د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

نیویارک ټایمز: په اوکراین د روسیې برید لسګونه زره کسان له بیړني حالت سره مخ کړي


اوکراینیان
اوکراینیان
  • نیویارک ټایمز

پر اوکراین د روسیې بریدونو د ګڼو لوېدیځو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي پنجشنبه سهار وختي تر هغه لږ څه وروسته چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځانګړو پوځي عملیاتو د پيل اعلان وکړ د اوکراین په ښارونو کې د چاودنو درانه غږونه واورېدل شول.

په مقاله کې راغلي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د بریدونو تر پیل مخکې په یوه ټلوېزیوني وینا کې روسان مخاطب کړل او وویل چې ده غوښتل له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي خو هغه یې ټیلیفون ځواب نه کړ.

نیویارک ټایمز لیکي، پوتین له ډېره وخته په دې فکر کې وو چې په خپلو ګاونډیانو څه ناڅه کنټرول ولري هغه ګاونډیان چې یو وخت د لویې روسيې امپراتورۍ او شوروي اتحاد برخه وو.

د لیکوال په خبره پوتین د شوروي اتحاد په پرځېدو باندې شرمېدو او دا چې څنګه یې لوېدیځ ځای ونیوه.

د اوکراین د پلازمېنې کېف په شمول په ګڼو ښارونو باندې د روسیې بریدونو لسګونه زره کسان له یوه بیړني حالت سره مخ کړل او ګڼ یې په دې لټه کې دي چې خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د یوې کیف مېشتې خبریالې نتالیا ګومینیک مقاله خپره کړې چې وايي سهار وختي د بمونو په غږونو را وېښه شوه.

هغې وړاندې لیکلي چې یوې مشهورې روسۍ خبریالې زنګ ور وواهه او له دې یې ځکه بښنه وغوښته چې روسي پوځیانو په اوکراین باندې بریدونه پیل کړل.

نتالیا وايي موږ دواړو د سختو حالاتو او جګړو رپوټونه ورکړي خو اوسني پیل شوی ناورین باندې مو ښه شېبه وژړل.

  • شپېګل

د جرمني شپېګل خپرونې لیکلي جرمن او اروپايي چارواکو په اوکراین د روسیې بریدونه وغندل.

د جرمني د صدراعظم اولاف شولز خبرو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي پر اوکراین د روسیې برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او دا د اوکرایین او اروپا لپاره یوه تیاره ورځ ده.

د اروپايي کمېسیون د مشرې اورځلا ون درلاین خبرو ته هم اشاره شوې چې د دغو بریدونو هدف یې د اروپا د ثبات او د ټولې نړۍ د سوکالۍ د ګډوډولو هڅه بللې ده.

XS
SM
MD
LG