د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ زرګونه اوکرایني پوځیان د کیف دفاع ته ور ورسېدل


د یوکراین پوځ
د یوکراین پوځ

د اوکراین د پلازمېنې کیف درې میلیونه اوسېدونکي له درېیو شپو راهیسې هر ساعت د پېښېدونکي خطر د خبرداري اواز اوري.

کیف اوس د روسیې د پوځي یرغل دفاع ته ځان چمتو کوي. زرګونه اوکرایني پوځیان چې درانه تجهیزات ورسره دي، بېګا د پلازمېنې دفاع ته ور ورسېدل.

د اوکراین د دفاع وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي دي چې د پټرولي بمونو په وسیله د روسيې د پوځ یرغل شنډ کړي.

د کیف ځینو برخو او هغو سیمو کې چې مهم وزارتونه او دولتي ودانۍ په کې دي پرون مازیګر او شپه ډزې اورېدل کېدې.

په خارکییف او میلیتوپول ښارونو کې هم نښتې او جګړې وشوې.

د روسیې پوځ ادعا کوي چې د کیف په شمال لویدیځ کې د هوستومیل هوايي اډه یې نیولې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي دي چې د پټرولي بمونو په وسیله د روسيې د پوځ یرغل شنډ کړي.
د اوکراین د دفاع وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي دي چې د پټرولي بمونو په وسیله د روسيې د پوځ یرغل شنډ کړي.

دا ادعا نه ده تایید شوې او د اوکراین پوځ هم ویلي چې دې سیمه کې درنې جګړې روانې دي.

په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دې ټلوالې د بېګانۍ سرمشریزې په پای کې وویل، متحدانو اوکراین ته د جنګي تجهیزاتو او وسایلو پر لېږلو موافقه وکړه: "متحدانو اعلان وکړ او نور غړي یې هم خبر کړل چې څه ډول وسلو او ملاتړ ته اړتیا شته. زموږ د ملاتړ یوه برخه هوايي مدافعه ده نو د ناټو غړي نه یوازې پوځي ملاتړ بلکې اوکراین ته د نورو تجهیزاتو برابرولو ته هم دوام ورکوي."

د ناټو عمومي منشي همدا راز وویل، روسیه غواړي د اوکراین نظام وپرځوي.

په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې له اوکراین سره خبرو ته به یوازې هغه مهال کېني چې پوځ يې تسلیم شي.

بل خوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د اوکراین د جګړې له کبله ښايي ۵ میلیونه خلک کډوالۍ او د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.

د نړۍ ډېرو هېوادونو پر اوکراین د روسیې یرغل غندلی او پر مسکو یې سخت بندیزونه اعلان کړي، خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پرون وویل، بندیزونه کافي نه دي او زیاته یې کړه چې هېواد یې اوس مهال دې جګړې ته یوازې پاتې دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG