د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

د داعش د بریدونو دوام؛ سیګار د ترهګرو په ځاله د افغانستان پر بدلېدو اندېښنه وښوده


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر وايي، د داعش د خراسان څانګې د حملو دوام په دې اړه اندېښنې زېږوي چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځالې بدل شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره دامریکا د سرمفتش دفتر وايي، د داعش د خراسان څانګې د حملو زیاتېدا په نړۍ کې ګواښونه ډېروي.

سیګار د متحدو ایالتونو کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې داعش په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان، روسیې، ایران، پاکستان او ترکیې کې بریدونه کړي دي.

سیګار د خپل راپور په دوام کې د مسکو په لمنه کې د کنسرت پر هال د مارچ د دوه ویشتمې نېټې خونړي برید ته اشاره کوي چې مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې په غاړه واخیست.

په دې برید کې لږترلږه ۱۴۴ تنه ووژل شول.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر ویلي چې داعش د تاجکستان په شمول د منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباع جذب کړي، خو له دې سره سره تر اوسه څرګنده نه ده چې هغه کسان، چې د مسکو د کنسرت پر هال یې برید وکړ، په افغانستان کې روزل شوي وو او یا له افغانستانه ورسره ملاتړ کېده او که نه.

د امریکا سینټکام یا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کورېلا د مارچ میاشتې په لومړیو کې د سناجرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته ویلي وو چې د داعش د خراسان څانګه ممکن په څه کم شپږو میاشتو کې له افغانستانه دباندې هدفونه په نخښه کړي.

د امریکا سینټکام یا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کورېلا
د امریکا سینټکام یا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کورېلا

هغه ویلي: "د داعش د خراسان څانګې هدفونه په واضح ډول له افغانستانه وړاندې تللي او نړیوال شوي دي. مخکې یې په پاکستان او د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې حملې کړي او په وروستیو کلونو کې مو ولیدل چې په تدریج خپل ظرفیت له افغانستانه دباندې د تهدید د رامنځته کولو لپاره پراخوي."

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي په اپرېل میاشت کې له اې‌بي‌سي سره په مرکه کې د داعش خراسان څانګه یو ستر ګواښ وباله، ویې ویل چې دا ډله له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پیاوړې شوې ده.

طالبان بیا ادعا کوي چې داعش یې په افغانستان کې ځپلی او نور دا ډله نه شته.

د ملګروملتونو امنیت شورا د تېر کال په اعلامیه کې ویلي و چې په افغانستان کې د داعش د جګړه مارو او د هغو د کورنیو د غړیو شمېر د ۴ زره او ۶۰ زره ترمنځ اټکلېږي.

سیګار د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ډلې په قول ویلي، داسي ښکاري چې د داعش پر ضد د طالبانو هڅې تر ډېره د هغو ګواښونو په اړه دي چې دا ډله یې په خپله طالبانو ته پېښوي.

د طالبانو له واک ته رسیدو په راوروسته نژدې درېیو کلونو کې داعش په افغانستان کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه راپور کې ویلي چې په تېرو درو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو په نتیجه کې ۳۶ ملکیان وژل شوي او ۱۱۸ نور ژوبل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG