د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

په افغانستان کې د يوه وژل شوي امريکايي پوځي په اړه نړیوالې تبصرې


ډېرو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د يوه وژل شوي امريکايي پوځي د هويت او په مسکو کې د افغانستان په اړه پر جوړېدونکې غونډې ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سټارس اېنډ سټرايپس «Stars and Strips»

امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اېنډ سټرايپس په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغه امريکايي پوځي د هويت په اړه معلومات خپاره کړي چې په افغانستان کې وژل شوى دى.

دغه سرتېرى چې د شنبې په ورځ په کابل کې د يوه افغان پوځي په ډزو وژل شوى جګړن برينت ټېلر (Maj. Brent Taylor) معرفي شوى چې د يوتا ملي ګارډ غړى او د دغه ايالت د شمالي اودِن ښاروال و.

ورځپاڼې د يوه خبري اژانس په حواله ويلي چې له دغه سرتېري يوه ښځه او ٧ اولادونه پاتې شوي او د يوتا ايالت په تاريخ کې لومړى برحاله ښاروال و چې په پوځي خدمت وتلى و.

د يوتا سناتورانو اورين هَچ او ميت رامني دواړو د شنبې په ماښام د ټېلر د وژنې په اړه ټويټ کړى دى.

د سټارس اېنډ سټرايپس ورځپاڼې په حواله، د شمالي اودِن ښاروال برينت ټېلر اعلان کړى و چې غواړي له جنورۍ مياشتې په افغانستان کې يو کلن پوځي خدمت وکړي.

د قاطع ملاتړ مأموريت په يوه اعلاميه کې ويلي، پر دغه امريکايي پوځي د حملې مسؤل د افغان امنيتي ځواکونو يو غړى دى چې حمله کوونکى د يوه بل افغان سرتېري له‎خوا ووژل شو.

بل بهرنى سرتېرى چې په پېښه کې ټپي شوى و، درملنه‌يې روانه ده او په اعلاميه کې يې وضعيت د ډاډ وړ ښوول شوى دى.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ويلي، پېښه د کابل د پوځي روزنې په مرکز کې د شنبې په ورځ شوې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې له دې سره په افغانستان کې د هغو امريکايي پوځيانو شمېر ٢٤٠١ ته ورسېد چې له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې وژل شوي او د ټپيانو شمېر ٢٠٤٢٢ ته رسېدلى دى.

  • نيويارک ټايمز «New York Times»

بله امريکايۍ ورځپاڼه نيويارک ټايمز پر همدې موضوع په ليکنه کې وايي، دا له دوو اوونيو په لږه موده کې دوهمه حمله ده چې د افغان پوځيانو له‎خوا پر بهرنيو سرتېرو کېږي.

د اکټوبر پر ٢٢مه، يوه افغان کمانډو په هرات کې پر بهرنيو سرتېرو په ډزو يو تن وواژه او دوه نور سرتېري ټپيان کړل.

د نيويارک ټايمز په حواله، د افغان پوځيانو له‎خوا پر بهرنيو سرتېرو حملې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو لپاره له اوږدې مودې راهيسې يو سرخوږى دى.

دغه حملې په ٢٠١٢ میلادي کال کې اوج ته رسېدلې وې چې په دغسې حملو کې ٦١ ائتلافي سرتېري وژل شوي وو.

  • مېل انلاين «Mail Online»

بريتانوۍ خپرونې مېل انلاين د افغانستان په اړه په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې يې ويلي، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغان حکومت او طالبانو منلې چې د افغانستان د سولې د پروسې په باب په هغه غونډه کې برخه اخلي چې راتلونکې جمعه جوړېږي.

دغه غونډه په اګسټ مياشت کې وروسته له هغې وځنډېده چې افغانستان ورته د خپل پلاوي له لېږلو ډډه وکړه او ټينګار يې وکړ چې طالبان بايد په لومړي ګام کې له کابل سره پر مستقيمو مذاکرو موافقه وکړي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت‌الله احمدي ازادي راډيو ته ويلي، له روسيې سره د دې غونډې د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي او کومه موافقه نه‎ده شوې.

مېل انلاين ليکي، د جمعې ورځې غونډه به د بهرنيو چارو وزارتونو د معينانو په سطحه وي چې د افغانستان د سولې عالي شورا او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي به هم په‎کې برخه ولري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره د امريکا متحده ايالاتو، هندوستان، ايران، قزاقستان، قرغزستان، چين، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

خو دغه وزارت نه‎ده واضح کړې چې د کومو هېوادونو استازي به په‎دې غونډه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG