د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

مسکو ناسته؛ کابلوف: د افغانستان ټولګډونه حکومت، نشه‌يي توکي او ترهګرۍ سره مبارزه یې د بحث مهم موارد دي


د افغانستان لپاره د روسي ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسي ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، په افغانستان کې ټولګډونه حکومت او له نشه‌يي موادو او ترهګرۍ سره مبارزه د مسکو فارمټ شپږمې ناستې د اجنډا مهم ټکي دي.

ټاکل شوې دغه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې د طالبانو په ګډون ترسره شي.

ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې په دغه ناسته کې به د سیمې هېوادونه په هغه مواردو هم بحث وکړي چې اوس یې اړتیا لیدل کېږي.

د کابلوف په خبره، په دې به هم خبري وشي چې طالبان څنګه خپلو مکلفیتونو ته متوجه شي.

خو د چارو یو شمېر پوهان او پخواني افغان ډیپلوماتان بیا د دغه ډول ناستو په اړه ویشلي نظرونه لري.

په روسیه کې پخواني افغان ډیپلومات غوث جانباز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، روسیه د دغه ډول ناستو په ترسره کولو سره غواړي د افغانستان په سیاست کې ځان فعاله وساتي.

هغه وویل: "روسیه په دې توګه غواړي د افغانستان په سیاسي پروسه کې ځان فعاله وښي تر څو له مسایلو بېرته پاتې نه شي، له طالبانو سره خپله سیاسي راشه درشه وساتي او کوښښ به وکړي چې طالبان د منطقې په محور کې او د منطقې د اړیکو په اجنډا کې له ځان سره وساتي."

د جانباز په خبره، د دې ناستې بل هدف د سیمې په کچه د ټیکاو رامنځته کول دي.

په روسیه کې بل افغان شنونکی شیر حسن حسن بیا په دې باور دی چې روسیه او د سیمې هېوادونه د دغه ناستې له لارې غواړي له طالبانو سره د ترهګرۍ په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم روسیه د دې په لټه کې ده چې له افغانستان او د افغانستان له لارې مرکزي اسیا هېوادونو ته چې د تروریزم او افراطیت ځینې فعالیتونه متوجې دي ځان باخبره کړي."

سره له دې چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د بهرینو چارو وزارت ویاندویانو یې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۱۵مه په خپل ایکس پاڼه لیکلي وو چې په کابل کې د روسیې سفیر 'دیمیتري ژیرنوف' د امیر خان متقي سره لیدلي او هغه ته یې د مسکو فارمټ د ناستې بلنلیک ورسپارلی.

د طالبانو حکمومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم هغه مهال رسنیو ته ته ویلي، په هره هغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه خبرې کېږي، د دوی حضور مهم دی.

د مسکو فارمټ دغه شپږمه ناستې کې به د طالبانو په ګډون روسیه، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي.

د ویلو ده د مسکو فارمټ د غونډو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې دوې غونډې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د طالبانو د حکومت د بیا واکمنۍ له پيله کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG