د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د کندز ښاریانو حکومت نه د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه وکړه


د کندز ښار اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې تېرې لس ورځنۍ جګړې خلکو ته ګڼ مالي تاوانونه اړولي دي.

یاد خلک وايي، په دغه جګړه کې ګڼ دولتي تاسیسات، د خلکو کورونه، دوکانونه، د تېلو پمپونه او مارکیټونه سخت زیانمن شوي دي.

د ښار یوشمېر دوکانداران وايي چې د جګړي ډېر زیان ملکي خلکو ته رسېدلی دی، ځکه په جګړه کې د دوی دوکانونه سوځېدلي چې له کبله یې یوشمېر دوکانداران ډېر زیانمن شوي دي.

دغه خلک د ملي یووالي له حکومت څخه غواړي چې له هغو دوکاندارانو او خلکو سره مرسته وکړي چې دوکانونه او کورونه یې سوځېدلي دي.

دوی زیاته کړه:

"دغې جګړې خلک ډېر متضرر کړي دي خلکو ته مالي تاوانونه اوښتې دي دوکانونه او کورونه یې سوځېدلي دي دولت باید له دغو خلکو سره مرسته وکړي څو د خلکو پر زخمو مرهم ولګول وشي."

"یوازې زموږ په رسته کې لس دوکانونه وسوځېدل او په دغې جګړې کې خلکو ته ډېر تاوانونه رسېدلي دي اوس دغه دوکانداران له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي دولت هم تر اوسه پورې ورسره مرسته نه ده کړې هر دوکاندار ته شل لکه او درېش لکه تاوان اوښتي دی."

دوی له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د کندز ښار شاوخوا څنډې د وسله والو طالبانو له حضور څخه تصفیه کړي، څو په راتلونکي کې دغه ښار د طالبانو له احتمالي ګواښونو څخه وژغورل شي.

د کندز ښار یوه تن دوکاندار ازادي راډیو ته داسې وویل:

"جنګ جګړه ده در په دره شوي یو، هم د دولت لخوا ځورېدلي یو او هم د طالب لخوا ولاکه یوه هم پر موږ باندې رحم کړي وي،دغه جنګ موږ یې تیکه او پارچه کړو موږ له دولت څخه سوله او ارامي غواړو."

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند سید محمود دانش بیا وايي چې د متضرر شویو خلکو او د دولتي تاسیساتو د وراوښتو زیانونو د تثبیت په اړه کمېسیون جوړ شوی او خپل کار یې پیل کړي دی.

د کندز والي والي ویاند سید محمود دانش
د کندز والي والي ویاند سید محمود دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"دغه کمېسیون کور په کور سروې کوي همدارنګه په ښار کې ګرځي څو د جګړې زیانمن خلک په ګوته کړي او وروسته مرکزي حکومت ته راپور ورکوي چې له زیامنو خلکو سره مرستي وشي."

خو د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي چې حکومت به خلکو ته د ور اوښتو زیانونو تاوان ورکړي او کنه؟

د یادونې وړ ده چې تېرکال هم د کندز مرکز سقوط له کبله یو زیات شمېر دوکانداران، سوداګر او د کورونو مالکان زیانمن شوي وو، خو دغه زیانمن خلک وايي چې تراوسه پورې دوی ته د ملي یووالي حکومت د وراوښتو زیانونو تاوان نه دی ورکړی.

د مدنې فعالانو په وینا، څو چې د کندز ښار ته نږدې سیمې د وسله والو طالبانو له حضور څخه تصیفه نشي،نو دغه ښار به د طالبانو له احتمالي ګواښونو سره مخامخ وي، ځکه لاهم وسله وال طالبان د کندز ښار په نږدې څنډو کې فزیکي حضور لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG