د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

تېر یوه کال کې د افغان ځواکونو تر څنګ د نړیوالو ځواکونو د ونډې څېړل


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت وايي، په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې په افغانستان کې مهم عملیات ترسره کړي.

په دغه کال کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ بهرني ځواکونو هم په جګړه کې ونډه درلوده.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت وايي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد د امریکايي ځانګړو ځواکونو له لوري مهم عملیات ترسره شوي دي.

د دغه مأموریت د عامه اړیکو مسؤل بل سلفین ازادي راډیو ته وویل، د دغو عملیاتو په لړ کې د حافظ سعید خان په ګډون د داعش ډلې ۱۲ کلیدي مشران ووژل شول او تر ۲۵ او ۳۰ سلنه داعش جنګیالي له‌منځه تللي.

افغانستان کې د داعش ډلې وژل شوی مشر حافظ سعید
افغانستان کې د داعش ډلې وژل شوی مشر حافظ سعید

ښاغلي سلفین وویل، په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو مخه نیول شوې او د دغې ډلې فعالیتونه له ۹ ولایتونو څخه ۳ ولایتونو پورې محدود شوي دي، مالي سرچینې یې هم پاشل شوي او د قوماندې او روزنې مرکزونه‌یې له‌منځه تللي دي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه هم په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ګټور او له لاسته راوړنو ډک بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل، بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو سره په همغږۍ وتوانېدل چې د ترورېستي ډلو کلیدي هستې تر بریدونو لاندې راولي او د هغوی د اصلي مرکز د جوړېدو مخه ونیسي.

صدیقي: د بهرنیو ځواکونو بریدونه ګټور وو.
صدیقي: د بهرنیو ځواکونو بریدونه ګټور وو.

نوموړي زیاته کړه:

"د ناټو او امریکايي ځواکونو بریدونه چې پر خاصو اهدافو ترسره شول د ترورېستي ډلو د کلیدي هستو او یا هم منابعو په له‌منځه وړلو کې ګټور وو یعنې دا چې د ترورېستانو کلیدي اشخاص د دغو حملو په پایله کې له‌منځه لاړل."

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وايي چې د نورو کلونو په پرتله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې امنیتي ننګونې ډېرې وې.

ولایتي شورا: د ارزګان پر ۹۰ سلنې برخې طالبان کنټرول لري

د ښاغلي صدیقي په خبره، حقاني شبکې، وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې غوښتل چې په افغانستان کې خپل اصلي مرکزونه جوړ کړي، خو افغان او بهرنیو ځواکونو یې مخه ونیوله.

افغان امنیتي مسؤلین وايي چې په کندز ولایت کې د وسله‌والو د ځپلو او له دغه ولایت څخه د هغوی د ایستلو او همداراز په ننګرهار، ارزګان، هلمند او فراه ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو د مخنوي په برخه کې امریکايي او ناټو ځواکونو مهم رول درلود.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، د امریکا د نوي تکنالوژۍ او الوتکو څخه په ګټې اخیستنې سره توانېدلي چې د دښمن مورچلې له‌منځه یوسي.

خو ايا د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو اړتیاوې پوره شوي او که لاهم د بهرنیو ځواکونو مرستو ته اړتیا لري؟

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"اړتیا ده چې یوه مجهزه هوايی قوا، د رادار قوا، انجینري او توپچي قوا او همداراز عالي استخباراتي تکنالوژي په واک کې ولرو."

د ۲۰۱۵ میلادي کال له پیل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد ټول امنیتي مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، خو بهرنیو ځواکونو د مشورې او تخنیکي پلوه له افغان ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړ.

اوس‌مهال د امریکايي ځواکونو سربېره شااوخوا څوارلس زره بهرني سرتېري په افغانستان کې حضور لري او د روزنې او مشورې په برخو کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې امنیتي وضعیت د دې لامل شو چې امریکا د افغانستان په اړه خپل دریځ ته بدلون ورکړي.

د ۲۰۱۶ کال جولای میاشت کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د وضعیت له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د شته امریکايي سرتېرو شمېر کم نه‌شي.

هغه همداراز پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې شته امریکايي سرتېرو ته ډېر واکونه او صلاحیتونه ورکړي.

امریکايي چارواکو ویلي، اوس‌مهال شااوخوا ۸ زره او ۴ سوه امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري.

په افغانستان کې د داعش ډلې پیدا کېدل هم یوه ننګونه وه.

په ختیځ زون کې د سرحدي لوا رئیس ایوب حسین‌خېل ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو هوايي ځواکونو سره په همغږۍ په دې وتوانېدل چې په دغه کال کې ډېرې سیمې له داعش څخه تصفیه او ونیسي.

حسین‌خېل: له داعش څخه ګڼې سیمې نیول شوي.
حسین‌خېل: له داعش څخه ګڼې سیمې نیول شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هېواد په ختیځ کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو په له‌منځه وړلو کې د بهرنیو ځواکونو حملې ګټورې وې او همداراز دغو حملو د جګړې په ډګر کې افغان سرتېرو ته هم مورال ورکړ."

بله پېښه چې په ۲۰۱۶ کال کې وشوه د کندز د ځینو سیمو د دوهم ځل سقوط وو.

کندز والي: د کندز ښار دوهم ځل سقوط کې زموږ بېغوري وه

دغه ښار په لنډه موده کې د امریکايي ځواکونو په همکارۍ بېرته د افغان ځواکونو له لوري ونیول شو.

د هېواد په شمال ختیځ کې د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کامه‌وال وايي، بهرنیو ځواکونو په تېر کال کې یوازې په کندز ولایت کې له ۳۰۰ څخه زیات ګډ او مستقل عملیاتونه کړي.

کامه‌وال: د نړیوالو ځواکونو عملیات ډېر اغېزمن و.
کامه‌وال: د نړیوالو ځواکونو عملیات ډېر اغېزمن و.

نوموړي زیاته کړه:

"که رښتیا هم د کندز په سږنۍ پېښه کې که چېرې بهرني ځواکونه له موږ سره نه‌وی، کېدای شوی چې دغه ولایت سقوط وکړي، خو د بهرنیو ځواکونو په همکارۍ موږ وتوانېدو چې دښمن تر قوي بریدونو لاندې ونیسو."

هلمند هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د نورو تېرو کلونو په پرتله په ۲۰۱۶ کال‌یې امنیتي وضعیت کړکېچن وو.

فعالان: د هلمند له سقوط سره ۵ نور ولایتونه هم سقوط کوي

د هلمند د خلکو استازې نسیمې نیازۍ ازادي راډیو ته وویل، په ۲۰۱۶ کال کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري شوي عملیاتونه ګټور نه‌و.

نوموړې زیاته کړه:

"په ټوله کې هغه پایله چې موږ باید ترلاسه کړې وی هغه نه‌دي ترلاسه شوي، ټولې سیمې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې دي نو څنګه د هغوی بریاليتوب اعلان شو."

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت ویاند جنرال چارلس کلېفلنډ ویلي امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال له پیله د همدغه کال تر اکټوبر میاشتې په افغانستان کې ۷۰۰ هوايي حملې کړي، خو د پوره یو کال د حملو په اړه د قاطع ملاتړ مأموریت له لوري لاتر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

په ۲۰۱۶ کال کې نورې امنیتي پېښې هم رامنځته شوې دي.

په دغه کال کې نړیوالې ټولنې د وارسا ستره ناسته هم ترسره کړه او په دغې ناسته کې ژمنه وشوه چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به له افغان ځواکونو سره ۱۵،۲ میلیارده ډالره مرسته وشي.

په دغه کال کې امریکا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته ۴۹۲ زرهي واسطې وسپارلې.

په دغه کال کې امریکا او هند هم افغانستان سره د هلیکوپټرو مرسته وکړه، د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان وايي، له دغو هلیکوپټرو څخه په ګټې اخیستنې افغان پلي ځواکونو سره ډېره مرسته شوې او د دښمن مورچلې په نښه شوې دي.

د هوايي ځواک د قوماندان جنرال شعیب په خبره، په دغه کال کې نېږدې ۲۰ طیارې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د A29، MD530، M35 ، M24 طیارو او A17 هلیکوپټرو څخه په استفادې دښمن ته مو سخت ضربات ورکړي."

یو شمېر پوځي کارپوهان بیا دلایل وړاندې کوي چې ګواکې د جګړو په ډګر کې بهرني ځواکونه ګټور نه‌وو.

د عتیق‌الله امرخېل په خبره، د ناتو ځواکونو د محاربوي فعالیتونو کمښت او په هوايي حملو کې ملکي کسانو ته تلفات اوښتل د بهرنیو ځواکونو په فعالیتونو کې عمده ستونزې وې.

امرخېل: د نړیوالو ځواکونو عملیات ګټور نه وو.
امرخېل: د نړیوالو ځواکونو عملیات ګټور نه وو.

نوموړي زیاته کړه:

"په کلیو او بانډو کې په جګړه او محاربوي فعالیتونو کې دومره ګټور نه‌دي او نه‌هم دومره برخه اخلي."

ښاغلي امرخېل همداراز وویل، د امنیت د ښه کېدلو لپاره باید مدیریت په پام کې ونیول شي، همغږي باید رامنځته او له پرسونل څخه ساتنه وشي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG