د پاکستان په ګومان په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته خوندي ځایونه ورکړي دي.

پاکستان په وار وار په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د دغې ډلې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې، خو طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان نه وراچوي او د خپلې ناامنۍ رېښې دې په کور کې ولټوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG