د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د افغانستان له جنوب غرب څخه بهر ته د ځوانو بزګرو اقتصادي مهاجرت ډېر شوی


په افغانستان کې يو کروندګر په ټراکټور ځمکه اړوي.
په افغانستان کې يو کروندګر په ټراکټور ځمکه اړوي.

ارشيف: د افغانستان په جنوب غربي ولایتونو کې بزګران وايي، د کوکنارو د کښت منع کولو او بديل کښت نه درلودلو دې ته اړ کړي چې د اقتصادي ستونزو له امله ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي.

دا د هغو ځوانانو غږونه دي چې ایران ته په ډلو ډلو په قاچاقي ډول روان دي.

په دې بزګرو کې داسې ځوانان هم شامل دي چې پخوا به يې د کوکنارو د کښت له لارې روزي پيدا کوله، خو اوس د کوکنارو د کښت منع کولو او بديل کښت په برخه کې د مرستو نه ترلاسه کولو له امله اقتصادي مهاجرت ته اړ شوي دي.

له دې سلګونو ځوانو بزګرو څخه یو هم د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ شاه جهان دی، دی اعا کوي چې د کوکنارو د کښت منع کولو د دوی کورنۍ بېوزله کړې او دوی دې ته اړ شوي چې غير قانوني مهاجرت وکړي.

هغه زياتوي:"اوس مې له قاچاق کوونکو سره خبرې وکړې چې ایران ته ولاړ شم. دا لا معلومه نه ده چې ایران ته به ورسېږم که نه؟ په ایران کې هم د ايران حکومت موږ په عذابوي او ډبوي مو. که موږ ته يې د کوکنارو د کښت بديل راکولای ایران ته نه تلو، دلته مې ځمکه او کورنۍ پاته کېږي، خو مجبور یم چې ایران ته ولاړ شم."

د السيس په نوم یوې برېتانوۍ موسسې څېړونکي ډيويډ منسفيلډ د افغانستان د جنوب غربي ولایتونو پر اقتصاد د کوکنارو د کښت اغېزې څېړلي دي، دی ليکي چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کول د دې سبب شوي چې د تاریاکو بيې لوړې شي او د نشه يي موادو لوی قاچاق کوونکي د زېرمه شویو تاریاکو د خرڅ له لارې ډېرې پيسې وګټي، خو د ښاغلي منسفيلډ په وینا دوه کاله پرله پسې د کوکنارو د کښت منع کولو بزګران بېوزله کړي او د کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو ځوانان چې پخوا ایران ته دومره نه تلل، اوس دې ته اړ شوي چې ایران ته غير قانوني اقتصادي مهاجرت وکړي.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی موسی وايي، که څه هم د دوی ولایت ته د بديل کښت په برخه کې مرستې رسېدلي دي، خو نورو خوړلي او دوی تش لاس پاته دي.

هغه وويل: " کوکنار نشته، غنم او بل څه مو هم نه دي کرلي، ځکه چې بارانونه نه دي شوي، له ډېرو ستونزو سره مخ یو. مرستې راځي، خو نور يې وړي موږ ته نه رارسېږي، اوس مې پرېکړه کړې چې په دې ژمي کې ایران ته ولاړ شم، قاچاق کوونکي پنځه - شپږ ميلیونه تومانه اخلي، ډېر په تکليف یو چې په دې ساړه ژمي کې ايران ته ځو."

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې بزګرو ته د بديل کښت په برخه کې کافي مرستي ورسوي، وچکالي د بزګرو لپاره یوه بله جدي ستونزه ده.

د دې راپور غږيزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00
مستقیم لېنک

---------------------------
گزارش: حفیظ الله نورزاد

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG