د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

ننګرهار کې د جګړې ځپلو کورنیو سره د مرستې ټولولو کمپاین پيل شو


د ننګرهار مدني فعالانو د کندز، هلمند او فراه ولایتونو جنګ ځپلو بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړ.

دغه کمپاین چې د چهار شنبې په ورځ د مدني ټولنو د «مجتمع» دفتر په مشرۍ پيل شوی دوه ورځې به دوام وکړي.

د دې دفتر مسؤل عبدالطیف مل شينواری وايي، له دې کمپاین څخه‌يې موخه د جنګ ځپلو کورنیو سره مرسته، له هغوی سره د ختیځې سیمې د ولسونو همدردي او په ټولنه کې د داسې فکر رامنځته کول چې یو افغان باید له بل افغان سره مرسته وکړي.

ښاغلی شینواری وايي:

"له دې کمپاین څخه یوه مرسته دا هم ده چې خپله افغانان باید بل افغان سره مرسته وکړي ځکه زموږ په هېواد کې ډېر شتمن خلک دي او موږ غواړو د دې کمپاین له لارې خلکو کې د عاطفې د راپارولو په خاطر دا کمپاین شروع کړو."

نوموړی وايي، پر دغو راټولو شویو مرستو به یادو کورنیو ته د اړتیا وړ ژمني توکي واخیستل شي.

بل‌خوا د باز خیریه بنسټ مسؤل او د ازادي راډیو د مشال راډيو خبریال باز محمد عابد وايي، څنګه چې لازمه ده په هغه ډول خلک په دې کمپاین کې برخه نه‌اخلي.

نوموړي پر ټولو شتمنو خلکو غږ وکړ چې د بې‌وزلو او اړمنو کورنیو سره په دغه ډول کمپاینونو کې شتمن او وس داره خلک تر نورو ډېره برخه واخلي.

ښاغلي عابد وویل:

"زما هیله له ټولو شتمنو خلکو نه دا ده چې خپلې مرستې راوړي په دغې صندق کې واچوي زه ګورم له سهار راهیسې ماشومان او غریبکاره خلک چې مزدورۍ پسې راوتي دي دلته‌يې مرسته واچوله خو تر اوسه ما کوم شتمن کس ونه‌لیده چې هغوی په دې کمپاین کې برخه واخلي، زما هیله ترې داده چې رادې شي او بې‌وزلو سره دې مرسته وکړي."

نه‌یوازې ننګرهار کې جنګ ځپلو کورنیو سره د مرستو کمپاین ترسره کېږي بلکې په نورو لایتونو کې هم ورته کمپاینونه شوي.

په پام کې ده چې د کندز څخه بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستې راټولولو په موخه د راتلونکې جمعې په ورځ په کابل کې هم د کرکټ یوه سیالۍ ترسره شي چې د دې سیالۍ په جریان کې به جنګ ځپلو کورنیو ته مرستې راټولې شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG