د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

فعالان: د لښکرګاه پر شاوخوا بشري ناورین د زغملو نه‌دی


د هلمند مدني فعالان وايي، د لښکرګاه پر شاوخوا روان بشري ناورین د زغملو وړ نه‌دی.

د هلمند مدني فعالان په داسې حال کې د حکومت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي چې همدا اوس د لښکرګاه په دوهمې او درېیمې امنیتي حوزو کې جګړې روانې دي.

بولان کې د جګړو له شدت سره سلګونه کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او د لښکرګاه په لومړۍ او درېیمې حوزو کې سرونه پناه کوي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لښکرګاه پر شاوخوا د روانو جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو او د هلمند د مدني فعالانو د غوښتنو په اړه راپور ورکوي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:44 0:00

XS
SM
MD
LG