د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

په افغانستان کې د بې‌کارۍ زیاتېدا اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په هرات کې یو شمېر کسان د کار په تمه د انتظار شېبې شمېري.
ارشیف: په هرات کې یو شمېر کسان د کار په تمه د انتظار شېبې شمېري.

د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنه په افغانستان کې د وزګارتیا پراخېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي ګڼې کورنۍ له لوږې کړېږي.

په افغانستان کې د بې‌کارۍ زیاتېدو د ډېرو افغانانو ژوند اغېزمن کړی او خلک شکایت لري چې نه پوهېږي د خپل بل وخت خواړه له کومې برابر کړي.

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې د رهبرۍ غړي میراغا حمیدي د بې‌کارۍ ستونزه جدي وبلله.

هغه وايي: "د تېر نظام له سقوط سره زیاتو خلکو وظیفې له لاسه ورکړي دي، اکثرو کسانو د همدغه معاش له لارې خپلو اولادونو ته نفقه برابروله. ورسره په اکثرو ولایتونو کې شدیده وچکالي ده. نن سبا چې له ایران او پاکستانه کومه کسان راستانه شوي دي، دې کار هم د خلکو پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړی دی. د دې تر څنګ اکثر ماشومان چې د کورنیو سرپرست نه لري، په شاقه کارونو اخته دي."

ارشیف: په کندهار کې یو شپږ کلن ماشوم د خښتو بټۍ کې د کار پر مهال
ارشیف: په کندهار کې یو شپږ کلن ماشوم د خښتو بټۍ کې د کار پر مهال

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنه وايي، د رسمي شمېرو له مخې تر یوه میلیون زیات ماشومان په سختو کارونو بوخت دي، خو واقعي شمېر ښايي زیات وي.

د فراه د پرچمن اوسېدونکی احسان الدین وايي: "نه کار شته، نه بل فعالیت. غواړو چې د سپین بولدک دروازه راته پرانیزي چې خلک د کار لپاره پاکستان ته واوړي. له لوږي مړه شولو، دا څنګه دولت دی. موږ اوس په کندهار کې یو هېڅ شی د خوراک لپاره نه پیدا کېږي."

د غور یوه اوسېدونکي خپل نوم نه دی اخیستی، خو له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې له ګرانۍ شکایت کړی.

هغه وايي: "فعلاً له یوې خوا په افغانستان کې ګراني ډېره ده. بل لوري ته د طالبانو حکومت له هر کور د عشر په نامه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانۍ ټولوي. زه هیله کوم چې ګراني ده دا ملت د عشر دغه پیسې له کومه کړي. هر یو خپله کورنۍ لري. دوی تاسو ته پیسې درکړي که خپله کورنۍ وچلوي؟"

ملګرو ملتونو ویلي چې له وروستیو اورښتونو سره سره د تېرو څو کلونو وچکالیو د افغانستان کرنیز نظام اغېزمن کړی او کروندګرو ته یې زیانونه اړولي دي.

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند پروېز احمد فیضي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی اداره هڅه کوي سږکال د زیانګالو کسانو لاسنیوی وکړي.

فیضي وویل: "سږ کال به زیانګالو کورنیو او کروندګرو ته نقدي مرستې، دغه راز بلاعوضه مرستې او د پیسو په بدل کې د کار پروژې برابرې کړو. څو د دوی لاسنیوی وکړو چې خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي او خپلې کرنیزې سرچینې لکه د اوبولګولو سیسټمونه بیا احیا کړي."

ویل شوي، په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار منع کولو هم په افغانستان کې د بې‌وزلۍ سطحه لوړه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د سلګونو زره بې اسناده افغانانو ستنولو هم په افغانستان کې کاري فرصتونه لا کم کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG