د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

کندز ښاریان: وسله‌وال طالبان د ښار دروازو تر شا حضور لري


د کندز اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او وايي، ځکه لا هم وسله‎وال طالبان د ښار د دروازو تر شا حضور لري او دغه ښار لا هم د طالبانو له احتمالي برېدونو سره مخ دی.

د کندز ښاریان وايي له تېر کال راهیسې دا دوهم ځل دی چې دغه ښار د وسله‎والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې په ګرم ډګر تبدلېږي، خو د جګړې ډېر زیان ملکي وګړو ته رسېږي.

دوی وايي، دې ولایت کې په ډاډه زړه ژوند نه‌شي کولای، ځکه لا هم وسله‎وال طالبان د ښار په نېږدې څنډو کې فعاله حضور لري.

کندز ښاریان
کندز ښاریان

د ښار څو تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې دغه ښار لا هم د وسله‎والو مخالفینو له احتمالي ګواښونو سره مخامخ دي:

"زه نور اغا یم، د ښار امنیتي وضعیت خراب دی ځکه غله او ترهګر په‎کې زیات شوي چې دې مسئلې خلک د راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن کړي."

"زما نوم سربلند دی، جنګ د کندز دروازو کې دی او لامل‌یې دا دی چې چارواکو کې نه مدیریت شته، نه مأموریت شته."

د دوی د خبرو پر بنسټ، که مرکزي حکومت د دې ښار امنیتي وضعیت ته جدي پام ونه‌کړي، نو د دې ولایت ډېری اوسېدونکي به د هېواد نورو ولایتونو ته په کډه شي.

په ورته کې د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي هم د خلکو د خبرو په منلو سره زیاتوي چې دولت لومړی باید د ښار شاوخوا سیمې د طالبانو له شتونه تصفیه کړي، څو ښار د دغې ډلې له برېدونو څخه وژغورل شي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی امرالدین ولي

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"یوازې ښار او د ښار دروازې د امنیتي ځواکونو کنټرول کې دي، خو د ښار شاوخوا څنډو او کلیو کې وسله‎والو طالبان فعاله شتون لري او د هغوی په کنټرول کې دي."

بل‎خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل بیا د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې اوس‌مهال د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات د ښار شاوخوا سیمو کې دوام لري.

ښاغلي عمرخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"وروسته له دې هڅې کوو څو لومړی د ښار شاوخوا څنډې پاکې کړو او بیا وروسته ولسوالۍ تصفیه کړو."

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

د یادونې وړ ده چې د روان کال د مېزان میاشتې په دولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ وسله‎والو طالبانو د کندز پر مرکز باندې له څو خواو څخه برېدونه پیل کړل چې په پایله کې وسله‎وال طالبان د کندز ښار ته داخل شول او له ۱۰ ورځنۍ جګړې وروسته دغه ښار د دولتي ځواکونو کنټرول ته ورغی، خو د دغې جګړې له کبله ملکي وګړو ته هم زیانونه واوښتل.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG