د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس؛ یوناما: د پوهاوي پر ځای زیانمن افغانستان کې عملي ګامونه واخلئ


له ارشیفه: یو افغان ماشوم په یوه اقلیمي بدلون ځپلې سیمه کې
له ارشیفه: یو افغان ماشوم په یوه اقلیمي بدلون ځپلې سیمه کې

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کنفرانس سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د پوهاوي پر ځای عمل ته مخه کړي ځکه چې د اقلیم ټکانونه او فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغیز کوي.

د یوناما په اعلامیه کې چې دیسمبر په لومړۍ نېټه خپره شوې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د دې ادارې مشرې روزا اوتونبایوا په حواله ویل شوي، ټول اړخونه باید په غیر سیاسي او رغنده توګه د افغانانو د ګټو لپاره په دې مسله کې ښکېل شي.

په اعلامیه کې راغلي، اغلې اوتنبایوا زیاته کړه چې دا وضعیت بې پاېښته دی او افغانستان کې د اقلیم بدلون د تاثیراتو د کمولو او په دې هیواد کې د اقلیمي تاثیراتو د بدلون پر وړاندې د تطابق او استقامت رامنځته کولو لپاره منتظر نه شي پاتې کیدی او په دې اړه یواځې پوهاوی بسنه نه کوي.

د یوناما د اعلامیې له مخې، افغانستان د هغو لسو ډېرو زیانمنونکو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا

په تېر جمهوري نظام کې د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې ( محیط زیست) ریاست مشر او د ځمکې پيژندنې او اقلیمي چارو پوه، احمد جاوید نور هم ازادي راډیو ته وویل که څه هم افغانستان د اقلیم په بدلون کې ښکیل نه دی خو د دې بدلون د تاثیراتو پر وړاندې له تر ټولو زیانمنونکي هیوادونو څخه یو دی.

نوموړي زياته کړه:

" دا هغه پدیدې دي چې له بده مرغه په مستقیمه توګه زموږ پر مظلومو خلکو اغېز کوي او زموږ خلک به د کرنې او مالدارۍ له اړخه له یوه بد حالت سره مخ شي او دا بیا مستقیما پر حکومت، پر خلکو، ان پر سوداګرو اغېز کوي."

نور وويل چې د اقلیمي بدلون د تاثیراتو د کمولو په برخه کې صنعتي او د اقلیم په بدلون کې ښکېل هېوادونه، باید افغانستان په شان زیانمنونکو هېوادونو سره مرسته وکړي.

د یوناما د اعلامیې له مخې، نږدې 20 ملیونه افغانان د پرله پسې درېیم کال وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او په تېرو دوو کلونو کې د دوو ویجاړونکو زلزلو په ګډون، نورو طبیعي ګواښونو ته د لوړې زیان منلو له امله، د خوړو د نه خوندیتوب له بېړنۍ یا بحراني کچې سره مخ دي.

په هرات کې د وروستۍ زلزلې یوه زیانمنه سیمه
په هرات کې د وروستۍ زلزلې یوه زیانمنه سیمه

د خوړو نړیوال پروګرام هم په تېره لړم میاشت کې ویلي وو چې وچکالي په افغانستان کې د هغو میلیونونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري.

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کنفرانس (COP28) چې د نوامبر په ۳۰ په دوبۍ کې پیل شوی د ډیسمبر تر ۱۲مې پورې به دوام پیدا ولري.

په دغه غونده کې د طالبانو حکومت استازو ته بلنه نه ده ورکړی شوې.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په دې اړه د نومبر په ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې کنفرانس کې د افغانستان د استازې د نه بلنې په غبرګون ویلي، د دوی حکومت دې نړیوال کنفرانس ته په پوره ډول چمتوالی نیولی و، خو د دوی په ټکیو د سیاسي ملحوظاتو له امله له ګډونه بې برخې شو.

په اعلامیه کې راغلي چې اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره سرچینو او دوامداره هڅو ته اړتیا ده تر څو له امله یې د رامنځته کیدونکي کړکېچ مخه ونیول شي.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG