د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ملګري ملتونه: د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته د بزګرو اړتیا ډېره جدي شوې


ارشيف: په افغانستان کې يو بزګر د کوکنارو کرونده کې د کار پر مهال
ارشيف: په افغانستان کې يو بزګر د کوکنارو کرونده کې د کار پر مهال

ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې له بزګرو او نشه يي موادو له امله له زیانمن شویو خلکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه چې د دوی وضعیت ورځ په ورځ پسې خرابېږي.

د کوکنارو په نوي فصل کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت ویجاړول، د بديل کښت په برخه کې د مرستو او کافي اوبو نشتوالي د بزګرو اقتصادي وضعیت خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره یا وايي، په افغانستان کې د نورو بحرانونو ترڅنګ، وچکالي یوه بله لویه ستونزه ده چې، د بزګرانو ژوند يې تریخ کړی او د کوکنارو له بديل کښت پرته هغوی د خپلو کورنیو لپاره بله مالي سرچینه نه لري.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې د دفتر مشره مېرمن (انوبه سود) له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په دې سخت وضعیت کې د افغانستان بزګران او معتادین يوازې پرې نه ږدي او په دې دوو برخو کې خپلې مرستې له سره پيل کړي.

هغه زياتوي: "په افغانستان کې د نشه يي موادو معتادین، بزګران او زیانمن شوي خلک د څو بحرانونو له امله زیانمن شوي او په دې ډول د هغوی اړتیاوي ډېرې شوي دي. له ۲۰۲۲ ميلادي کال راهيسې د افغانستان په هره سیمه کې د واکمنو مقاماتو له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو له امله د بزګرو عاید زیانمن شوی دی. په ورته وخت کې اقلیمي بدلون هم له پخوا څخه خپل اغېز درلودلی دی. وچکالۍ بزګران ډېر ناتوانه کړي دي، اوس د کښت کولو، څارویو ساتلو او د خپلو کورنیو مالي توان نه لري."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نظامیانو تازه ۹۶ جریبه ځمکه په بدخشان ولایت کې او ۳۵ جريبه ځمکه هم په هلمند ولایت کې د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.

که څه هم د طالبانو د حکومت مقاماتو د سيمې د هېوادونو او د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو د څو هېوادونو له ډيپلوماټيکو استازو سره د لیدلو له لارې هڅه کړې چې د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې راجلب کړي، خو تر دې مهاله له جاپان پرته بل هېواد په دې برخه کې د مرستې لپاره نه دی چمتو شوی.

د زراعت کارپوه محمد ایوب رفيقي باور لري چې ملګري ملتونه او د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې د بزګرو د ملاتړ لپاره ګټورې پروژې جوړې کړي او د نړیوالو مرستو د جلب او مصرف لپاره هم د اړونده ادارو تر منځ همغږي نه شته.

هغه وايي: "له بزګرو سره د مرستو لپاره څو شيانو ته اړتیا ده، لومړی دا چې نړۍ باید ملګرو ملتونو ته پيسې ورکړي چې له دې لارې افغانستان ته راوړل شي، باید دا مرستې همغږي شي او د دې ترڅنګ مستحق خلک معلوم کړل شي. اوس روحیه داسې ده چې د افغانستان د حکومت او ملګرو ملتونو تر منځ يوه ژبه او مشترکې پروژې نشته، دا ستونزه د دې سبب شوي چې له دوو کالو راهيسې افغانستان ته نړیوالې مرستې و نه رسېږي."

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د زراعت او معتادینو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې ښيي چې د معتادینو د درملنې څو محدود مرکزونه فعال دي او دا مرکزونه د مسلکي کارکوونکو، درملو او روغتيايي وسايلو په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دې راپور غږيزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG