د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

چارواکي: داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې


د ننګرهار چارواکي وايي، دغلته د داعش ډله د پرله‌پسې عملیاتو په ترڅ کې کمزورې شوې ده.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال په اوږدو کې د پرله‌پسې پوځي عملیاتو په ترڅ کې په دې ولایت کې د داعش ډله ځپل شوې، ګڼ جنګیالي یې وژل شوي او جنګي ځواک‌یې کمزوری شوی دی.

خوګیاڼی: ننګرهار کې د داعش ډلې زرګونه وسله وال وژل شوي.
خوګیاڼی: ننګرهار کې د داعش ډلې زرګونه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیاتو ته په اشارې ازادي راډيو ته وویل:

"د داعش زرګونه وسلهوال چې د کرښې له هاغاړې به را اوښتل یا به له نورو ځایونو له داعش سره یوځای کېدل، دوی اکثره ووژل شول، په ننګرهار کې د دوی مهم قوماندانان له‌منځه ولاړل او د دوی رهبري ړنګه شوه، اوس هم ننګرهار کې د داعش فعالیت شته، خو دوی په ډېر کمزوري جنګي وضیعت کې دي."

په ورته توګه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قوماندانان هم د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې د کمزوري کېدو پخلی کوي.

د سټارس اينډ سټرایيس امریکايي ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند بريد جنرال جان کلېفلنډ له خولې وايي، وړم کال په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو شمېر له یونیم زرو څخه تر درې زرو پورې اټکل کېده، خو د نوموړي په وینا په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دې وسله‌والو شمېر زرو ته راکم شوی دی.

تر دې څو اوونۍ مخکې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان هم په یوې خبري غونډه کې د «زرغونې تورې ۱» او «زرغونې تورې ۲» په نومونو هغه عملیات بریالي وبلل چې په افغانستان کې یې د افغان ځواکونو سره په ګډه د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې د دې وسله‌والې ډلې پر ضد کړي دي.

نېکلسن: افغانستان کې د داعش ډلې ۱۲ قوماندانان وژل شوي.
نېکلسن: افغانستان کې د داعش ډلې ۱۲ قوماندانان وژل شوي.

​جنرال جان نېکلسن د دې عملیاتو په اړه په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي وو:

"په دې دوو عملیاتو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې ۱۲ مهم قومندانان ووژل شول، په دې ډله کې د دوی مشر «حافظ سعید» هم شامل و، په دې عملیاتو کې د دې ډلې له پنځه ویشتو تر دېرشو په سلو کې ځواک هم راکم شو او د اسلامي دولت ډلې د پنځه سوو په شا او خوا کې وسله‌وال په‌کې ووژل شول، د دوی تر شلو زیات مرکزونه او د روزنې کمپونه ویجاړ شول، مالي شبکې یې ګډې وډې شوې او په افغانستان کې د داعش د مرکزونو له درې برخو دوه‌یې راکم کړل، داسې چې د ننګرهار ولایت له نهو ولسوالیو څخه درې ولسوالیو ته محدود شول."

په داسې حال کې چې افغان او امریکايي چارواکي د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ځواک د کمېدو خبره کوي، له غور ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې د ولایتي شورا استازو او عامو خلکو دغلته د داعش د وسله‌والې ډلې د فعالیتونو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې.

د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیر قادري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"شاه‌ولي د دوی یو قوماندان دی چې له داعش سره‌یې بیعت کړی، نوموړي د وسله‌والو جذبول چټک کړي او هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره نظامي حرکتونه تنظیم کړي."

عبدالبصیر قادري وايي، په غور کې د داعش ډلې وروسته له هغې فعالیتونه پراخ کړل چې د فیروزکوه په شمال کې د دې وسله‌والې ډلې پر ضد روان عملیات د هوا د سړېدو له کبله درول شوې دي.

نوموړي په مرغاب او غلمین سیمو کې د داعش ډلې له‌خوا د خلکو د جذب په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د ده د معلوماتو له مخې داعش په دې سیمو کې ان یو شمېر ښځې هم د لس زرو څخه تر پنځلس زرو کلدارو تنخوا په بدل کې خپلو لیکو ته جذب کړي دي.

XS
SM
MD
LG