د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د فراه بزګران: که د بدیل کښت لپاره د اوبو اسانتیا ورته برابره نه شي مجبور دي چې له دې ولایت څخه کډه شي


د فراه ولایت یوه کرنیزه سیمه
د فراه ولایت یوه کرنیزه سیمه

د فراه ولایت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د کوکنارو بوټي تازه زرغونه شوي او له دې سره سم د طالبانو د حکومت نظامیانو لستوڼي رابډوهلي او په ټراکټرونو سره د دې بوټو کښتونه ویجاړوي.

په روان کال کې فراه د افغانستان له هغو (۲۵) ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې ډېر کوکنار پکې شوي و او په دې لړ کې درېیم مقام لري. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، که څه هم بزګران يې مخکې له مخکې خبر کړي چې کوکنار و نه کري، خو سږکال بیا هم ځينو بزګرو کوکنار کرلي دي.

د فراه ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير مولوي محمد مهاجر ازادي راډيو ته وويل چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت ویجاړول دوام لري.

هغه زیاته کړه:

" اوس هم عملیات دوام لري او تر دې مهاله يې په نتیجه کې (۳۲۲) جريبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له بوټو څخه پاکه شوې ده. د فراه ولایت په یوولسو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت ویجاړول دوام لري او په پايله کې يې (۱۱۴) مشکوک خلک نيول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. "

د طالبانو حکومت د سترې محکمې د متحدالمال پر بنسټ چې د جزا کوډ هم بلل کېږي، که یو څوک د کوکنارو د کښت په تور ونيول شي، له شپږو مياشتو څخه نيولې بیا تر یوه کاله پورې د بند سزا ورکول کېږي.

د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ یو بزګر محمد طاهر چې سږکال يې په خپله ځمکه کې کوکنار نه دي کرلي وايي، که څه هم له دوی سره د بديل کښت په برخه کې د مرستې ژمنه شوې وه، خو بیا هم په دې برخه کې مرسته نه ده ورسره شوې.

" تقريبا پنځه سوه کوره یو، خو موږ ته يوازې ځل یو کولنګ، یو بېل او یو یا نیم من د شلغمو، ګازرو او سبزیو تخمونه راکول شوي دي، د زراعت رياست له خوا له دې پرته زموږ سره نوره مرسته نه ده شوې. "

د فراه ولایت بزګران د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې په دې ولایت کې دي د بخش آباد د بند کارونه چټک کړي او زراعتي اوبو د سرچینو په لړ کې دي د اوبو زېرمه کولو لپاره واړه بندونه جوړ کړي.

د فراه ولایت یو بزګر ګل احمد وايي چې تر دې مهاله يې په خپله ځمکه کې څه نه دي کرلي، ځکه چې د زراعتي اوبو وس نه لري او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو دوی مجبوره دي چې له فراه ولایت څخه کډې بار کړي.

" موسساتو تر دې مهاله هيڅ مرسته نه ده کړې، موږ زراعتي اوبه او سره غواړو. زموږ زراعتي حاصلات ښه دي، خو د کښت لپاره اوبه نشته، د کارېزونو اوبه تر پنځه څلوېښتو مترو پورې کښته شوي دي، که همداسې وچکالي وي دا ولایت به له خلکو خالي شي. "

بزګران داسې مهال د زراعتي اوبو د نشتوالي او مرستو نه ترلاسه کولو له امله شکایت کوي چې، د طالبانو حکومت او ملګري ملتونه نه دي توانېدلي چې، نړیواله ټولنه قانع کړي تر څو د بديل کښت به برخه کې خپلې مرستې بيرته پيل کړي.

د طالبانو حکومت تازه له اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې، په دې برخه کې د دوی له حکومت سره مرسته وکړي.

د راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره دا لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

راپور: حفیظ الله نورزاد

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG