د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د نړۍ ۷ سترو هېوادونو په روسیې باندې د لا نورو بندیزونو په لګولو هوکړه وکړه 


د نړۍ ۷ سترو هېوادونو استازي
د نړۍ ۷ سترو هېوادونو استازي

د نړۍ اوو سترو صنعتي هیوادونو پر اوکراین برید د نړیوال نظم لپاره جدي ګواښ وباله.

دې ډلې ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اروپا کې د جګړې په پیلولو ځان د تاریخ ناسم لوري ته برابر کړی دی.

اوو سترو صنعتي هیوادونو دا اعلامیه پرون د خپلې انلاین غونډې په پای کې خپره کړه.

د جي اووه هېوادونو بهرنیو چارو وزیران
د جي اووه هېوادونو بهرنیو چارو وزیران

د روسیې پوځي اقدام په درسته نړۍ کې له غندنې او غوسې سره مخامخ شوی دی.

د اوو سترو صنعتي هیوادونو ډلې ویلي چې د انرژۍ د برابرولو په برخه کې د احتمالي خنډونو په اړه اقدام ته چمتو ده او همداراز تیاره ده چې په بشري مرستو د احتمالي پناه غوښتونکو ملاتړ وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان له مشرانو سره د اوو سترو صنعتي هېوادونو په انلاین غونډه کې ګډون کړی و.

اروپايي اتحادیې هم پر اوکراین د روسیې د حملې په وړاندې توند غبرګون وښود.

د اروپايي اتحادیې د اعلامیې د مسودې له هغې کاپۍ سره سم چې ازادي راډیو ترلاسه کړې، دې اتحادیې موافقه کړې چې پر روسیې به لا نور بندیزونه ولګوي.

د دې اتحادیې په اعلامیه کې پر اوکراین برید ناموجه بلل شوی او غندل شوی دی.

په اوکراین د روسیې برید
په اوکراین د روسیې برید

دې اتحادیې همداراز ویلي چې د روسیې پوځي اقدامات د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او د اروپا او نړۍ امنیت او ثبات کمزوری کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پرون وویل، د بندیزونو نوې لړۍ به د دې اتحادیې له لوري تر ټولو سخت بندیزونه وي.

ده زیاته کړه:" په دې سخت حالت کې به اوکراین ته فوري مرسته تنظیم کړو. موږ به په هغو سیمو کې چې د روسیې د حملې له کبله اغېزمن شوې دي د خپلو کارکوونکو په ګډون د تخلیې د عملیاتو د ملاتړ لپاره فعاله یو."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ ادارې پرون / پنجشنبې په دې اتحادیه کې د روسیې سفیر پر اوکراین د روسیې د حملې په خاطر احضار کړ.

XS
SM
MD
LG