د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د افغانستان د شاتو بازار ولې سوړ شوی؟


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د شاتو د مچيو د فارمونو يو شمېر خاوندان وايي، سږ کال د دوى په فارمونو کې د شاتو حاصلات زيات دي، خو د کورنيو د کمزوري اقتصاد له امله يې پلور کم دى.

په هرات ولايت کې د مچيو د روزنې د فارم يوه څښتنه ګل غنچه چې له څو کلونو راهيسې د مچيو په روزنه او د شاتو په توليد بوخته ده، شکايت کوي چې سږ کال يې په هېواد کې د شاتو پلور ښه نه‌دى او بهرنيو بازارونو ته يې صادرات نه‌دي کړي.

هغه زیاتوي:

"سږ کال د شاتو حاصلات او د مچيو پالنه د تېرو کلونو په پرتله ښه وه، خو د محصولاتو په خرڅلاو کې ستونزې لرو، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دى او له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې د کورنيو توليداتو لپاره بهرني بازارونه ومومي، څو موږ خپل شات بهرنيو هېوادونو ته صادر کړو."

عسل های تولید شده یک فارم زنبورداری در ولایت کندز
عسل های تولید شده یک فارم زنبورداری در ولایت کندز

خو په بلخ ولايت کې د مچیو د روزنې فارم خاوند ګل محمد وايي چې سږ کال يې د وچکالۍ له امله حاصلات ډېر ښه نه وو او تر څنګ يې د شاتو له پلور څخه هم کومه ګټه نه‌ده ترلاسه کړې.

نوموړی وایي:

"سږ کال وچکالي وه، دوه ټنه شات مو تولید کړل، د خرڅلاو په څانګه کې مو هیڅ تاوان نه‌دی کړی او نه هم کومه ګټه شته، لګښتونه یې ډېر دي، خو زموږ خرڅلاو کم دی، موږ غواړو چې زمينه راته برابر شي، ترڅو زموږ تولید شوي شات موږ بهر ته صادر کړو."

د شاتو يو شمېر دايمي پېرېدونکي چې پخوا يې تر ډېره له کورنيو شاتو څخه استفاده کوله، وايي، دوه کاله کېږي چې اقتصادي يې کمزورى شوى او شات يې نه‌دي اخيستي.

مصور چې يو له دغو کسانو څخه دی ازادي راډيو ته وویل:

"ما په تېرو کلونو کې تل خالص شات کارول، خو دوه کاله کېږي چې اقتصاد مو ښه نه‌دی او هیڅ شات مې نه‌دي اخیستي، د شاتو د پېرلو توان نه‌لرم، زه یوازې په‌دې فکر کې يم چې ورځې او شپې لپاره ډوډۍ پيدا کړم."

په افغانستان کې د شاتو مچیو یو شمېر کاروباریان
په افغانستان کې د شاتو مچیو یو شمېر کاروباریان

د مچيو د دغو فارمونو د خاوندانو د ستونزو په اړه مو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وياند عبدالسلام جواد وپوښتل، خو هغه وويل چې په سفر کې دى او زموږ پوښتنو ته يې ځواب ور نه‌کړ.

د کرنې او کرنیزو محصولاتو خونې مسوولینو له خپلې ژمنې سره سره، د دې راپور تر خپرېدو پورې په افغانستان کې د شاتو د تولید د کچې او د د پلور بازارونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د شاتو يو کارپوه قاسم مجددي او د معجزه شفا د نړيوال شرکت مشر چې د شاتو سوداګري کوي، وايي، افغاني شات لوړ کيفيت لري، خو که د خامو موادو په توګه صادر شي، ښه بازار به ونه‌لري.

هغه ازادي راډيو ته وویل، د افغاني شات د لوړ کیفیت له امله باید د نړۍ بازارونو ته د ښه بازار موندلو په خاطر له پروسس او بسته بندۍ وروسته صادر شي.

مجددي زیاتوي:

"موږ شات د خامو موادو په توګه نه صادروو، موږ يې بسته‌بندي کوو او له دې امله چې دا ارګانيک او غرني شات دي، ډېرې ګټې لري. په افغانستان کې بايد يوه يا دوه فابريکې جوړې شي چې پروسس شي، بوتلو کې واچول شي او بيا يې بازار ته وړاندې شي، تر دې وروسته پېرودونکي لري."

د شاتو د فارمونو څښتنان وايي، چې د دوی شات تر ډېره په غرونو کې د مچيو له لوري د محلي بوټو له خوړلو لاس ته راځي، خو د نورو ستونزو تر څنګ د ټيټ کیفیت وارد شوي شات چې په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي، د دوی بازار يې پيکه کړی او کاروبار ته يې زيان رسېدلی.

د فارم لرونکو د معلوماتو له‌مخې، اوس‌مهال په کورنيو بازارونو کې د يو کيلو خالص شات بيه له ١٥٠٠ څخه تر دوه زره افغانيو پورې پلورل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG