د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

یونیسف: سېلابونو تېره جولای میاشت کې څلوېښت افغانان مړه او ۶ زره نور زیانمن کړي


یو شمېرافغان سېلاب ځپلي - ارشیف
یو شمېرافغان سېلاب ځپلي - ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د جولای په میاشت کې وروستیو سیلابونو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او ستر مالي زیانونه اړولي دي.

یونیسف د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې د تېر جولای په میاشت کې په ټول افغانستان کې ۴۰ کسه د سېلابونو له امله مړه شوي او ۶۰۰۰ نور ترې اغیزمن شوي دي.

یونیسف زیاتوي، چې د خپلو همکارانو په همکارۍ یې د قربانیانو په ځانګړې توګه له ماشومانو سره مرستې کړې دي.

خو په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال د خپل ژوند له بد وضیعت نه شکایت کوي.

د غور ولايت اوسېدونکى فضل الحق يو له هغو کسانو څخه دى، چې په وینا یې په وروستيو سېلابونو کې يې د دوو مېرمنو په ګډون د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي دي.

نوموړی وایي:

"د خدای په فضل بل چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی، یوازې زموږ کورنۍ وه چې څلور کسان تر سیلاب لاندې شوه، نورو خلکو ته هم ډېر زیان اوښتی، ځمکې، ونې، کورونه، هر څه یې له لاسه ورکړي دي، خو تلفات نه لري."

غور هم له سېلاب ځپلو ولایتونو دی، چې یو شمېر ښځې او ماشومان پکې سېلابونو مړه کړي
غور هم له سېلاب ځپلو ولایتونو دی، چې یو شمېر ښځې او ماشومان پکې سېلابونو مړه کړي

ګل پادشاه د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی دى.

دی وايي چې د تېرو مياشتو ويجاړوونکو سيلابونو د هغه کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې دي.

هغه زیاتوي:

"زما ځمکې ټولې ویجاړې شوې او موږ د خوړلو لپاره هیڅ نه لرو، تر اوسه موږ ته ډیرې مرستې نه دي رسیدلي او موږ خوراکي توکو او نغدو مرستو ته اړتیا لرو."

ګل پادشاه وايي، د ځان په ګډون د دې ولسوالۍ ډېرى خلکو د سېلاب له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع رحیمي د سېلابونو د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځوابو ونه وایه خو هغه تر دې مخکې په يوه خبري ناسته کې ويلي وو، چې په تېر کال کې په افغانستان کې د سېلابونو په ګډون د طبيعي پېښو له امله شاوخوا ٧٠٠ کسان تلف شوي او تر ٧٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.

نوموړي دغه راز د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د مرستو د وېش بهیر او د دغه بهیر د دوام په اړه هم خبر ورکړی و.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوی او د اوړي په موسم کې په دغه هېواد کې د سېلابونو کچه لوړېږي.

XS
SM
MD
LG