د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

افغانستان کې د ډېرو امريکايي پوځيانو پرېښودل، مثبت پيغام ورکوي


د امريکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، په افغانستان کې د ډېرو امريکايي پوځيانو پرېښودل، مثبت پيغام ورکوي.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د امريکا ١٣ پخوانيو جنرالانو او ډيپلوماتانو د خپل هېواد ولسمشر ته په يوه ليک کې ليکلي، افغانستان داسې هېواد دى چې د امريکا متحده ايالات يې بايد ثبات او پرمختګ ته پام وکړي، ځکه واشنګټن هلته په پراخه پيمانه پانګونه کړې ده.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امريکا د پخواني سفير رونالډ نيومن (Ronald Neumann ) په حواله ليکي چې ويلي يې دي، دا تصميم ډېر مهم دى، ځکه دېته زمينه برابروي چې امريکا په افغانستان کې په اغېزناک ډول عمل وکړي.

واشنګټن پوسټ د ځينو تحليل کوونکو له قوله ليکلي چې وايي د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته په کار وه پخوا لا په افغانستان کې د ډېرو پوځيانو د پرېښودلو تصميم اعلان کړي او په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو پرځاى چې په امريکا کې دننه يې هرکلى وشو، بايد د افغانستان وضعيت ته يې پام کولاى او هغو ګواښونو ته يې پام اړولاى چې په سيمه کې د امريکا متحدو ايالتونو حکومت ورسره مخامخ دى.

تحليل کوونکو ورځپاڼې ته ويلي، امريکا بايد ډاډ ترلاسه کړي چې د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت له ړنګېدو وژغورل شي.

والستريت ژورنال:

د امريکا چاپ بلې ورځپاڼې والستريت ژورنال هم په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د نړيوالو د پوځي حضور پر دوام ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، که څه هم له مخکني پلان سره سم په ٢٠١٧م کال په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر به تر ٥٥٠٠ زياتوي، خو دا د دوى د پوځيانو تر اوسني شمېر چې نژدې لسو زرو ته رسېږي، کم دى.

ورځپاڼې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال جو ووتل (Gen. Joe Votel) په حواله ليکلي چې ويلي يې دي:

امريکا په افغانستان کې د دوه ډوله ماموريت لپاره په دغه هېواد کې خپل لسګونه زره سرتېري پرېږدي چې افغان ځواکونه وروزي او هم د ټروريزم په وړاندې مبارزه کې برخه ولري.

ده ويلي، خو بيا هم له لسو زرو څخه د سرتېرو شمېر ٨زره ٤٤٠ ته راکمول ضروري نه ده چې همدا اوس عملي شي، بلکې دا پروسه وخت نيسي.

والستريت ژورنال ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د حضور په اړه د واشنګټن بې تصميمي د امريکا متحدان تر يوه حده ستړي کړي وو او د ولسمشر بارک اوباما اعلان دغه انتظار پايته ورساوه.

سټارس اينډ سټرايپس:

بلې امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو له اوسني شمېر يعنې ٩٨٠٠ څخه ٦٩٥٠ تنه يې د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د افغان قواوو په سلا مشوره بوخت وو او پاتې نورو يې د ټروريزم ضد عملياتو کې برخه درلوده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباماپه پام کې لرل چې د امريکايي پوځيانو اوسنى شمېر ٥٥٠٠ ته راکم کړي، خو د امريکا د دفاع وزير په ګډون د امريکا د نورو عالي رتبه پوځي قوماندانانو د وړانديزونو پر اساس ښاغلي اوباما په افغانستان کې تر دې د زيات شمېر پوځيانو د پرېښودلو پرېکړه وکړه.

سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن هم دا څېړي چې څومره سرتېري د افغان قواوو په روزنه او څومره نور د ټروريزم ضد جګړه کې برخه ولري.

خو ورځپاڼه ليکي، يو ټکى څرګند دى، چې اکثريت امريکايي پوځيان به د افغان قواوو د روزنې مسوول وي.

XS
SM
MD
LG