د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د افغانستان د پولې په اوږد کې د روسیې او تاجکستان د ګډو پوځي تمریناتو پیل


د افغانستان پولې ته څېرمه یو شمېر تاجکستاني ځواکونه - ارشیف
د افغانستان پولې ته څېرمه یو شمېر تاجکستاني ځواکونه - ارشیف

د روسيې د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد او تاجکستاني پوځيانو د تاجکستان په خاوره کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د مبارزې او د پولو د ساتنې لپاره ګډ پوځي تمرينات پيل کړي دي.

د راپورونو په اساس، دا تمرینونه د اپرېل له ۱۵دوشنبې پیل او تر اتلسمې یعنې پنجشنبې دوام کوي؛ هدف یې د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دغو دواړو هېوادونو د ځواکونو د چمتووالي ارزول دي.

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو تمرينونو کې د روسيې پوځيانو په ځانګړې توګه په تاجکستان کې مستقر روسي ځواکونو د ۲۰۱ پوځي اډې پرسونل، غرنیز واحدونه، زغره وال، توپخانې، کشفي واحدونه د Mi-24 بریدګرو څرخي الوتکو او د ترانسپورتي الوتکو پرسونل شامل دي.

روسیې او تاجکستان په داسې حال کې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د روان کال د مارچ په ۲۲ په مسکو کې د کنسرتونو پر یوه تالار خونړی برید وشو.

په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول. اسلامي دولت یا داعش ډلې د برید پړه پر غاړه واخیسته.

روسي چارواکو له دې برید سره د تړاو په تور د ۱۱ کسانو د نیولو اعلان وکړ چې په کې د دوی په خبره د دغه برید څلور اصلي عاملین هم شامل دي چې د تاجکستان اتباع دي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستاني ځواکونو یو څارونکی برج
د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستاني ځواکونو یو څارونکی برج

د رویټرز د راپور له مخې، په تاجکستان کې هم په دې اړه پراخې پلټنې وشوې او د تاجکستان د چارواکو په وینا، په مسکو کې د خونړي برید په تړاو ۹ کسان د تاجکستان په خاوره کې نیول شوي.

د ازادي راډیو د تاجکستان د څانګې خبریال کیومرث عطا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم د روسیې او تاجکستان د ځواکونو تر منځ دغه ګډ تمرینونه ظاهراً له مخکې پلان شوي وو، خو روسیه او تاجکستان د امو سیند په بله غاړه کې د وسله والو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي:

" په دغو تمرینونو کې تاجکستان او روسیه د سخت دریځو ډلو، وسله والو او ورانکارو په وړاندې مبارزه زده کوي. دا تمرینونه له افغانستان سره پولې ته څېرمه ترسره کېږي، ځکه د تمرینونو ډګر د تاجکستان په جنوب کې له ګاونډي هېواد افغانستان سره په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی. البته، چارواکي د دا ډول تمریناتو په ترڅ کې هیڅکله د افغانستان یادونه نه کوي، مګر دا پټه نه ده چې د امو سیند له بلې غاړې څخه د احتمالي خطرونو او د تاجک جنګیالیو په ګډون د وسله والو د موجودیت په اړه خبرې کیږي."

د طالبانو حکومت بیا مخکې هم ډاډ ورکړی چې د دوی په خبره،د افغانستان په خاوره کې وسله والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او له دې هېواده بل چاته ګواښ نه دی متوجه.

تر اوسه پورې د روسیې او تاجکستان ځواکونو څو ځله ورته ګډ پوځي تمرینونه کړي او یو له دغو ورته تمرینو د ۲۰۲۱ کال په مني کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو لږ وروسته ترسره شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG