د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

ډیلي کې د شانګهای سازمان غونډه؛ افغانستان يې هم د اجنډا برخه ده


په هند کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې انځور. 05.05.2023
په هند کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې انځور. 05.05.2023

نوې ډیلي به سبا سې شنبې د امن یا سیکیور په نوم د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې کوربه وي.

دا به له ۲۰۱۷ م کال راهیسې چې هند له پاکستان سره په ګډه د دې سازمان د بشپړ غړي په توګه منل شوی، اول وار وي چې دا هېواد د دې سازمان د سرمشریزې کوربه‌توب کوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي به د دې سرمشریزې مشري کوي چې د نورو مشرانو ترڅنګ یې خپل سیال د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته هم په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ تایید کړه چې، شریف به په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

پر پاکستان او هند سربېره چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې د دې هېواد د روان وضعیت په اړه تل اندېښنې څرګندې کړي، د شانګهای د همکارۍ د سازمان نور غړي هم د افغانستان روان وضعیت ته اندېښمن دي.

افغانستان چې د دې سازمان څارونکی غړی دی، تل د دې سازمان د غونډو او سرمشریزو په اجنډا کې د بحث یوه مهمه موضوع وه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې به د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وشي.

د دې سازمان اکثره غړي چې پنځه یې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر دې هېواد واکمن شوي، د دې هېواد روان بشري، سیاسي او امنیتي وضعیت ته اندېښمن دي.

په تېره د دې سازمان د منځنۍ اسیا غړي هېوادونه، تاجکستان، ازبکستان قرغزستان او قزاقستان اندېښنه لري چې سخت دریځې له هغه ځایه د دوی هېوادونو ته مخه ونه وکړي.

خو طالب چارواکو تل دغه اندېښنې بې ځایه بللي او ډاډ یې ورکړی چې د نورو د بې ثباتۍ لپاره به د افغانستان له خاورې هیڅکله کار وانه‌خیستل شي.

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د منځنۍ اسیا احتمالي بې ثباتي هم د شانګهای د سازمان د غړیو هېوادونو یوه ستره امنیتي اندېښنه بلل کېږي.

که څه هم په ۲۰۱۸ م کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان د تماس ډلې په رامنځته کولو سره د دې هېواد د ستونزو د هواري لپاره یو اقدام وکړ، خو واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د دې سازمان په غونډو او سرمشریزو کې د افغانستان څوکۍ خالي ده.

د نوي ډیلې سرمشریزې ته هم د طالبانو د حکومت چې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، استازي نه‌دي بلل شوي.

د نوي ډیلي په کوربه‌توب دا سرمشریزه له دې پلوه هم مهمه ده چې ایران چې تر دا وروستیو پورې یې د څارونکي موقف درلود، په دې سرمشریزه کې رسماً د دې سازمان بشپړ غړیتوب حاصلوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې بنسټ یې د شانګهای په نوم پنځو هېوادونو د ایرو اسیا په سیمه کې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطیت سره د مبارزې په هدف ایښی، په ۲۰۰۱ کال یې خپل نوم نوي ته بدل کړ چې غړیتوب ته په پراختیا ورکولو سره یې د اقتصاد او سوداګرۍ په ګډون پراخه اجنډا خپله کړې ده.

په اوس وخت کې چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان پاکستان او هند د دې سازمان بشپړ غړي دي او ایران به یې هم په دې سرمشریزه کې د نهم بشپړ غړي په توګه ومنل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG