د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

ای پي سویچ سټار: ایا له افغانستانه د لوېدیځ وتلو پر اوکراین یرغل ته لار هواره کړه؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • ای پي سویچ سټار


ایا له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو وتلو پر اوکراین یرغل ته لاره هواره کړه؟

دا پوښتنه د بریتانیا ای پي سویچ سټار خپرونې کړې ده.

خپرونه لیکي، د بریتانیا د سلطنتي ځواک یو پخوانی قوماندان فکر کوي چې له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو د ځواکونو وتلو ممکن روسیه هڅولې وي چې پر اوکراین یرغل وکړي.

ډګروال ریچارډ کېمپ چې پنځلس کاله پخوا له پوځه تقاعد شوی او اوس په پوځي او امنیتي مسئلو تبصرې کوي وايي، فکر کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له افغانستانه د امریکا او ناټو د ځواکونو وتل د لوېدیځو ځواکونو د کمزوري کېدو نښه ګڼي او ښايي همدا سبب شوی وي چې پر اوکراین یې یرغل ته زړه ښه کړی دی.

ډګروال کېمپ دا احتمال نه ویني چې ناټو دې اوکراین ته ځواک ولېږي، خو احساس کوي چې باید ناټو د ختیځې اروپا په هغو هېوادونو کې چې اوس د ناټو غړي دي، خپل ځواک پیاوړی کړي.

دی وايي، ناټو په ایستونیا کې ځواک لري او په پولنډ کې هم د خپلو ځواکونو پیاوړتیا ته دوام ورکوي خو دی هیله لري چې د اوکراین پېښې به د بریتانیا حکومت وهڅوي چې د دفاعي بودیجې د کمولو پرېکړه بېرته واخلي.

ډګروال کېمپ وايي، د روسیې له لوري د ټول اوکراین له نیولو وروسته به په دغه هېواد کې هغسي چریکي جنګ پیل شي لکه څرنګه چې په افغانستان او چیچنیا کې وشو او روسانو ته یې درنې مرګ ژوبلې واړولې.

  • بروکېنګز انستیوت

بروکېنګز انستتیوت هم د اوکراین او افغانستان په تړاو دې ته ورته نظر څرګند کړی.

دا لیکنه هم په پوښتنه پیل شوې چې ایا اوکراین کېدای شي پوتین ته په افغانستان بدل شي؟

د بروس ریدل په قلم د دې لیکنې په پیل کې راغلي" حتا مخکې تر دې چې روسیه پر اوکراین یرغل پیل کړي، د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مادلین البرایټ په شمول ګڼو مبصرانو استدلال کاوه چې د روسیې له لوري د اوکراین اشغال به د هغسي مقاومت سبب شي چې په ۸۰مه لسیزه کې د شوروي پوځونه په افغانستان کې ورسره مخامخ شوي وو."

د بروکینګز انستیتیوت د شنونکي ښاغلي ریدل په باور، په افغانستان کې ماته د وارسا تړون د ماتېدو او په نهایت کې د شوروي اتحاد د دړې وړې کېدو یو مهم عامل و چې د روسیې اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین د پېړۍ تر ټولو ستر جیوپولیټیک ناورین بللی دی.

ریدل لیکلي، د دې لپاره چې پر دې پوی شو چې په اوکراین کې هم هغه څه تکراریږي چې په افغانستان کې وشول، مهمه دا ده چې په دې پوی شو چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغان مجاهدینو له لوري شوروي اتحاد څه ډول مات شو.

XS
SM
MD
LG