د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

احمدزی: هلمند کې د وسله والو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي


د هلمند امنیتي چارواکي وايي په تېرو دوو شپو کې په یاد ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ګڼ نور یې ټپيان شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان بریدجنرال ولي محمد احمدزي نن شنبې رسنیو ته وویل چې د تېرې شپې راهیسې د لښکرګاه ښار پر شااوخوا او ولسوالیو کې د وسله والو په وړاندې تصفیوي عملیات پيل شوي دي.

په ورته وخت کې په هلمند ولایت کې د پولیسو ۵۰۵ بست زون قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وايي چې تېره شپه یې د لښګرګاه ښار پر شااوخوا یې درې چاپې وهلي چې له امله یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

انګار د لښکرګاه ښار د سقوط اوازې رد کړې.

دواړو چارواکو په یادو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

داپه داسې حال کې ده چې د تېرو دوو اونیو راهسې د لښکرګاه په دوهمې اودریمې حوزو کې د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

په دې اړه له هلمنده د ازادي راډيو د خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG