د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د امریکا پوځ هلمند کې د خپل یوه عسکر وژل کېدل تائید کړل


د امریکا پوځ په هلمند کې د خپل یوه عسکر د وژل کېدو او د یوه بل د زخمي کېدو خبر تائید کړ.

دا امریکايان د هغو پوځيانو له ډلې وو چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره تازه هلمند ته استول شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې پر دغو عسکر د سړک پر غاړې ځای پر ځای شوی ماین الوتی دی.

د امریکا دفاع وزارت پرون سې شنبې په یوې خبرپاڼه کې وویل چې په هلمند کې د زخمي امریکايي عسکر روغتیايي وضعیت ښه دی خو په پرونۍ چاودنه کې د وژل شوي عسکر د هویت په اړه جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

د امریکا د پوځ په وینا، پرونۍ چاودنه په لښکرګاه کې د افغان او امریکايي پوځیانو د ګډې ګزمې سیمې ته نېږدې شوې وه.

د پنټاګون په خبرپاڼه کې په ‎دې اړه چې شپږ افغان عسکر هم په‎ دې پېښه کې زخمیان شوي، ژوره خواشیني څرګنده شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو د قاطع ملاتړ مأموریت ویاند په هلمند کې د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې خبر د تائید تر څنګ، یو وار بیا ټینګار کړی چې د دوی عسکر له وسله‎والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ګډون نه‎کوي.

په هلمند کې د وسله‎والو طالبانو د حملو له شدت سره، روانه اوونۍ تر ۱۰۰ زیات امریکايي عسکر دې ولایت ته واستول او په لښکرګاه کې ځای پر ځای شول.

جنرال چارلس کلېفلېنډ په کابل کې د هلمند وضعیت په اړه خبریالانو ته وویل چې په ځيني ولسوالیو کې د وسله‎والو طالبانو د وروستیو حملو شدت تر بل وخت زیات وو.

کلیفلېنډ: د هلمند ځيني ولسوالیو کې د طالبانو د وروستیو حملو شدت تر بل وخت زیات وو.
کلیفلېنډ: د هلمند ځيني ولسوالیو کې د طالبانو د وروستیو حملو شدت تر بل وخت زیات وو.

امریکايي ځواکونه پر وسله‎والو طالبانو هوايي حملې کوي خو د ائتلافي قواوو د قاطع ملاتړ مأموریت ویاند جنرال کلېفلېنډ ویلي چې هلمند ته تازه استول شوي پوځیان به یوازې د افغانستان د امنیتي قواوو په روزنه بوخت وي.

د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په‎ دې څه نه‎دي ویلي چې هغو دوو عسکرو چې پرون په هلمند کې په ماین الوتي، د پېښې ځای کې او ګزمه کې څه کول خو څرګنده کړې یې ده چې دواړه عسکر له افغان امنیتي ځواکونو سره د "روزنې، مشورې او ملاتړ" د مأموریت غړي وو.

په وروستیو کې لیدل شوي چې امریکايي پوځیان د وسله‎والو طالبانو د حملو په ځای کې د امریکايي الوتکو د هوايي حملو د تنظیم لپاره له افغان لوري سره مرسته کوي.

دا په روان میلادي کال کې اول وار دی چې یو امریکايي پوځي د وسله‎والو طالبانو په حمله کې ووژل شو، خو د روان کال په جنورۍ کې هم یو امریکايي مأمور په هلمند کې وژل شوی و.

دا په روان میلادي کال کې اول وار دی چې یو امریکايي پوځي د وسله‎والو طالبانو په حمله کې ووژل شو
دا په روان میلادي کال کې اول وار دی چې یو امریکايي پوځي د وسله‎والو طالبانو په حمله کې ووژل شو

د امریکا ځانګړو سمندري ځواکونو په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هم هلمند ته ور ودانګل او د وسله‎والو طالبانو پر ضد په عملیاتو کې يې افغان لوري ته اوږه ورکړه.

د امریکا دې سمندري ځواکونو شپږ کاله مخکې له افغانانو سره مرسته وکړه چې پر هلمند کنټرول وساتي خو دا عملیات د سلګونو امریکايي، ائتلافي او افغان پوځیانو د تلفاتو په بیعه تمام شو.

بهرني ځواکونه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له هلمنده ووتل او له هغه راهیسې وسله‎وال طالبان وخت ناوخت د کلیو او ولسوالیو د نیولو ادعا کوي.

امريکا په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر لري.

XS
SM
MD
LG