د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

نړۍ

بلېکین: حماس دې اوربند قبول او اسراییلي یرغمل ژر ازاد کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین په سعودي کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین په سعودي کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین له حماس څخه وغوښتل چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل وړاندیز سمدستي ومني او اسراییلي یرغمل ازاد کړي.

ټاکل شوې وه چې د حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، مرکچیان نن دوشنبې د مصر په پلازمېنه قاهره کې له قطري او مصري مینځګړیو سره وګوري ترڅو د اسراییل د هغه اوربند وړاندیز ته چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې وړاندې کړی او په څو مرحلو کې تطبیق کیږي، خپل ځواب ووایي.

بلیکین چې په ریاض کې یې خبرې کولې وویل، حماس اوس یوداسې وړاندیز لري چې د ده په خبره د اسراییل له لوري ډېر سخاوتمندانه دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د ایران پر انرژۍ د عراق د اتکا کمېدو د هڅو هرکلی وکړ

د عراق د انرژۍ د پياوړتیا هڅې
د عراق د انرژۍ د پياوړتیا هڅې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په انرژۍ د عراق د اتکا د کمېدو لپاره د عراق د حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټیل پرون (پنجشنبې) دا هرکلی عراق ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار جیفري پایټ د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړ.

ښاغلي پاټیل وویل، جیفري پایټ د خپل سفر په لړ کې د عراق حکومت وهڅاوه چې د انرژۍ په برخه کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره په خپلو اصولي پروګرامونو کې د کردستان د کورواکې سیمې له ګازو کار واخلي.

عراق حاضردمه په درو کې یوه برخه ګاز له ایران څخه واردوي خو هڅه کوي چې د ایران په برښنا او ګازو اتکا پای ته ورسوي.

د بایډن د پرېکړې مخالفت؛ د امریکا استازو جرګې اسراییل ته د وسلو لېږل تصویب کړل

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د استازو جرګې پرون (پنجشنبې) د رایو په اکثریت د بایډن د غوښتنې خلاف اسراییل ته د وسلو لېږل تصویب کړل.

دا پرېکړه، پر قانون د بدلېدو چانس نه لري خو تر ډېره د غزې د جګړې په وړاندې د جو بایډن له پالیسۍ سره په مخالفت کې د جمهوریپال ګوند له لوري یو سمبولیک اقدام دی.

د استازو جرګې اکثریت د جمهوریپالو په لاس کې دی.

جمهوریپال وايي چې بایدن حق نه لري چې په غزه کې د اسراییل په پوځي اقداماتو کې لاسوهنه وکړي.

خو د استازو جرګې دیموکرات مشران دا لایحه په بهرنۍ پالېسۍکې د ولسمشر له واک سره په ټکر کې بولي.

پاکستان د زینبون په نوم د ملېشه ډلې د ۲ وسله والو د وژلو خبر ورکړ

د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه
د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه

د پاکستان د سند ایالت له تروریزم سره د مبارزې پولیس وايي چې په کراچۍ کې یې د زینبیون د ملېشه ډلې دوه وسله وال غړي نیولي دي.

د سند ایالت له تروریزم سره د مبارزې د پولیسو مشر اصف اعجاز شیخ پرون (پنجشنبې) په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، دواړه نیول شوي کسان په ایران کې روزل شوي او د ایران د استخباراتو په امر یې په کراچۍ کې د یوې مخالفې مذهبي ډلې پر علماوو او غړیو بریدونه کړي دي.

ده د نیول شویو کسانو نومونه وقار عباس او حسین اکبر وښودل او ویې ویل، دوی چې د بُلتستان د ګلګت د سیمې اوسیدونکي دي، د تېر کال له سپټمبر څخه د سږ کال د فبرورۍ تر ۲۱ پورې په کراچۍ کې ۱۷ دیني عالمان په ډزو وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د فلسطین ولسمشر: له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس
د فلسطین ولسمشر محمود عباس

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي، هغسې چې تمه کېده، دوی له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

عباس نن د عربي اتحادیې په یوه سرمشریزه کې د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د اسراییل دفاع وزیر نن ویلي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې به په ځمکنیو پوځي عملیاتو کې د اسراییل نور سرتېري هم برخه واخلي.

د یوآف ګالانت په وینا، دغه عملیات به حماس ډله ختمه کړي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یو ترویستي سازمان ګڼي.

اسراییل له نړیوالو انتقادونو سره سره په رفح ښار کې چې تر یو میلیون زیاتو فلسطینیانو هلته له نورو برخو پناه وروړې ده، پوځي عملیات پیل کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله.

پاشنیان نن د کابینې په غونډه کې دا موافقه یوه لویه بریا وبلله.

په همدې حال کې په لسګونو مظاهره‌چیان چې د دې موافقې مخالف وو، له حکومتي ودانۍ دباندې راټول شوي وو چې پولیسو یې د تیک و پرک کولو هڅه وکړه.

ارمنستان او اذربایجان په ډسمبر میاشت کې د سولې پر تړون سلا وکړه، خو د ارمنستان ګڼ هغه وګړي یې مخالفت کوي چې لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ ته څېرمه پراته دي.

اذربایجان تېر میلادي کال د نګرنو قره‌باغ د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات وکړل چې بالاخره یې په دې بېلتونپاله سیمه کې په خټه د ارمنانو د درېیو لسیزو کورواکي ختمه کړه.

د اوکراين په پلازمېنه او نورو سيمو کې د هوايي بريدونو خبرداری ورکړل شوی

اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور
اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراين په پلازمېنه کیيف ښار او د دغه هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې نن سهار وختي د هوايي بريدونو خبرداری ورکړل شو.

د اوکراين د هوايي ځواک له خبرداري سره سم د روسي ځواکونو له خوا د باليستيکي توغنديو خطر شته او دغو بريدونو په پرله‌پسې توګه د اوکراين په بېلابېلو سيمو کې ملکي وګړي په نښه کړي چې په نتيجه کې يې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو ته ډېر زیان رسېدلی دی.

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو خبر ورکړی چې پرون د مې۱۵مه د نیپرو په سیمه کې د روسي ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي.

پوتین په دوه ورځني رسمي سفر چین ته رسېدلی

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیالي ولسمشر شي جين پېنګ د چین د امنیتي ګارډ د کتنې پر مهال
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیالي ولسمشر شي جين پېنګ د چین د امنیتي ګارډ د کتنې پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته په دوه ورځني رسمي سفر نن سهار بېجنګ ته ورسېد.

چین ته د پوتین دا سفر په داسې حال کې کېږي چې روسیه د اوکراین تر برید وروسته په اقتصادي لحاظ پر چین ډېره تکیه کوي.

تمه ده چې پوتین نن له خپل چینايي سیال سره وویني.

پوتین چینايي رسنیو ته ویلي، کرملین د اوکراین د شخړې په اړه خبرو ته چمتو دی، خو د ده په وینا هر ډول خبرې باید د روسیې د ګټو په ګډون د ټولو ښکېلو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي.

اروپایي ټولنې په ارزګان کې د دوو ماین پاکانو پر وژل کېدو خواشینې ښودلې

ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو ماین پاک د ماینونو د پاکولو پر مهال
ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو ماین پاک د ماینونو د پاکولو پر مهال

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر په ارزګان ولایت کې د هلوټرسټ د موسسې د دوو ماین پاکانو پر وژل کېدو خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی د نورو د ساتنې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دې دفتر پرون چهارشنبې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر دې مخکې د هلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د دې ادارې دوو تنو ماین پاکانو د شنبې په ورځ په ترینکوټ کې هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ناچاودو ماینونو په پاکولو بوخت وو او یو ماین پرې وچاودېد.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه چاودنه کې یو ماین پاکوونکی ځای پرځای ووژل شوی او بل چې سخت ټپي شوی و، روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

هلروټرسټ د افغانستان په ګډون په دېرشو هېوادونو کې د ماین پاکۍ فعالیتونه ترسره کوي.

ماینونه او نورې ناچاودې وسیلې په افغانستان کې تراوسه د خلکو ژوند اخلي.

د عربي هېوادونو مشران په بحرین کې غونډه کوي

د عرب لیګ هېوادونو بیرغونه
د عرب لیګ هېوادونو بیرغونه

د عربي هېوادونو مشران نن پنجشنبې په بحرین کې داسې مهال جرګه کېږي چې په غزه کې جګړه روانه ده او د اوربند څرک نه لګېږي.

پرون چهارشنبې د بحرین پلازمېنې ماناما ته چېرې چې د عرب لیګ د ۲۲ غړیو هېوادونو بیرغونه ځړېدلې وو، د عربي هېوادونو د مشرانو او چارواکو ورتګ روان و.

دا لومړی ځل دی چې د عرب لیګ مشران د نومبر په میاشت کې د ګاونډي سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د کنفرانس تر فوق العاده سرمشریزې وروسته، په یوه غونډه کې سره راټولېږي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې په هغه سرمشریزه کې مشرانو په غزه کې د اسراییلي ځواکونو اقدامات غندلي او هغه یې وحشیانه بللي وو، خو له دې یې ډډه وکړه چې د اسراییل پر وړاندې د اقتصادي او سیاسي سزاګانو لپاره اقدامات وکړي.

د چمن پرلتوالو له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې

د چمن د ر وان پرلت یوه څنډه
د چمن د ر وان پرلت یوه څنډه

د بلوچستان ایالت د چمن پرلتوالو پرون چهارشنبې د خپلې جرګې په لومړۍ ورځ له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې.

په چمن کې له تېرو ۲۰۹ ورځو راهیسي زرګونه کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط په اعتراض کې پرلت ته دوام ورکوي.

دوی وايي چې د پخوا په شان دې په تذکرې او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د دوی له دې غوښتنې سره موافقه نه کوي.

پرلتوالو د دې لپاره چې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومني، له پرون څخه جرګه رابللې څو دوی ته داسي حللار وړاندیز کړي چې د پاکستان حکومت د خپل دریځ بدلولو ته اړ باسي.

د جرګې یوه مشر مولانا حافظ محمد یوسف پرون رسنیو ته وویل چې جرګه به داسي تګلاره وړاندیز کړي چې د پاکستان له حکومت سره د چمن د زرګونو خلکو ستونزه پرې حل شي.

ټاکل شوې ده چې جرګه نن او سبا هم دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG