د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ولسي جرګه: له خلکو سره په کړیو ژمنو کې لږ پاتې راغلي یو


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د هېواد اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو سره، دا جرګه نه ده توانېدلې چې د ستونزو د حل لپاره، دولت ته ګټورې مشورې ورکړي.

یاده جرګه وايي، د د ولسي جرګې دنده ده چې په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په جدي توګه درک کړي.

د دی جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد پر روان ناوړه امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او ويې ویل، څرنګه چې جرګه باید د یو با صلاحیته قانوني ارګان په توګه د حکومت کړنې وڅاري او د چارو د سمون لپاره حکومت ته ګټورې مشورې ورکړي، له بده مرغه دده په خبره دا کار په ښه توګه ترسره شوی نه دی.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې موږ او تاسې د افغانستان له ملت سره ژمنه کړې چې په مختلفو برخو کې به که سیاسي، اقتصادي، امنیتي او داسې نورې وي، له خلکو سره همکاري کوو خو دا به ومنو چې د خلکو د استازیو په توګه په دې برخه کې لږه پاتې راغلي یو."

ابراهیمي دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې په دې ورځ د جرګې د مختلفو ولایتونو استازیو په خپلو سیمو کې،په جنګونو کې د امنیتي ځواکونو پر وژل کېدو او د ځینو ولسوالیو پرسقوط بحثونه وکړل.

د جرګې اکثرو غړیو د کندز، بغلان، فاریاب، بدخشان، فراه او هلمند په ولایتونو کېروانو ناامنیو ته اشاره وکړه او ویې ویل، سره له دې چی دا وضعیت یې له امنیتي مسؤلینو سره شریک کړی، خو د قناعت وړ ځوابونه یې نه دي ترلاسه کړي.

کارپوهان وايي، ولسي جرګه د حکومت پر چارو د څار قانوني صلاحیت لري، خو تراوسه دغې جرګې د دغه صلاحیت څخه کارنه دی اخیستی.

د دې کارپوهان له ډلې کبیر رنجبر چې په تېره دوره کې د ولسي جرګې غړی و، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

"د ولسي جرګې کمزوری نظارت د دې سبب شوی چې په دولتي ادارو او په ځانګړې توګه په امنیتي ارګانونو کې نیمګړتیا وې پټې پاتې شي، له دې اعتراف وروسته دوی باید فعال شي، پېښې وڅاري او حتې په امنیتي چارو کي مداخله وکړي."

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس د جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې د امنیتي ارګانونو مسؤلین وغواړي او د روانو امنیتي ستونزو په هکله د هغوی تدابیر وپوښتي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې مخکې د ملي شورا دواړو جرګو، د درې ګونې امنیتي ځواکونو مسؤلین ورغوښتې وو او د هېواد روانې ستونزې یې ورسره شریکي کړي دي.

د امینتي ځواکونو مسؤلینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په ټولو ناامنو سیمو کې د مخالفینو پر وړاندې عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه لوړه روحیه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG