د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

دفاع وزارت: د ژمنیو عملیاتو پر پلان کار روان دی


د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین وایي، امنیتي ځواکونو د «شفق ۲» په نامه ځمکنیو عملیاتو پر پلان کار پیل کړی دی.

دفاع وزارت وايي، ټاکل شوې سږ کال افغان امنیتي ځواکونه د تېر کال ژمي په پرتله ګروپي عمل وکړي.

یاد وزارت وایي، «شفق ۲» هغه علمیات دي چې په سږني ژمي کې به په ناامنو او هغو سیمو کې تر سره شي چې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن چهارشنبه په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دغو عملیاتو پر پلان کار روان دي.

د ښاغلي وزیري په خبره د دغو عملیاتو پیلېدو سره به د وسله‌والو مخالفینو ټول پټن‌ځایونه هدف وګرځول شي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"همدا اوس دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او محلي ارګانونه یوځای په دفاع وزارت کې پر یوه پلان کار کوي او نېږدې دي چې دغه د «شفق ۲» عملیاتو پلان اماده شي، د شفق عملیات د ژمي او دوبي لپاره و او اوس د «شفق ۲» عملیاتو پر پلان کار روان دی، ان‌شاءالله د ژمي لپاره «شفق ۲» عملیاتو په ترڅ کې چې پلان شوي، په هغو ځایونو کې چې ترورېستي مرکزونه دې یا ګواښونه موجود وي یا امنیت ضعیف وي او یا هغه ولسوالۍ چې زموږ په لاس کې نه‌دي، موږ پلان لرو چې په دغه راتلونکي ژمي کې دغه سیمې تصفیه کړو."

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان پر یو شمېر سیمو او د ځینو ولایتونو پر مرکزونو تهاجمي حملې تر سره کړي.

په دغو حملو کې د کندز ولایت مرکزي سیمې هم د څو ورځو لپاره د وسله‌والو طالبانو لاسته ولوېدي.

په شمال کې هم یو شمېر امنیتي چارواکي وایي چې د یمګان او وردوج ولسوالۍ له یو کال را په دې‌خوا د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ژمني عملیات به په ټولو هغو سمیو کې تر سره شي چې ناامنه دي.

صدیقي د یو شمېر هغو ولایتونو نومونه یادوي چې په‌کې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو تحرکات لیدل کېږي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه:

"تر ډېره دغه تمرکز په هغو سیمو او ولایتونو کې دي چې تر ډېر ګواښ لاندې دي، هلمند، کندز، بغلان، ننګرهار، غزني او فاریاب هغه ولایتونه دې چې زموږ د ژمي او دوبي عملیاتو تمرکز به پرې وي."

له بلې‌خوا افغان پوځي کارپوهان په دې باور دي چې وسله‌وال مخالفین په ژمي کې خپل یو شمېر غړي پاکستان ته د تمرین لپاره استوي، باید افغان پوځیان په دغو عملیاتو کې له نویو تکتیکونو څخه کار واخلي.

عتیق‌الله امرخېل
عتیق‌الله امرخېل

د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان وسله‌وال مخالفین تل د هغو سیمو څخه کار اخلي چې پوښل شوې وي، په ژمي کې پوښل شوې ځمکې نه‌شته، ځمکه لوڅه وي، په دغه صورت کې دوی خپل عملیات نه‌تر سره کوي، یو شمېر خپل قوتونه د ټرېننګ لپاره پاکستان ته استوي، یو شمېر قوتونه حفظ «ساتي» تر څو خپل مرچلې ګرمې وساتي، دغه برخه چې خپل مرچلې ګرمې ساتي دغه کشف کړي او قوي ضربې ورکړي وروسته کولای شي چې هغه کسان چې له ټریننګ څخه راځې مبارزه ورسره وکړي."

ښاغلی امرخېل وايي، که په دغه ژمي کې افغان ځواکونه نوي تکتیکونه ونه‌کاروي افغانستان به یو خطرناک ژمي مخته ولري او د پوځي ځواکونو او عامو خلګو تلفات به هم ډېر شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG