د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

په اوکراین کې جګړې د افغان کډوالو برخلیک له ګواښ سره مخ کړی


د تخلیې په بهیر کې اوکراین ته تللي افغانان
د تخلیې په بهیر کې اوکراین ته تللي افغانان

په اوکراین کې د جګړې اور په دغه هېواد کې د افغان کډوالو برخلیک له ګواښ سره مخامخ کړ.

هغه کسان چې د افغانستان د ناوړه او نا معلومه سیاسي بدولون له امله وتښتېدل او په اوکراین کې د ارام ژوند په لټه کې وو خو له دې ناخبره چې هلته به هم د ارام ژوند څښتن نه شي.

وسیمه شپږ میاشتې مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تخلیې په بهیر کې له دغه هېواده ووته او اوکراین ته یې پناه یوړه.

د تخلیې په بهیر کې اوکراین ته تللي افغانان
د تخلیې په بهیر کې اوکراین ته تللي افغانان

دا د اوکراین په پلازمېنه کېف ښار کې د کډوالو په یو کمپ کې ده وایي دوه ورځې کېږي د چاودنو او بریدونو په غږونو راویښېږي.

وسیمه وایي:" دلته یې دوه درې توغندي را وتوغول، د سهار له پنځو بجو چې ټول ویښ شوي، خپلې جامې راټولوي چې د پولې په لور وتښتي، که جګړه وشي ټلیفونونه او انترنټ بندېږي، دلته وضعیت بیخي خراب دی."

عبدالرب بایاني بل افغان کډوال دی چې نن سهار یې پر کېف ښار د روسیې د راکټي بریدونو له وېرې له خپلې کورنۍ سره د رومانیې په طرف حرکت وکړ.

بایاني وایي:" له یو شمېر کډوالو سره په اړیکه کې یم ځینو یې کمپونه پریښي ځینې نور د تښتېدو په هڅو کې دي، پولو کې ګڼه ګؤڼه زیاته ده شااوخوا ۱۰ کیلو متره لیرې لارې دي، دا بریدونه د کېف ښار په څنډو کې پر پوځي ځایونو زیاتې کېږي خو زه د دې لپاره چې ماشومان مې د بریدونو له غږونو وېرېدل د څو ورځو لپاره له کېفه ووتم."

په دغه هېواد کې پرون پر کېف ښار د روسیې له راکټي بریدونو سره هم مهاله د ګواښونو لوړېدل هم پیل شول.

په اوکراین کې د جګړې اور په دغه هېواد کې د افغان کډوالو برخلیک له ګواښ سره مخامخ کړ.
په اوکراین کې د جګړې اور په دغه هېواد کې د افغان کډوالو برخلیک له ګواښ سره مخامخ کړ.

د دغه هېواد اکثره وګړو له ګواښ سره مخامخ سیمې د امن سیمو ته د پناه وړلو په موخه پرېښودلې او ځینې یې ان نورو هېوادونو ته ولاړل.

خو په دغه جګړه کې د بند پاتې افغان کډوالو برخلیک به څنګه شي؟

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو په اوکراین کې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د بند پاتې افغان کډوالو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره دې اوکراین او روسیه خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د دې تر څنګ یو شمېر نور اروپا مېشتي افغانان په اوکراین کې د بند پاتې افغانانو د ژغورنې په هڅه کې دي.

د افغان فلم پخوانۍ مشرې صحرا کریمي په خپله ټویټر پاڼه په اوکراین له بند پاتې افغان کډوالو غوښتي چې امن سیمو ته د انتقالېدو لپاره دې له هغې سره اړیکه ونیسي.

XS
SM
MD
LG