د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

سټارس اينډ سترايپس: د داعش جنګياليو شمېر نيمايي ته راکم شوى


امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس چې تر ډېره پر پوځي مسايلو ليکنې خپروي، په خپله تازه ګڼه کې د داعش ډلې په وړاندې د افغان او امريکايي ځواکونو پر برياوو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي،که څه هم په افغانستان کې د دېره امريکايي ځواکونو ډېره برخه د افغان قواوو په روزنه او سلا مشوره کې نقش لري، خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما روان ميلادي کال، امر وکړ چې دغه ځواکونه کولاى شي د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پرضد هم په عملياتو کې همکاري وکړي.

د ورځپاڼې په ليکنه، په افغانستان کې د امريکايي قواوو وياند بريد جنرال جان کليفلنډ څرګنده کړې چې په افغانستان کې يې د روان ماموريت اساسي هدف دا دى چې د خپل هېواد د ګټو دفاع وکړو او هغه کسان چې زيان وررسوي، وځپو.

ورځپاڼه زياتوي، ښاغلي کليفلنډ کال مخکې اټکل کړى و چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش له يونيم زرو نيولې تر درې زرو پورې جنګيالي فعال دي، خو د ده په وينا روان ميلادي دغه شمېر زرو تنو ته راکم شوى دى.

د ده په وينا دوى توانېدلي په افغانستان کې د داعش حضور ډېر کمرنګه کړي.

د سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼې په حواله، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ټروريزم ضد عملياتو کې د داعش ډلې ١٢ مهم غړي وژل شوي چې د دوى يو امير حافظ سيعد هم په کې شامل دى.

د ورځپاڼې په باور، په دغو عملياتو کې د القاعده شبکې ته هم درانه ګوزارونه ورکړل شوي او د جنرال کليفلنډ په وينا د امريکا په ٣٥٠ پوځي عملياتو کې د القاعده شبکې شا و خوا ٢٠٠ جنګيالي، يا وژل شوي، يا هم نيول شوي دي.

واشنګټن پوست:

بلې امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ بيا د افغانستان په باب په خپل يوه چاپ کړي مطلب کې د جنرال دوستم او احمد ايشچي ترمنځ پر وروستۍ لانجې تمرکز کړى دى.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، زيات افغانان شک لري چې ولسمشر محمد اشرف غني دې وکړاى شي دغه پخوانى جنګسالار عدالت ته راکش کړي، ځکه د ده حکومت د داخلي اختلافاتو له کبله کمزورى شوى او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو له ځنډېدو سره افغان حکومت د مشروعيت له بحران سره هم مخامخ دى.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله، د جمهوري رياست د اول مرستيال جنرال دوستم لانجه چې د خپل يوه رقيب په جسمي او جنسي تاوتريخوالي تورن دى، افغان حکومت ته يو بل ګوزار ګڼل کېږي.

ورځپاڼې د دوستم د وياند بشير احمد ته ينج په حواله ليکلي چې ويلي يې دي، دوستم هېچا ته ځواب ويونکى نه دى، خو ده تائيد کړه چې د دوستم ساتونکو له ښاغلي ايشچي سره ناوړه چلند کړى دى.

ورځپاڼې د پتريشا ګاسمن په حواله چې د بشري حقونو د څار په اداره کې د افغانستان د برخې مسؤله ده ليکلي چې وايي، دوستم په افغانستان کې د معافيت يوه بېلګه ګڼل کېږي، خو استثنى کېدلاى نه شي.

د مېرمن ګاسمن په خبره، که ولسمشر محمد اشرف غني غواړي، څرګنده کړي چې له افرادو په تحقيقاتو کې جدي دى، دى نه شي کولاى د دوستم په قضيې سره دغه هڅې پيل او ختمې کړي.

د واشنګټن پوسټ په باور، دا مهمه نه ده چې دوستم مجازات کېږي که نه، خو پر دوستم د ايشچي له خوا لګول شوي تورونه د دې سبب شوي چې په افغانستان کې دننه او بهر خلک د دوستم په باب خبرې او بحثونه وکړي.

په دې اړه هم بحثونه کېږي چې دوستم بايد په ٢٠٠١میلادي کال کې د طالب بنديانو د وژنې په خاطر نړيوالې جنګي محکمې ته راکش کړاى شي.

دا وار د دوستم خپل قوميان، ازبک ټبره هم د وروستۍ لانجې له کبله پر ده په غوسه ښکاري.

XS
SM
MD
LG