د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

دي هندو: افغان مشرانو د پاکستان لوى درستيز ته د سفر بلنه ورکړه


دي هندو:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې دي هندو په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: افغان مشرانو د پاکستان لوى درستيز ته د سفر بلنه ورکړه.

د ليکنې په حواله، د پاکستان د پوځ نوي ټاکل شوي لوى درستيز ته د کابل د سفر بلنه هغه وخت ورکړل شوه چې د نوي ميلادي کال په شپه جنرال قمر جاوېد باجوه (General Qamar Javed Bajwa) د ټیليفون له لارې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې. دغو مشرانو د سيمې د سولې پر مسئله هم بحث وکړ.

د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور په خپل ټويټر کې د دې خبر د جزئياتو تر څنګ ليکلي، په دواړو هېوادونو کې سوله، د سيمې په ګټه ده.

دي هندو ورځپاڼه ليکي، که څه هم معلومه نه ده، د پاکستان د پوځ لوى درستيز به کله افغانستان ته سفر کوي، خو دا به يې دغه هېواد ته لومړى رسمي سفر وي.

قمر جاوېد باجوه په نوامبر مياشت کې د پاکستان د لوى درستيز په توګه وټاکل شو.

د ليکنې په حواله، دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د سخت دريځو د حملوله کبله د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړيکو کې کړکېچ زيات شوى دى.

کرسشن ساينس مانيټور:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې کرسشن ساينس مانيټور په خپله يوه وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب ليکنه خپره کړې ده.

په پيل کې يې يادونه کړې چې روسيه وېره لري، تروريستان ښايي له سوريې څخه افغانستان ته مخه کړي او مسکو به يې د مخنيوي اقدام کوي.

د ورځپاڼې په باور، روسيې ويلي، په افغانستان کې د امريکا په څېر ګڼ مشترک اهداف لري، خو انګېزې يې مختلفې دي.

د ورځپاڼې د ليکنې په يوه برخه کې راغلي ډونالډ ټرمپ ته به روانه مياشت د افغانستان جګړه په ميراث پاتې شي چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي او پنځلس کاله يې پوره شوي دي.

د ليکوال په باور هغه په زرګونو امريکايي سرتېري چې په افغانستان کې دېره دي، د وسله والو طالبانو او داعش پرضد په پوځي مبارزه کې د افغان قواوو ملاتړ کوي.

د کرسشن ساينس مانيټور په ليکنه، له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې چې د پاکستان په کوربه توب پيل شوې وې، بې نتيجې پاتې شوې.

افغان پوځيان که څه هم ظرفيت لري، خو لا هم د امريکا پر هوايي ځواک متکي دي او وسله وال طالبان هم توانېدلي تر ٢٠٠١م کال راوروسته د اول وار لپاره زياتې سيمې ونيسي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې د روسيې په کوربه توب د تېرې اوونۍ هغو مذاکرو ته اشاره شوې چې د پاکستان او چين استازو هم په کې برخه درلوده او تر دې مخکې هم دوې دغسې غونډې شوې دي.

تحليلګرانو ورځپاڼې ته ويلي، له دغو غونډو څرګندېږي چې روسيه په خپله پوله کې د ناامنيو او د سخت دريځو د فعاليت پر زياتېدو اندېښنه لري.

په ليکنه کې پوښتنه شوې، ايا مسکو به د افغانستان يو ګټور شريک وي؟ يا يوازې غواړي سيمه ييز رقابت ته لمن ووهي، چې د شخړې د زياتېدو سبب کېږي؟

XS
SM
MD
LG