د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

ولسمشر ولودومیر زلنسکي: اوکراین به تسلیم نه شي


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي ویلي، اوکراین به تسلیم نه شي.

هغه نن داسې وخت په خپل ټوېټر دا پیغام خپور کړی چې روسي ځواکونو کیف ښار محاصره کړی دی.

د اوکراین ولسمشر د کیف له یوې څنډې په ویډیويي پیغام کې زیاته کړې چې په پلازمېنه کې دی او خپلې وسله به په ځمکه کېنه‌ږدي او د خپل هېواد دفاع به وکړي.

هغه له پلازمېنې څخه د وتلو لپاره د متحده ایالاتو د مرستې وړاندیزونه هم رد کړي.

روسي ځواکونو کیف ښار محاصره کړی دی.
روسي ځواکونو کیف ښار محاصره کړی دی.

ویل کېږي چې روسي ځواکونه په ښارونو او پوځي اډو له ډزو او هوايي بریدونو وروسته د کیف پر لور روان دي او ظاهراً هڅه کوي چې پلازمېنه له څو خواوو محاصره کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا هم د روسیې د راکټونو له امله د ویجاړې شوې ودانۍ انځور ټویټ کړی دی.

هغه پر نړۍ غږ وکړ چې روسیه انزوا کړي، خپل سفیران وباسي او پر روسیې د تېلو بندیز ولګوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG