د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

د طالبانو د حکومت او چین په اړیکو کې وروستیو پرمختګونو ته د یو شمېر نړیوالو رسنیو کتنه


کابل کې د چین د سفارت تصویر - تصویر له ارشیفه
کابل کې د چین د سفارت تصویر - تصویر له ارشیفه

د " سټراټیژیسټ " په نوم د اسټرالیا د ستراتېژیکې پالېسۍ د انستیتوت انلاین خپرونې د چین او طالبانو د اړیکو په اړه یوه لیکنه خپره کړې او د چین د ولسمشر له خوا په چین کې د طالبانو د حکومت د سفیر پر منلو انتقاد کړی دی.

لیکوال چې دا کار یې د چین له خوا د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پیژندل بللي وايي: د چین دا اقدام چې پر بشري حقونو او نړیواله خیر ښیګڼه یې د خپلو منابعو خوندي توب ته لومړیتوب ورکړی، په نړیوالو اړیکو کې اندېښمونکی مثال ږدي.

لیکنه کې وړاندې زیاته شوې، د طالبانو سره د چین ښکلېتیا له دې سرچینه اخلي چې خپلې پانګونې خوندي کړي او د یوه کمربند- یوې لارې د سترې پروژې په شمول خپلې سیمه ایزې ګټې له ترهګرۍ وساتي.

واشینګټن ایګرامینر ورځپاڼې هم په همدې موضوع لیکنه کړې ده چې په کې د افغانستان په طبیعي زېرمو؛ په ځانګړې توګه تېلو، طبیعي ګازو او لیتیومو کې د چین په زیاتیدونکې لېوالتیا بحث شوی دی.

په لیکنه کې همدارنګه د دې طبیعي سرچینو په تر لاسه کولو او په سیمه کې د خپل اغېز په پراخولو کې د چین ستراتېژیکې ګټې هم په ګوته شوې دي. لیکوال همدارنګه په افغانستان کې د چین د زیاتیدونکي حضور او پر سیمه ایز ثبات او امنیت یې د اغیزو په اړه د امریکايي چارواکو په اندیښنو هم ټینګار کړی دی.

په لیکنه کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د پلټونکي جان سوپکو د یوې پلټنې حواله ورکړل شوې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړې او په کې یې د طالبانو او چین ترمنځ په زیاتیدونکو اړیکو معلومات ورکړي.

په دې معلوماتو کې په افغانستان کې د چین پانګونې ته د طالبانو د حکومت په لېوالتیا خبرې شوي دي او د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت د سرپرست وزیر حاجي نور الدین عزیزي له قوله ویل شوي:" چین چې په ټوله نړۍ کې پانګونه کوي، دلته دې افغانستان کې هم وکړي. "

د دې طالب چارواکي په وینا، "افغانستان د مېسو، لیتیومو او اوسپنې په شمول هر هغه څه لري چې د دوی( چین) ورته اړتیا ده. "

لیکوال وايي، چین له کلونو راهېسې په هغو هېوادونو کې چې بډایو طبیعي زېرمو ته یې د خپل ګڼ نفوس او پوځي پلانونو د تمویل لپاره اړتیا لري پانګوونه کوي، خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي جان سوپکو له خولې وايي، ښايي د کابل او چین په اړیکو کې تر دې اخوا نورې خبرې هم وي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سوپکو له خوا تېره اوونۍ د امریکا کانګرس ته وړاندې شوې دې پلټنه کې دا پوښتنه راپورته شوې چې ایا چین رېښتیا په افغانستان کې د رېښتینو اقتصادي ګټو په لټه کې دی او که نه مازې دا اقتصادي معاملې ددې لپاره کاروي چې طالبان وهڅوي څو د چین " له امنیتي ګټو سره سم ولوبیږي؟"

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG