د لاسرسي لېنکونه

هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي، د وسله‌والو پر ضد د کوماندو ځواکونو شپني عملیات دوام لري.

ولي محمد احمدزي په یوې خبري ناسته کې وویل، د وسله‌والو جنګي ډلې يې ماتې کړي دي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د طالبانو په لسګونو وسله‌وال وژلي دي.

هلمند کې د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون قومندان وايي، د وسله‌والو د یو شمېر ډله‌ییزو او انتحاري بریدونو د مخنیوي په خاطر يې د ښار په سړکونو او کوڅو کې ګڼ شمېر سرتېري او پولیس ځای پر ځای کړي دي.

په دې اړه نور حال زموږ همکار محمد الیاس داعي راکوي:

XS
SM
MD
LG