د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

کونړ امنیه قوماندان: غرنیو سیمو کې داعش ځالې جوړې کړي


د کونړ امنیه قوماندان جنرال جمعه‌ګل همت وايي، د ولایت په یو شمېر لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې داعش لنډ مهالې ځالې جوړې کړې دي.

ښاغلي همت په یوه ځانګړي مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې کونړ کې پرتو افغان ځواکونو په روان کال کې د وسله‎والو مخالفینو لسګونه بریدونه په شاتمبولي او ورته‌يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې.

نوموړی وايي:

"الحمدالله کونړ کې د خلکو په همکارۍ او د افغان ځواکونو په سرښندنو امنیت ډېر ښه دی او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی."

هغه وویل، که څه هم چې د اسمار او ناړۍ ولسوالۍ تر منځ د سړک په اوږدو او چپه دره کې یو څه امنیتي ستونزې شته خو دوی غواړي چې هلته پوځي عملیات ترسره کړي.

ښاغلي همت زیاته کړه چې د ولایت په یو شمېر لیرې پرتو او ځنګل لرونکو سیمو کې داعش وسله‎والې ډلې لنډ مهال او پټ مرکزونه جوړ کړي او د جلب او جذب کار يې پیل کړی دی.

ښاغلی همت وايي:

"داعش ننګرهار کې یو څه ناڅه عملیات درلودل، خصوصاً د خلکو په کورونو او ناموسونو يې بریدونه وکړل، هلته د خلکو زړونه ترې تور شوي. د کونړ خلک‌يې هم ملاتړ نه‎کوي."

څو میاشتې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړې غرنۍ او د ډیورنډ په کرښه پرتې سیمې ته د داعش یا اسلامي دولت ډلې مشر حافظ سعید د خپلې کورنۍ او ملګرو سره یوځای راغلی او غواړي چې له یاد ځایه خپل وسله‎وال فعالیت په کونړ کې هم پیل کړي.

خو بیا وروسته وویل شول چې حافظ سعید او ملګري يې بېرته ننګرهار ته تللي دي.

د کونړ امنيه قوماندان په داسې حال کې د داعش د شتون خبره کوي چې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې دغه ډله فعالیت کوي چې تر دې دمه د افغان ځواکونو او داعش تر منځ زیاتې نښتې شوي او په‌کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG