د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

مېل انلاين: چين د طالبانو کنټرول لاندې افغانستان کې خپل نفوذ زياتوي


د چين بيرغ
د چين بيرغ

مېل انلاين:

مېل انلاین خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې وايي، چین په چپه خوله د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې خپل نفوذ زیاتوي یو مطلب خپور کړی دی.

خپرونه لیکي، چین له اوسني افغانستان سره خپلې اړیکې عادي کړي، خو په منظمه توګه په دې هېواد کې پانګونه زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونو د طالبانو حکومت منزوي کړی، خو چین له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي چې د خپرونې په ټکو، د طالبانو له خوا یې هرکلی شوی دی.

د مطلب په بله برخه کې په پاریس کې د ستراتیژیکو څېړنو د انسټېټيوټ څېړونکې والیري نیکیت په حواله ویل شوي، چین د هغو افغانانو لاسنیوي کړی چې په ټولو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

د تېر کال په سپټمبر کې چین لومړنی هېواد شو چې کابل ته یې خپل نوی سفیر واستاوه او د سه شنبې په ورځ د چین ولسمشر شي جین پینګ په رسمي ډول د طالبانو د حکومت د سفیر باورلیک ومانه.

د خپرونې په ټکو، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین ویلي، که د ټولو اړخونو اندېښنې په پام کې ونیول شي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه به په طبیعي ډول ترسره شي.

مېل انلاین په افغانستان کې د کانونو، برښنا او نورو برخو کې د چین د بېلابېلو پانګونو په اړه لیکلي، په دې کار سره به د افغانستان لپاره د چین د ارزانه بازار دروازې خلاصې او په بدل کې به يې طالبان له افغانستان سره پر پوله په شینجن کې د مسلمانو ایغوریانو د برخلیک په اړه چپ خوله پاتي کېږي.

ماډرن ډيپلوماسي:

ماډرن ډيپلوماسي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د طالبانو بدلون او د ملګرو ملتونو د کارپوهانو تېروتنو تر سرليک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په تازه خپره شوې اعلاميې نيوکه شوې ده.

په اعلاميه کې د طالبانو په فعاليتونو کې د پرمختګ پر نشتوالي، د يوه عملي حکومت او د يوه صبرناک نظام د جوړولو په لاره کې خنډونو ته اشاره شوې ده.

په مطلب کې راغلي، د طالبانو حکومت چې نړۍ يې په رسميت نه پېژني، د سختګیرانه او مذهبي فکرونو له خوا اداره کېږي، خو د خپرونې په ټکو، د تحول او بدلون امکان يې شته.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې د ښځو، نجونو او لږکيو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه هم خبرې شوي دي.

د خپرونې په ټکو، دا حقیقت دی چې طالبان یو محافظه کار او بنسټپاله غورځنګ دی.

خو وړاندې راغلي، دا هم رښتیا دي چې د دوی په منځ کې داسې کسان هم شته چې له نړۍ سره د خبرو اترو غوښتونکي دي.

په مطلب کې راځي، که چېرته د دغو کسانو نظرونه په پام کې ونه نیول شي، تاوان به يې یوازې د افغانستان عامو خلکو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG