د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

اوکراین نړۍ ته: پوتین د ټول اوکراین د نیولو لپاره حمله وکړه؛ مخه یې ونیسئ


اوکراین
اوکراین

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا وویل چې پوتین د ټول اوکراین د نیولو لپاره حمله پیل کړه، د ده په وینا د اوکراین سوله ییز ښارونه تر برید لاندې دي.

کولیبا زیاته کړه چې اوکراین به د ځان دفاع وکړي او دا جګړه به وګټي.

کولیبا زیاته کړه چې اوکراین به د ځان دفاع وکړي او دا جګړه به وګټي.
کولیبا زیاته کړه چې اوکراین به د ځان دفاع وکړي او دا جګړه به وګټي.

اوکراین په نړۍ غږ وکړ چې د پوتین د تېري مخه ونیسي او دستي لاس په کار شي.

د اوکراین له دننه راپورونه څرګندوي چې دفترونه بند دي، ښوونځي تړل شوي، پوهنتونونه رخصت شوي او حکومت خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې له کورونو رابهر نه شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي بیړنۍ حالت اعلان کړی او د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جو بایډن سره یې په ټیلیفون خبرې کړې دي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې ولسمشر پوتین د جګړې لاره خپله کړه او دا جګړه به د ډېرو انسانانو ژوند واخلي.

د ښاغلي بایډن په وینا روسیه د دې ناورین مسؤله ده.

جو بایدن وویل چې ولسمشر پوتین د جګړې لاره خپله کړه
جو بایدن وویل چې ولسمشر پوتین د جګړې لاره خپله کړه

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې واشنګتن به له خپلو متحدانو او شریکانو سره په ګډه روسیې ته ځواب ورکړي.

بل لور ته ډیپلوماتانو خبر ورکړ چې ناټو سبا په بروکسل کې د غړیو هېوادو د مشرانو غونډه لري او د روسیې له لورې به د اوکراین د اشغال په خاطر د نویو ګامونو په تړاو خبرې وکړي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اوزلا فن ډیر لین هم ولسمشر پوتین مسؤل وباله او وویل چې پوتین اروپا ته جګړه راوړه.

اورزلا فن دیر لین زیاته کړه چې له اقتصادي پلوه به روسیه وځپي او پرې به نږدو چې اقتصادي ظرفیتونه یې لوړ او مډرنه شي.

په اوکراین د روسیې یرغل
په اوکراین د روسیې یرغل

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیف بوریل بیا وویل چې له نړیوالې دوهمې جګړې را وروسته دا تر بل هر وخت د اروپا لپاره تیاره شېبې دي او اروپایي ټولنه به په ډېر قوت ځواب ورکړي.

ناټو د روسیې برید غندلی دی ، دا یې لویې جګړې ته پارونه بللې ده ، ناټو په ورته وخت کې د اوکراین ګاونډی بلاروس غندلی دی چې دې برید ته یې زمینه برابره کړې ده.

بلاروس ته په وروستیو کې دېرش زره روسیي سرتېري ولاړل چې هلته په پوځي تمریناتو کې برخه واخلي بیا دا پوځیان هلته پاتې شول.

روسيي سرتېري بلاروس ته روان دي
روسيي سرتېري بلاروس ته روان دي

ناټو په خپل ویب پاڼه کې لیکلي دي چې د واشنګتن د تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده.

په دې ماده کې راغلي دي که چېرته د ناټو پر کوم غړي برید وشي دا دا معنی لري چې د ناټو پر ټولو غړیو هېوادونو حمله شوې او باید ځواب ورکړل شي.

البته اوکراین د ناټو غړی نه دی.

د سویډن صدراعظم د دغه هېواد دفاع وزارت ته لارښوونه کړې ده چې سمدستي چمتو شي او هر راز چې کېږي د اوکراین ننګه وکړي.

د پولنډ ولسمشر په اوکراین کې سمدستي د عملیاتو د درېدو غوښتنه کړې ده.

د روسیي پیسې، روبل ارزښت پر اوکراین د ماسکو تر برید وروسته تر بل هر وخت د ډالر په وړاندې ټیټ شو، نن د ډالر په وړاندې د روبل ارزښت نهه اتیا اعشاریه شپیتو ته ښکته شو.

تر حملې مخکې یو ډالر شااوخوا اویا روبله کېده.

XS
SM
MD
LG