د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

طالبان: هڅه کوو اوکراین کې د خپلو وګړو ژوند خوندي او مصؤن ځای ته یې ولېږدوو


د کیف ښار
د کیف ښار

په اوکراین کې د افغان کډوالو او محصلانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي، لا کره معلومات او شمېرې نه‌شته چې په اوکراین کې څومره افغانان او محصلان مېشت دي، خو امنیت او خوندیتوب ته یې اندېښنې ډېرې دي.

ممتاز رضوان نومېږي او پلازمېنه کیف کې مېشت دی. پرون یې په ټولنیزو رسنیو کې د مرګ اوازه خپره شوه، خو په خپله فیسبوک‌پاڼه یې ویډیو خپره کړه چې ژوندی او ښه دی.

هغه تېره شپه د ازادي راډیو خبریال سره په مسنجر د زړه خواله کړې، د ځان د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی، خو نن سهار یې بیا ظاهراً د انټرنیټ د نه درلودو له امله ددې راډیو پیغامونه ځواب نه کړل.

یو شمېر نورو افغان محصلانو او کډوالو هم په ټولنیزو رسنیو پیغامونه خپاره کړي او ویلي یې دي، هلته خوندي نه دی.

داسې مهال چې جګړه د پلازمېنې کیف څنډو ته رسېدلې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم اوکراين کې د مېشتو افغانانو او محصلانو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښيي.

جګړه د پلازمېنې کیف څنډو ته رسېدلې
جګړه د پلازمېنې کیف څنډو ته رسېدلې

د دې وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ازادي راډیو ته وویل، دوی د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو وګړو ژوند خوندي او هغوی یو مصون ځای ته ولېږدوي.

تکل زیاته کړه: "د بهرنيو چارو وزارت د سيمې ځينو حکومتونو او نړیوالو سازمانونو سره په دې تړاو له نږدې په اړیکه کې دی، څو د جګړې د احتمالي خطراتو لېرې وساتل شي."

په چک جمهوریت کې افغان سفیر شهزاد ګل اریوبي هم وايي، دوی هڅه کوي چې اوکراین کې افغان کډوالو او محصلانو سره مرسته وکړي، څو یو خوندي ځای ته ولېږدول شي.

له ښاغلي اریوبي سره دا مرکه دلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

اوکراین کې نن د جګړې درېیمه ورځ ده.

تازه راپورونه وايي، جګړه د کیف تر څنډو رسېدلې او زرګونه اوکرایني سرتېري هم د خپلو خلکو د ژغورلو او له خپلې خاورې د دفاع په موخه پلازمېنې کیف کې ځای پر ځای شوي دي.

له کیفه د نورو هېوادونو سلګونه وګړي او محصلان هم وتلي، یا هم د وتلو په حال کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG