د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د افغانستان ځینو سیمو کې درنې واورې او بارانونه؛ ایا د وچکالي د زیانونو کمولو کې مرسته کولی شي؟


ارشیف: په ارزګان کې د وچکالۍ له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ارشیف: په ارزګان کې د وچکالۍ له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

که څه هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې درنو واورو او بارانونو خلک په سږني کال کې د اوبو د سرچینو زیاتېدو ته هیله‌من کړي، خو د چاپېریال ساتنې کارپوهان اټکل کوي چې د دې وریاوو اغېز په لنډ مهال کې له منځه ځي.

افغانستان د نړۍ په هغه سیمه کې پروت دی چې له ډېرو پخوا کلونو راهیسې وچکالیو ځپلې ده.

په تېره د هېواد د لوېدیځ او جنوب لوېدیځو سیمو خلک د پرله‌پسې وچکالیو له کبله سخت زیانمن شوي دي.

په دې ولایتونو کې داسې سیمې هم شته چې خلک یې د اوبو د نشتوالي له وجې د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي ځکه هلته نه د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه شته او نه د څاریو د ژوندي پاتې کېدو لپاره.

په کرکېله د ولاړ افغانستان ځمکې اوبه غواړي، خو د وچکالیو له کبله نه آبي ځمکې خړوبېږي نه للمي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د وچکالۍ کچه ۳۹ سلنه وه خو په ۲۰۲۲ کال کې دا کچه ۶۴ سلنې ته ورسېده.

فراه او نیمروز هغه ولایتونه دي چې د راپورونو له مخې له ځینو سیمو څخه یې خلک ځکه وتلي ځکه هلته نورنو د کرنې لپاره اوبه نه شته او خلک حتی د خپلو کورنیو او څارویو لپاره د څښاک اوبه لا نه شي موندلی.

عرب وايي: د کاروبار او مالدارۍ اوبه هلته قطعاً نه شته. د هغوی کاروبار مالداري وه، خو اوس یې هغه مالدار هم ولاړل.

د نیمروز ولایت اوسېدونکی حاجي ظاهر عرب یې کیسه کوي او وايي: "زموږ خلک له پنځلسو کلیو څخه وتللي دي او معلومه نه ده چې پر کومه خوا تللي دي. له لسو کلیو څخه هم نیمايي خلک پاتې دي ځکه چې هلته نه کاروبار شته نه او اوبه. له چخانسور ولسوالۍ څخه تر نورو ډېر خلک وتلي دي. ویل کېږي چې هلته پنځوس کلي خالي شوي. د کاروبار او مالدارۍ اوبه هلته قطعاً نه شته. د هغوی کاروبار مالداري وه، خو اوس یې هغه مالدار هم ولاړل."

په فراه ولایت کې هم همدا کیسه روانه ده.

د دې ولایت اوسېدونکی عبدالله علیزی د دې ناورین یو تصویر وړاندې کوي او وايي: "ډېری ولسوالۍ لکه خاک سفید، بکوا، او د مرکز فراه ختیځ چې پخوا یې ښې اوبه لرلې، ډېرې زیانمنې شوې دي. ځکه دوی ډېر کوکنار کرل خو اوس له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او له بلې خوا دوی ته د کوکنار په بدل کې مناسب بدیل کښت نه ورکول کېږي."

د فراه بل اوسېدونکی آدم خان مالداري کوي او اوښان، مېږې او وزې ساتي.

دی شکایت کوي چې د وچکالۍ له کبله اوس ده ته د ګوتو په شمار اوښان ور پاتې دي.

هغه زیاتوي: "دا اوښان ډېر وو، وچکالي چې راغله، نژدې ۲۵ دانې اوښان وو، خرڅ مو کړل اوس دا اته- لس دانې را پاتې دي. دا هم چې کال وچ راشي، آذوقه یې ګرانه وي، په دښتو بیابانونو کې اوبه نه شته. مجبورېږو چې د خپلو کوچنیانو او مالونو د آذوقې لپاره دا هم خرڅ کړو یا ګران یا ارزانه."

دا ناورین یوازې پر فراه او نیمروز نه دی راغلی.

نور ولایتونه هم له دې طبیعي آفت څخه په امن کې نه دي پاتې.

د یوه راپور له مخې چې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د تېر ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې خپور کړ، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ کې د وچکالۍ د سختې یا ډېرې زورورې بڼې نښې لیدل کېږي.

د کندهار د نېش ولسوالۍ اوسېدونکی قدرت الله وايي: "ستونزه مو داده چې له اوبو د کمښت له وجې ډېر په تکلیف یو. شنه باغونه مو وچ شول. د اوبو له نشتوالي سره مخامخ یو. اوبه نه شته او ټیټې هم دي او په ډېر زحمت پیدا کېږي، د هرسړي وس نه پرې رسېږي."

د کندهار یو بل اوسېدونکی وايي: "تاسو ګورئ دا بازار دی، نه نل شته، نه اوبه شته. خلک د ماسپښین لمانځه ته راټول شي، اوبه نه وي نو د اوبو د نېستۍ له کبله له خلکو جمع تېره شي."

ارشیف: د افغانستان جنوب کې وچکالۍ ګڼ کرنیز بوټي وچ کړي دي.
ارشیف: د افغانستان جنوب کې وچکالۍ ګڼ کرنیز بوټي وچ کړي دي.

په شمال کې د کندز ولایت یو بزګر غلام فاروق وايي، د دوی په سیمه کې نه یوازې آبي کروندې بلکې للمي ځمکې د اوبو د کمښت له وجې سوځېدلې دي.

فاروق وویل: "موږ دلته دوه سوه- درې سوه کوره پراته یو، ټول للمي ځمکې لرو. آبي ځمکې یو جریب هم نه لرو. ځینو کسانو په لومړیو بارانونو کې په پور غنم واخیستل او ویې پاشل، هغه چې معمولي غوندې راشنه شول بېرته وچ شول."

نصیرالله جلال بیا د وچکالۍ له کبله د هېواد په شمال ختیځ کې، د نورستان ولایت د خلکو ستونزې بیانوي.

هغه وویل: "په نورستان کې تراوسه خلکو ځمکې نه دي کرلي. بارانونه نه شته او خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. کوم پټي چې آبي وو اوس اوبه نه لري. همداراز د مالونو لپاره په غرونو کې واښه نه شته. حتی یو شمېر مالدارانو خپلې سیمې پریښې دي او نورو سیمو ته کډه شوې دي."

ټولو دې خلکو چې موږ خبرې ورسره کولې غوښتل چې باید نړیوالې مرستندویې ټولنې او پر افغانستان واکمن د طالبانو حکومت مرسته ورسره وکړي. دوی د اوبو د بندونو د جوړولو او وچکالۍ ځپلو خلکو ته د خوړو او نورو امکاناتو د رسولو غوښتنه کوله.

خو د کارپوهانو په باور په خپله عام خلک هم د وچکالۍ د زیانونو د کمولو په برخه کې لنډمهالي او اوږدمهالي اغېزمن اقدامات کولای شي.

دا موضوع د اوبو د سرچینو له متخصص عبدالله هېواد سره په مرکه کې څېړل شوې.

هېواد په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې د وچکالۍ پر مهال د ځمکو او باغونو د خړوبولو آسانه لارې چارې کومې دي؟

هغه یې په ځواب کې وايي: "هغه کروندګر چې لږې اوبه لري که نیالګي کېنوي کولی شي په انګریزي اصطلاح د Drip Irrigation یعنې د څاڅکو په وسیله اوبه ولګوي. دا ډېر ساده کار دی. لویو ماشینونو یا د ډېرو پیسو لګولو ته اړتیا نه لري. په کابل کې زموږ ګاونډیان وو، هغو به له روغتونونو څخه د سیروم کڅوړې راتولولې، اوبه به یې پکې واچولې او په اونۍ کې به یوځل لوړو ځایونو ته چې اوبه نه وررسېدلې، تلل. البته د اوبو بوتلونه هم کېدای شي یعنې د کوکاکولا یونیم لیتره او دوه لیتره پلاستیکي بوتلونه کېدای شي اوبه پکې واچوي او یو کوچنی سوری چې اوبه مستقیماً د ونې ریښې ته رسوي پکې جوړ کړي. دا په ۳-۴ ورځو کې اوبه ریښې ته چې اړتیا ورته لري رسوي. دوی مجبور نه دي چې د شپې اوبه ورته راخوشې کړي او اوبه یې کړي. دا د اوبو لګولو تر ټولو آسانه او ارزانه سیسټم دی. حتی خلک کولای شي په دې ډول په غرونو کې هم ونې او نیالګي کېنوي. دا اوبه چې ریښو ته ورسېږي بیا ونې یوڅه اوبه له ځمکې څخه هم اخلي."

هغه بزګران چې د اوبو وار یا نوبت لري، څنګه کولای شي چې له اوبو څخه په ښه ډول استفاده وکړي؟

عبدالله هېواد یې په تړاو وايي: "یو میکانیزم دا دی چې په تېره په ګرمسېرو سیمو کې دوی د شپې له خوا خپلې ځمکې خړوبې کړي. د شپې هوا سړه وي او د ګرمۍ په موسم کې اوبه ټولې تبخیر کېږي خو د شپې له خوا ځمکو ته اوبه ورکول تر ډېره د هغو خلکو لپاره چې غنم یا نور محصولات کري په ګټه دي. دوهم دا چې که مثلا یو سړی سل جریبه ځمکه لري کولای شي ۲۵ جریبه ځمکې چې دی کولای شي ښې اوبه ورورسوي، وکري. دې ته اړتیا نه شته چې سل جریبه ټوله وکري، ځکه فصل ته اوبه کمې رسېږي او کښت کمزوری راځي. نو دوی کولای شي چې شل، پنځه ویشت یا دېرش جریبه ځمکه وکري. ځکه هومره تاوان چې په هغه کار کې یې کوي، په دې کې یې جبران کولای شي او تخم هم لږ مصرفېږي."

د اوږدمهال لپاره خلک څه کولای شي؟

هېواد وايي: باید د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي او له بلې خوا د ځنګلونو کېنول ترویج شي او په سردسېره سیمو کې هلته چې د اوبو سطح لوړه ده باید داسې ونې کېنول شي چې بېرته ځنګلونو راژوندي شي.

هېواد یې په اړه وویل: "په اوږدمهال کې مثلاً د نیالګیو کېنول. یعنې چې څومره دوی ډېر نیالګي کېنوي هومره پر اقلیم مثبت اغېز کوي او په اوږدمهال کې کولای شي د اوبو له زیاتېدو سره مرسته وکړي. بل د ځنګلونو کېنول. لومړی خو ځنګلونه باید ونه وهل شي. باید د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي او له بلې خوا د ځنګلونو کېنول ترویج شي او په سردسېره سیمو کې هلته چې د اوبو سطح لوړه ده باید داسې ونې کېنول شي چې بېرته ځنګلونو راژوندي شي. اوس په اکثرو ولایاتو کې ځنګلونه وهل کېږي، خو پرځای یې څوک نور نیالګي نه کېنوي. نو چې څومره نیالګي کمېږي هومره پر اقلیم ناوړه اغېز کوي او چې څومره ځنګلونه زیاتېږي په هغه اندازه په هغه سیمه کې د ورښتونو امکانات ډېرېږي او ورښتونه خو په ټیټو سیمو کې یوازې بارانونه وي، خو ښېګڼه یې دا ده چې په لوړو سطحو، د مثال په توګه په غرونو کې واورې ورېږي او هغه واورې بیا ساتل کېږي او په دوبي کې بیا کرار کرار ویلې کېږي او زموږ ټول سیندونه له هغو خړوبېږي. یعنې هرڅومره مو چې یخچالونه ډېر وي او پر غرونو ډېرې واورې ولرو، نو په هغه اندازه کېدای شي چې په خپلو سیندونو کې دوامدارې اوبه ولرو."

د اوبو د سرچینو د چارو متخصص عبدالله هېواد له ازادۍ راډیو سره په دې مرکه کې همداراز یادونه وکړه چې د افغانستان د چاپېریال اوسني وضعیت، د یخچالونو د ډېری زېرمو ویلې کېدو او د ځمکې د کرې تودوخې ته په پام سره خلک باید د اوږدو کلونو په مخه د وچکالیو زیانونو ته چمتو اوسي.

د هېواد په وینا کېدای شي په یوه یا بل کال کې د ورښتونو په کچه کې زیاتوالی راشي، خو د ده په وینا تر هغه مهاله چې په افغانستان کې یو ځواکمن او مسوول مرکزي حکومت د وچکالیو د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره پلانونه عملي نه کړي هر کال به په افغانستان او سیمه کې د کرنې او څښاک د اوبو په زېرمو کې د پام وړ کموالی راځي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG